کور / سياسي / مناسبي رڼې او ددرغلیو څخه پاکي ټولټاکني

مناسبي رڼې او ددرغلیو څخه پاکي ټولټاکني

عبدالستار ایوبي

ټولټاکني د ولسواکي (ډیموکراسي) مهم ترین جزء بلل کیږي. ددې پروسې دلاري ولسونه د خپل مینځ څخه د خپلي خوښي خلګ د خپل ټولنیز ژوند د اداره کونکو چارو د رهبري لپاره انتخابوي او که چیري هغه خلګ په خپل کار کي مخلص یا بریالي ثابت نه سي نو د هغوئ د لیري کولو وروسته د نوو رهبرانو د ټاکني معیاري لار ده. دا طریقه په بشریت کي ددې عقیدې د نشر په اساس رامینځ ته سوې ده چي الله ج یا کوم بل خارق العاده ځواک په خارق العاده ډول سره د ټولنو مشران نه مقرروي لکه د ما قبل الاسلام د کفارو عقیده چي وه. الله تعا لی ج د خپل وروستني پیغمبر ص په خوله بشریت ته دا پیغام ورکړ چي دوئ باید خپله په خپل مینځ کي خپل واکمنان وټاکي، البته د لارښوني لپاره چي څنګه خلګ باید انتخاب کړي خپله الهي سنت (چي څنګه خلګ یې د خپل استاذیتوب لپاره غوره کړي دي)، د نبوي سنت (تر رسول الله مبارک ص زیات عالي د رهبري اوصاف په هیڅ بل بشر کي نه دي مشاهده سوي) او د صحابه رض انتخاب (څلور خلفاء راشدین چي عبارت دي د ابو بکر رض،عمر، عثمان رض او علي رض څخه) تر کافي هم زیاته رهنمایي راته کوي چي تقوا، پرهیزګاري، زړه ورتیا، زړه سواندي، علم، پوهه، ځیرکتیا، ژوندي احساسات او د حقوقي مبارزې عالي اراده په ثابت ډول نه وي پکښي موجود نو قریش او سادات هم د رهبري لپاره  دغومره نا اهله دئ لکه کوم بل څوک. په هر صورت دا دولس خپل کار دئ چي د خپلي رهبري لپاره څرنګه اوصاف د معیار تومنه ټاکي. هغه چي وایي، څه چي کرې هغه به ریبې. دلته د بحث موضوع ده چي که خلګ په خپل انتخاب کي خطا نه وزي نو څه ډول ټولتاکني کولای سي چي بیا هم ددوئ پر خواریو باندي د سیل اوبه ورتیرولای سي. که چیري ټولټاکني معیاري نه وي نو د ګتي پر ځای یې تاوان زیات دئ چي په لوی لاس به مو ځان ته پردئ پلار کښینولئ وي.  کله چي د ټولټاکنو کیفیت یا معیاریتوب لپاره دا درې کلمې کاروو نو شاید په لمړي ځل داسي احساس راته پیدا سي چي دا درې واړه کلمې به یو واحد مفهوم افاده کوي. خو داسي نه ده. دا درې واړه کلمې درې جدا مفاهیم افاده کوي او که ددغو دریواړه عناصرو څخه یو هم کم سي نو شاید داسي ټولټاکني ونه لرو چي پایلي دي یې زموږ مجموعي ملاتړ خپل کړای سي.

