کور / تازه خبرونه / د (ميروېس هوتک) فلم ټریلر کوچني اختر ته خپریږي

د (ميروېس هوتک) فلم ټریلر کوچني اختر ته خپریږي

په افغانستان کې په لومړي ځل په (ميروېس هوتک) فلم جوړېږي، چې ويل کېږي دا يو ډېر تاريخي فلم دى، چې ټوله صحنه بندي يې په افغانستان کې شوې ده او افغانان يې هم جوړونکي دي.

په ملي اتل ميروېس خان هوتک باندې د دې فلم د جوړونکي ډايريکټر حسن امين شوب دى، نوموړى وايي چې په دې فلم باندې به يې خوا و شا ٦٠٠ زره ډالر لګښت راځي او کيسه يې د علومو اکاډمۍ د تاريخي پېښو په څېړنه کې تاييد کړې ده.

د دې تاريخي فلم ليدو ته افغانان ډېر لېواله دي، خو اوس مهال يې د خوشحالۍ زېرى دا دى، چې د کوچني اختر په شپه به د فلم لومړنۍ ويډيو يا ټرېلر له مينه والو سره خپور شي.