کور / راپور / روزګانيان د اوربند تود هرکلۍ کوي او د دايمي اوربند غوښتنه کوي.

روزګانيان د اوربند تود هرکلۍ کوي او د دايمي اوربند غوښتنه کوي.

راپور: احسان الله ولسيار

د روزګان اوسيدونکي وايي خوشحاله دي چې افغان حکومت او وسله والو تر منځ موقتي اوربند شوي دي.

له جګړو ستړی او زرويدلي روزګانيان وايي د افغان حکومت او سله والو طالبانو ترمنځ په موقتي اوربند خوښ يو او هرکلۍ يي کوو.

ددغه ولايت اوسيدونکي وايي د اوربند په اعلان کولو سره سولي ته د دوی هيلي راژوندي شوي او د جګړي له دواړو غاړو غوښتنه کوي چې جګړه بس کړي او دغه اوربند ته دايمي رنګ ورکړي.

د هيواد ولسمشر د تيري پنج شنبي په ورځ  د وسله والو طالبانو سره د روژي له ۲۷ څخه د اختر تر۵ پوري د اوربند اعلان وکړي چي له دغه اعلان  وروسته وسله والو طالبانو د افغان حکومت دغې پريکړي ته مثبت ځواب ويلي او  د افغان حکومت سره يي د اختر په ۳ ورځو کې  د اوربند اعلان کړي دي.

اوس په روزګان کې مدنې فعالان او خلک په دي نظر دي که بهرنۍ کړۍ په افغانستان کې لاس وهنه ونکړي او د جګړي شکيلي غاړي افغانان وي نو د دايمي سولي هيلي زياتي دي.

روزګان کې له تيرو دريو کلنو راهیسي جګړو زور اخيستي چې تر ډيره يي قرباني عام وګړي وي.

په هيواد کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ په تيرو ۱۷ کلونو کې دا يو بیساري ګام بلل شوي او د پخواني ولسمشر په ګډون زيات شمير افغانان او بهرنيان په دغه اوربند خوښې ښودي.