د بیلګي په توګه د مناسبت عنصر که وڅیړو…. کله چي د دروازې لپاره قلفک، د مرض لپاره دوا او د خپلي پښې لپاره بوټ انتخابوو نو په قلفکانو، دواوو او بوټونو کي پلټنه کوو. نجار او ډاکټر څخه مشوره اخلو او بوټ د پیرلو څخه وړاندي د قطۍ څخه راباسو او پر خپله پښه یې ګورو او حتی تګ هم پکښي کوو. ځکه چي که قلفک ددروازې او زلفۍ سره توافق ونه کړي نو زموږ لپاره بیفایدې دئ او رانیول یې د پیسو ضایع کیدل دي. دواخانه ددواوو څخه ډکه ده خو موږ هغه دواباندي پیسې ورکوو چي زموږ رنځ راښه کړي او که بوټ پر پښه اصل نه وي یا محکم نه وي او د تګ پر مهال زموږ د پښو ساتنه ونه کړي نو ولي یې باید رانیسو. د قلفکانو دوکاندار، ددرملتون مالک یا بوټ پلورونکئ که راته ووایي چی هسي را یې نیسه او ډیر یې راڅخه رانیسه. زما سرمایه پر بنده ده او په ګټه باندي یې زه خپل کور چلوم او بیا تفنګچه هم راباندي ونیسي چي هر څومره پیسې په جیب کي لرې په هغه زما تجارتي جنس رانیسه نو موږ به ورته ووایو چي دا څه بدمعاشي ده. زما پیسې زما ملکیت دي په خواریو مي ګټلي دي، زه هغه څه په رانیسم چي زما ریښتنې اړتیا وي که نه په بانک کي یې ټینګي ساتم د مبدا لپاره. مناسبي ټولټاکني هغه ټولټاکني دي چي په دې شکل طرحه سوي وي چي که رڼې وي او درغلۍ پکښي ونه سي نو په نتیجه کي د ولس ریښتني استاذي پکښي واک ته ورسیږي. اوس که ټولټاکني په دې ډول طرحه سوي وي چي د هیواد ټوله وګړو ته د رایه ورکولو زمینه پکښي مساعده نه وي یا یو نفر ۲۰۰ رایي ورکوي او بل ته دیوې رایي ورکولو زمینه هم نه وي مساعده یا دا معلوم نه سي چي دا کامیابه کس چي د کومي سیمي د خلګو استاذیتوب کوي رښتیا هم د هغې سیمي د خلګو په رایو راغلئ دئ که نه یا دا رایي رښتیا هم خلګو دانه دانه اچولي وې چي دا کاندید په کامیابه سوئ دئ، نو دې ټولټاکنو ته به څنګه مناسبي ووایو. حکومت مصمم دئ چي حتماً به د خپل توان سره سم ټولټاکني کوم خو چون د ټول هیواد امنیت نه سم ټینګولای نو د ټولټاکنو مرکزونه به هم هلته جوړوم چي زما واک پکښي چلیږي. د طالبانو د نفوذ یا اغیز لاندي ساحو کي نه ټولټاکني کوم او نه د هغه سیمو خلګو رایه ارزښت راته لري. وایي ملانصرالدین ماښام د کور مخ ته چوغ وو ګرزیدئ د کوم شي پلټه یې کول. ملګري پر راغلئ  ځني ویپوښتل چي څه پلټې. ده ورته وویل چي کیلئ پسي ګرزم. هغه هم ورسره چوغ سو چي ښه ډیر یې ځمکه پسي وکتل او کیلئ نه سوې پیدا نو یې وپوښتل چي ملا صاحب، کیلئ چیري لویدلي وې؟ ملانصرالدین جواب ورکړ چي هغه خو د کوردننه په خونه کي لویدلي وې. ملګرئ یې زیات سوختي سو چي کیلئ دننه په خونه کي لویدلي وې نو دلته دباندي په کوڅه کي څه له پسي ګرزې. ملانصر الدین په اطمینان سره جواب ورکړ چي دننه تیاره ده، شی نه معلومیږي. دباندي ښه د څوارلسمي سپوږمۍ رڼا وه. ما ول دلته به پسي وګرزم. په هر صورت که راتلونکو ټولټاکنو لپاره ددولت د مناسبت معیار داوي چي ځان ته مطیع غوړه مالانو څخه پارلیمان او لسوالي شورا تشکیل کړي نو دا معیار یې غلط دئ ولس یې نه ورسره مني. د ولس لپاره مناسبي ټولټاکني هغه دي چي د ولس سوچه استاذي پکښي وټاکل سي او دا هغه مهال امکان لري چي دولت عملاً د هیواد هر وګړئ د افغانستان په اساسي قانون کي ورکړل سوي حقوقو او واکونو څخه خبر کړي. دلته یوه ټوکه راپیاد سول. ما یوه ورځ د افغانستان اساسي قانون لوستئ، یوځای پکښي لیکلي وه چي د افغانستان هر وګړئ مکلف دئ چي ددې اساسي قانون په ټولو مادو خبر وي او ددې قانون څخه بیخبري عذر نه بلل کیږي. دا سوال راته پیدا سو چي په پارلیمان کي ناست کسان چي دا قانون یې تصویبا وه، ریښتا هم د ولس استاذي وه او که د یوې داسي مافیا غړي چي د ډیکټاټورانو په واسطه پر دې ولس باندي د واک چلولو خوبونه ویني. ځکه چي دا ماده باید داسي راغلې وای چي د افغانستان هر وګړئ دا حق لري چي ددې اساسي قانون لخوا ورکړل سوو حقوقو، واکونو او خپلواکیو څخه خبر وي او دولت مکلف دئ چي دا معلومات د هر وګړي پوري ورسوي چي په دې لاره کي پاته راتلل عذر نه بلل کیږي. زموږ دولت دا مکلفیت لري چي د مناسبو ټولټاکنو د تدویر په منظور د هیواد و هر ګوټ ته لازم تجهیزات ورسوي. هلته چي یې ولکه نسته د هغه ځای د مشرانو سره باید په تماس کي سي چي د سیمي داوطلب/رضا کاران ورته معرفي کړي څو په دولتي خرڅ کابل ته راوستل سي او لازمه روزنه ورکړل سي. دا نو څه معنا چي چیري چي د واکمنانو د غوړه مالو کورنیو غړي سفر او استوګنه نه سي کولای، هلته دي ټولټاکني نه کیږي.

رڼوالئ ځکه د ټولټاکنو لپاره لازم دئ چي که رڼوالئ موجود وي نو موږ په پوهیدلای سو چي درغلي سوې ده او که نه. که په ټولټاکنو کي رڼوالئ موجود نه وي نو که درغلي پکښي ونه سي هم شیطان کافر د خلګو په زړونو کي شکوک وراچوي چي ډک بکسونه یې ټول کړل د کمیسون په ګدام کي قلف سول. بیا نو د کمیسون خلګ به یې شمیرنه کوي. د چا رایه به وشمیرل سي او د چا دا به د کثافتدانۍ خوراک سي. هغسي هم زموږ هیواد د فاسدو هیوادونو د لیست په راس کي قرار لري (د افتخار ځای دئ چي په یو شي کي خو مخ ته ولاړو، فقط دا کریکټي بریاوي خو هیڅ په بریاوو کي نه راځي).  که چیري د ټولټاکنو نتایج د هر ډول درغلیو څخه پاک هم وي نو بایلونکئ کاندید چي زړه یې د ایمان څخه خالي وي دا دعوه کولاي سي چي درغلئ سوي دي څو اوبه خړي کړي او کبان پکښي ونیسي. نو بهتره دا ده چي د رایي په مرکز کي د کاندیدانو او ولسي استاذو په موجودیت کي د قلفیدو څخه وړاندي تش بکس ټولو ته ښکاره کړي او د ډکیدو وروسته بکس بیرته خلاص او هره رایه وشمیرل سي هلته جدول ته واچول سي د ټولو کاندیدانو د استاذو ګوتي پر ولګول سي او نتایج دي د ازادو رسنیو سره شریک سي او ورکړل سوي رایي ټولي هلته وسوځول سي، د کمیسیون مرکزي دفتر دي د رسنیو د ویبسایټونو څخه د سیمو نتایج را اخلي او جمع بندي کوي دي. بیا که بکسونه اور ته لویږي طالب یا داعش یې وسوځي او مرکز ته د درایو بکسونو کي د رایو د کاغذو په عوض د هغوئ د انتقالونکو سرونه هم انتقال سي نو ولسي پروسه کي به خنډ نه واقع کیږي. هیڅ څوک به بیا د شکایت موقع ونه لري چي زما رایي پټي سوي وي یا دا چي بکسونه په ټانکونو او څرخکو کي د انتقال په مهال دسره ډک سووي وه او داسي نوري ادعاوي… که چیري زموږ دولت د رڼو ټولټاکنو اراده لرلای نو لمړی به یې په هر محل کي د رایو ورکولو مرکزونه ایجاد کړي وای او بیا یې د هغه مرکزونو د اداره کولو لپاره په هم هغه محل کي جایداد (حد اقل یو کور) لرونکي خلګ روزلي او ګومارلي وای څو د خپلو دندو څخه د غفلت په صورت کي د ولس او دولت لاس ددوئ تر ګریوانه ورسیږي. دا چي پردي نابلده بینمبر پلیټه خلګ د مرکز مشران وټاکي. چي کله کله د پروسې په جریان کي تري تم سي، داسي لکه د خره د سر څخه چي ښکرونه ورک سي. چي د ټاکنو دفتر ته پسي ورسي، نو ورته وایي چي د روزانې مزدوران وه پر خپله لار ولاړل.

