کور / راپور / اروزګان:معلولينو د احتجاج په ډول د دايمي اوربند غوښتنه وکړه

اروزګان:معلولينو د احتجاج په ډول د دايمي اوربند غوښتنه وکړه

د دوشنبي په ورځ په مرکز ترينکوټ کې لسګونه معلولين د ښار واټونو ته راووتل او د جګړي له شکيلو غاړو څخه يي دسولي غوښتنه وکړه.
دوی د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ داوربند هرکلي کوي او غوښتنه کوي چې دغه اوربند دي يوازي د اختر په شپو ورځو کې نه بلکي دايمي دي شي.
دا ږغ دزيات شمير هغو کسانو دي چي له پخوايي د بدن غړي جګړو تري اخيستي.
په مرکز ترينکوټ کې سلګونه معلولين د احجتاج په ډول دښار واټونو ته راوتلۍ او د جګړي د شکيلو غاړو څخه د سولي غوښتنه کوي.
دغه معلول او معيوبه کسان د افغان حکومت او وسله والو طالبانو د اوربند هرکلۍ کوي خو غوښتنه کوي چي دغه اوربند دي يوازي د اختر په شپو ورځو کي نه بلکي دايمي شي.
دوی وايي د جګړي قربانيان افغانان دي او ګټه يي پرديو ته رسيږي.
له جګړو زوريدلي معيوبه کسان وايي جګړو يي د بدن يو شمير غړی تري اخيستي چې له امله يي دوی په ټولنه کي له کارو بار څخه پاته شوي دي.
دوی غوښتنه کوي چې افغان حکومت او وسله وال طالبان دي په خپل منځ کې د روغي جوړي خبري پیل او جګړي ته دي دپاي ټکي کښيږدي.
دافغانستان څو لسيزه روانې جګړي د نورو زيانونو تر څنګه ميلينونه شهيدان او معلولين تر شاه پريښودلي.
خواوس د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اختر په شپو او ورځو کي يو ځل بیا افغانان سولي ته هيله مند کړي دي، او دغه اوربند په سيمه ييز او نړيواله کچه له تود هرکلۍ سره مخ شوي دي.

راپور: احسان الله ولس يار