ددرغلیو څخه د پاکوالي شرط خو به هر څوک مني. ځکه چي په هر کار کي درغلي وسي پای یې جنګ دئ او زموږ هیواد اوس هم د جنګ او جګړو لخوا کاملاً خودکفاء دئ اوس ددې ځایه څخه نورو ځایونو ته د جنګ د صادرولو خبري کیږي. لکه چین، مرکزي اسیا او روسیې ته د داعش نړیوال صادراتي شرکت په زریعه. خو د افغانستان د صادراتو خوند هیڅ کله نه وو. هر جنس چي دلته د صادراتو لپاره اماده کیږي د نامناسبو دولتي ترتیباتو په سبب همیشه دلې د ګمرک په ګودامونو کي وروستیږي. روسانو هم دافغانستان سره علاقه نه لرل. هقط لاره یې غوښتل چي تودو اوبو ته تیر سي. کله چي مو د تیریدو اجازه ورکړل. دلې یې راته واړول. اخیر د دولتي ادارې پیاده به مو لا ددوئ په خوښه مقرریدئ. خدای پرستان په روسیه کي په دومره صداقت سره د وژل کیدو لپاره نه ټولیدل لکه په افغانستان کي. دلته یوازي واردات په ښه کامیابي سره صورت نیسي. دداعش جګړه به هم دلې ورسته سي. مسکو او بیجنګ خو پریږده دا نیږدې کولاب لا ولاکه په ګل وولي. په هر صورت که د ټولټاکنو شفافیت مرائتیدای نه سي نو د دومره مصارفو اړتیا او بدنامي ته ضرورت څه دئ؟ دادمخه څخه لا د سیګار واویلا ډیره ده چي ټول مصارف بیځایه سوي دي. نور باید احتیاط وسي. اوس نو دا پوښتنه راپورته کیږي چي که ټولټاکني نه وسي نو وکیلان به څنګه سره وټاکو. جواب یې ساده دئ چي ها په انګلیسي ژبه چي ټاس ورته ویل کیږي، په پښتو باندي پچه او په پاړسو کي شیر خط ورته وایي. ډیره ښه طریقه ده. ولو که د ولسواکي اصل پکښي ضایع کیږي خو د عدالت اصل بیرته پکښي مرائتیږي، په دې شرط چي د ټاس مرحلې ته یوازي د واکمنانو خلګ شارټ لیسټ نه سي. چي ولس دومره فلیکسیبیلیټي (نرمښت) ورته ښوولای سي نو واکمنان خو هم خره نه دي آخر انسانان دي، دغومره فکر خو باید ولري چي پنځه سره ګوتي په خوله نه منډل کیږي، که نه د خولې د شلیدلو خطر ورسره موجود دئ.

دا چي تر اوسه پوري سوي ټولټاکني څومره مناسبي، رڼې او ددرغلیو څخه پاکي وې، په هکله یې د علماوو اختلاف دئ. خو په تیرو ولسمشریږو ټولټاکنو کي چي د اوسنیو جوړه واکمنانو تر مینځ څه بیشرمانه لوبه وسول شاید د ډیرو هیوادوالو په یاد وي. دا چي عبدالله × ۲ لخوا ادعاوي کیدلې او بهرني ناظرین راغلل، هغوئ ته به د بکسونو شمیري ورکول کیدلې چي په دغه بکسونو کي درغلئ سوي دي، ټولي رایي دي یې لغوه سي، ددې سند وو چي دا ټولټاکني رڼې نه وې. که رڼې وای نو دداسي ادعاء سوال نه پیدا کیدئ. او دا چي دده د پیشنهاد سوي سانسور سربیره ددواړو کاندیدانو د رایو د فیصدي فرق چنداني تغیر ونه خوړئ نو دا هم ثابته سول چي تقریباً ټوله بکسونه د خلګو د رایو څخه تش سوي او بیا د سره ډک سوي وه څو د بکسونو د باطلیدو سره د رایو فیصدي تغیر ونه خوري. دې پیښو ولس ته ثابته کړل چي زموږ مامورینو او چارواکو یوه پراخه او منظمه درغلي کړې ده، خوشحاله سولو چي په دوئ کي د منظم کار کولو وړتیا خو سته دا بیله خبره ده چي توفیق د خیر نلري او هر کله چي الله تعا لی د نیکو هیدایت ورپه نصیب کړ نو د خیر کارونه به هم په داغسي منظمه توګه اجراء کړي لکه اوس چي درغلئ کوي.

کله چي د ظاهر شاه وختي وې نو کراره کراري وه، منظم حکومت وو، امنیت وو، سکون وو او خوشحالي وه. په هغه وختونو کي خلګو چي ارزو یې لرله هغه د فردي سیاسي خپلواکیو وه (د یوه ولس ملي سیاسي خپلواکي د هغه ولس د غړو د فردي سیاسي خپلواکیو مجموعه ده چي د بیان د ازادي او مثاوي حقوقو دلاري هغوئ ګټه ځني پورته کوي. که فردي سیاسي خپلواکئ د ولس د واکمنانو لخوا سلب سي نو بیا د ملي خپلواکي بقاء په خطر کي لویږي) چي ددې هر څه څخه خوند واخلي نو یې تل یې روشنفکرانو د باچا څخه دا غوښتني کولې چي ولس ته د هغوئ حقوق وسپاري او ځان ته مسئولیت ومني. باچا چي د وخت علماوو او روحانیونو د الله تعا لی سیورئ بلئ او د ۱۰۰ کسو زجري اعدام حق یې ورکړئ وو او د وخت اساسي قانون مطلق خپلواک او غیر مسئول بللئ وو چیري دا غوړه ګوله دلاسه ورکول. دومره امتیازات چي په موږ کي هر یو ولري شاید په مفته به یې خوشي نه کړي. دا چي نن نه کراري سته، نه منظم حکومت سته، نه امنیت، سکون او خوشحالي سته خو په اساسي قانون کي هغه خپلواکئ لرو چي د هغه وخت د زورورو نه وې راباندي پیرزو. زموږ سیاسي او مذهبي متنفذین د شهید سردار محمد داود خان سره د دهري کمونیسټانو او روسانو په مقابل کي ځکه ونه دریدل چي هغه غوښتل ولس ته د هغوئ سیاسي حقوق ورکړي. بیا چي کله کمونیسټانو د شهید سردار محمد داود خان د شهادت وروسته پر دوئ هم راواچول او دوئ ښه پوه سول چي جایدادونه او ټولي ښې و ښادئ راڅخه اخلي او وژني مو هم نو یې ځوانانو ته د جهاد اجازه ورکړل (وایي چي یو چا د یوه کمونیسټ څخه پوښتنه وکړل چي دا زموږ غټ غټ پیران مو ولي د طیارې څخه راواچول ظالمانو. کمونیسټ جواب ورکړ چي موږ ددوئ د وژلو اراده نه لرل. دوئ د پخوا څخه دا دعوې کولې چي الوتلای سي. موږ راوغوښتل او ورته وموویل چي والوزئ څو موږ ستاسو د کرامت د لیدلو په برکت د ایمان د نور څخه برخمن سو. دوئ راته ویل چي موږ خو د خدای تعا لی په امر الوځو د کافرو دهریانو په خوله خو نه الوزو. زموږ مشرانو امر وکړ چی الله تعا لی ځان وژنه حرامه کړې ده. دوئ د لوړي ارتفاع څخه د طیارو راشوه کړئ. که الوتلای سوای حتماً به والوزي ځکه چي د توان سره سم ځان د مرګه څخه نه ژغورل دوئ د دایمي جهنم مستحق ګرزوي او زموږ غالب ګومان هم داغه دئ چي دا سپیڅلي خلګ دي درواغ ددوئ د شان سره مناسب نه دي. که دوئ د الوتلو دعوې کړي نو رښتیا یې ویلي دي. موږ باوري یو چي دوئ به والوزي او مړه به نه سي. د کمونیسټ په دې حاضر جوابي ټول حیران سول). اوس هغه دي ۲۰ کاله په پوره کیدو دي چي موږ په قانوني توګه ددې حقوقو څخه برخمن یو خو ګټه مو نه ده ځني پورته کړې. موږ د هغه مرغه په څیر یو چي د یوې اوږدې مدې راهیسي په قفس کي د تیرولو وروسته د قفس دروازه خلاصه وویني. په عوض ددې چي خپل بخت وآزمویي او والوزي، د بهرني محیط سره د ډیره وخته نابلدتیا یې په زړه کي نامعلومه اندیښنې راپورته کوي چي دانه به چیري پیدا کو ‎ې او اوبه به چیري وي؟ اوس نو یوازینی شی چي دا مرغه د قفس څخه د پرواز کولو پر جسارت باندي اماده کولای سي هغه د خپلواکي قدر دئ. هغه مافیایي کورنیو چي د ظاهرشاه تر سیوري لاندي یې پیړۍ پیړۍ ددې ولس ویني ځبیښلي وې نن یې دریم او څلورم نسل یې افغان ولس خطا باسي او د ډیموکراسي څخه یې ویروي. د بلا او کفر په ډول یې ورته تشریح کوي. نام نهاده د شریعاتو متخصصین او علماء د عامو خلګو اذهان د ولسواکي څخه بیزاره کوي او ډیموکراسي په کفر سره تعبیروي. حال دا چي په حقیقت کي ډیموکراسي اسلام دئ او ډیکټاټوري کفر دئ. کله چي د رسول الله مبارک ص خپل وروسته دادروند مسئولیت پر مسلمانانو پریښودئ چي خپل مشر پخپله وټاکي نو ښکاره خبره ده چي الهي منشاء هم داغه وه. پکاره خو دا وه چي په تیرو ۲۰ کلونو کي کوم وخت زموږ مذهبي او سیاسي مشرانو د ولسي ډیموکراټیکو ساختارونو په رامینځ ته کولو کي لګولي وای، دوئ هغه وخت په ژړاوو، واویلاوو او پټو معاملو کي تیر کړ. که د هر ولایت څخه فقط یو یو ملیون خلګ د کاله څخه ۵۰۰ افغانۍ وسپموي او په یوه صندوق کي یې واچوي د کاله ۵۰۰۰۰۰۰۰۰ افغانۍ کیږي چي د ولایت په سطحه د یوه سیاسي ګوند کلني مصارف پوره کولای سي، او داسي ګوندونه تاسیس کړي چي ایجنډا، اهداف او مرامونه یې د افغاني ارزښتونو او ولسي اړتیاوو په اساس ترتیب سوي وي او د ګوند مشر او رهبري شورا یې د محدود وخت لپاره د ټولټاکنو دلاري ټاکل کیږي، په داخلي او بهرني زورواکو کي به څوک دا جراءت ولري چي زموږ ټولټاکني د خپلو ایجنټانو و واک ته رسولو زریعه وګرزوي او د بهر څخه صادر سوي سیاسي او مذهبي فرقې زموږ ټولنه را چټله کړي. په افغانستان کي د سیاسي استحکام دا یوازینۍ لاره ده بله نسته. که زموږ ولس دا کار ونه کړي نو نړیوالو یهودي حلقو د سني اکثریت لرونکي هیوادونو د سیاسي انحصار په موخه د دهریانو، شیعګانو او سلفیانو مثلثي ائتلاف جوړ کړئ دئ.  په مصر کي د اخوان المسلمین د قانوني حکومت په راپورزولو کي موږ ددې مثلث رول عملاً  په سترګو ولیدئ. د ترکیې ناکامه کودتاه که څه هم ظاهري رول د صوفي فرقې پکښي ښودل سوئ وو او په سوریه او عراق کي پر شیعګانو باندي د سنیانو د برلاسي د مخنیوي لپاره د داعش کامیابه تجربه زموږ په مخ کي ده. د سني مسلمانانو سره د ددوئ ستونځه دا ده چي د سلامي فقهي د امام اعظم امام ابو حنیفه رح او د هغه شاګردانو د هڅو په برکت د واکمنانو د مسئولیتونو، محدودیتونو او ولسي حقوقو پوري اړوند الهي ارشادات خوندي ساتل سوي دي. که یې څوک مني او که نه، خو دا حقیقت دئ چي ټولي عصري ډیموکراسئ د حنفي فقهي د مطالعې په اساس رامنیځ ته سوي دي. داددې فقهي برکت دئ چي په سني اسلامي ټولنو کي اوس هم د ولسي حقوقو په مقابل کي د واکمنانو د واک د محدودیت احساس ژوندی دئ. دا خبره د اسلام سرسخته دښمنان اوس هم زوروي چي د ډیکټاټوري پر ضد راپورته سوي د بشریت د تاریخ تر ټولو پراخ ولسي پاڅون رهبري کونکي نبي ص د لمانځه لرغونې طریقه اوس هم ژوندۍ ده او د مسلمانانو اعظمه برخه په همهغه طریقه لمونځونه کوي او الهي رضایت ته ځانونه نیژدې ساتي. دا چي دا سرسخته کافران د الله تعا لی په هکله تل په شک کي وي. په خوله خو یې د موجودیت څخه انکار کوي خو زړه یې په دې انکار نه صبریږي نو اکثراً ددوئ د ځینو د خولو څخه کله کله دا خبره راوځي چي داسي یو څه سته… ددوئ لپاره دا مهمه ده چي د نبوي ص د لمانځه طریقه دبینه ولاړه سي چي دوه هدفه ځني لاس ته راځي، یو داچي په بیلا بیلو طریقو سره لمونځ کول به په یقیني توګه ددوئ اتحاد ور متضرر کړي او بل دا چي په احتمالي ډول سره به دوئ د خپل رب د نصرت څخه بیبرخي سي. همداسبب دئ چي کفار ورځ او شپه په دې کي لګیا دي چي د اضافي رفع الیدین او نورووړکو تغیراتو د لاري زموږ د لمانځه طریقه رامسخ کړي او ددې کار لپاره دوئ سلفیان (اهل الحدیث/اهل صحیح حدیث) په درانه اجرت ګمارلي دي. په افغانستان کي په ظاهره د طالبانو او حکومت تر مینځ د واک پر سر جګړه روانه ده خو په حقیقت کي د دې جګړې په خړو اوبو کي موږ وینو چي د سلفیانو، دهراینواو شیعګانو مثللث ورځ تر بلي پر دولتي اداره باندي خپل واک لا زیات محکموي. په روانه جګړه کي هره ورځ هم د طالبانو په صفوفو کي او هم ددولت په صفوفو کي تکړه تکړه قومندانان او ولسي مشران تلف کیږي او هم د ټولني اقتصاد مخ پر ضعف روان دئ. ولس ته ځکه دا خبره عادي ده چي جګړه روانه ده او په جګړه کي دا هر څه عادي خبره ده. دا چي ددې مثلث نفوذ په افغانستان کي ډیر محدود دئ او اوس هم په دولتي موقفونو کي زیات خلګ ددوئ نه دي نو ددوئ مربیان اړ دي چي د جګړې اور ته پیک ووهي او ډیر نفوذ لرونکي خلګ ووژني او پر ځای یې ددې مثلث غړي راولي. په عوض ددې چي د ډیري محافظه کاري دلاسه لاس تر زني کښینو او پریږدو چي زموږ سیاست د بهرنیو مافیاوو لخوا د تل لپاره انحصار سي یا داچي د کابل ضعیفه اداره مطلقاً ونړیږي، د هیواد روانه کورنۍ جګړه نوره هم پراخه سي او داعش ته د پښو ټینګولو زمینه مساعده سي، باید په نظام کي دننه او د نظام د مخالفینو په صفوفو کي خلګ د یوه افغان په صفت فکر وکړي چي دا هیواد مضبوط عادلانه دولتي نظام ته اړتیا لري او ولس د یوې پراخ او اوږدمهاله سیاسي حرکت لپاره سره منظم کړي، چي دا کار به په راتلونکو پیړیو کي زموږ د راتلونکو نسلونو سرنوشت ور تضمین کړي. نن هغه ملتونه خپله خپلواکي ساتلای سي چي پّ خپل مینځ کي محکم ټولنیز تړونونه منظم سیاسي تشکیلات، پرمختللئ اقتصاد، پرمختللي دفاعي سیسټمونه، د ټیکنالوژي د تجدید مرکزونه او اهل او قابل کاري ځواک ولري. دا هر څه هغه مهال ممکن دي چي په مختلفو سویو باندي دولتي چارواکي خپل ولس ته قانوناً جواب ورکونکي وي او ولس د خپلو ډیموکراټيکو ساختارونو په واسطه دومره ځواکمن وي چي ددې واکونو څخه پر ځای ګټه پورته کړي. د جدي اشتباهو په صورت کي قومندان، ولسوال، والي او ولس مشر د خپلي قانوني دورې د پوره کولو څخه وړاندي ګوښه او عدلي و قضایي ارګانونو ته معرفي کړای سي. ټولنه د خپلي ودي لپاره پر ځینو موقفونو باندي ځینو خاصو استعداد لرونکو افرادو ته اړتیا لري. هیڅ څوک نه دئ خبر چي خدای پاک ج دا استعداد په کوم سرحدي کلي کي، په کومه جونګړه کي د کوم خوړ پر غاړه ځیږیدلي ماشوم کي ایښئ دئ چي زموږ ټولنه اړتیا ورته لري. پرمختللي ټولني په خپلو ټولو سیمو کي د پوهني خدمت په متجانس کمیت او کیفیت سره ځکه عرضه کوي چي دوئ ته مطلوب دا استعداد چي خدای پاک ج هر ځای پیدا کړئ وي، هغه راپورته او وځلیږي څو دا پرزه چي په ټولنیزه دستګاه کي هر ځای ورته اړتیا وي هلته نصب سي. دلته د امتیازیافته درباري نازولئ او بیکفایته اولاد په بهرنیو سیاسي بورسونو باندي یو درزن ماسټریاني او نیم درزن دوکتوراوي وکړي او بیا هم لکه غوړ لوښئ هغسي شین بیرته هیواد ته راستون سي او د دوو خرو وربشي نه سي جلا کولای او هغه با استعداده انسانان چي ددې ټولني د غرقیدونکي کښتۍ ناجیان ثابتیدای سي، هغه د پوهني د سهولتونو څخه محرومه سیمو کي لکه ناتراشل سوي غمي پیدا کیږي او چي غټ سي یا د قاچاکبرو سرتیري کاروان ساتونکي، د بهرنیو مداخلو د سونګ مواد او یا هم ځانمرګي ځني جوړیږي. تر څو پوري چي زموږ مذهبي او سیاسي مشران د بندو دروازو وشا ته د بهرنیانو او د هغوئ د استاذو سره سیاسي معاملات کوي او عام ولس په تیارو کي ساتي او د بهرنیانو او د هغوئ د جاسوسانو په تشو وعدو غولیږي، تل به خپله هم خراب و تراب وي او خپل ولس ته به هم دوینو د لامبو غوټې ورکوي او خاینان به زموږ پر منابعو باندي چړچې کوي. لاندي عکس د سوریې د کوم ښار دئ. د افغانانو لپاره باید ځکه ډیر جالب وي چي د کابل ښار د پخوانیو انځورونو سره ۱۰۰ فیصده ورته والئ لري. دا عکس زموږ لپاره یو پیغام لري چي نور باید ډیکتاټورانو ته اجازه ورنه کړو چي د بهرنیو دولتونو سره د پټو معاملاتو په مټ خپل ولس مینځي او مریان وګرزوي.