کور / راپور / کندهار اطلاعات او کلتور رياست کي د اوربند په ملاتړ غونډه وسوه

کندهار اطلاعات او کلتور رياست کي د اوربند په ملاتړ غونډه وسوه

د کندهارد اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کي د هیواد شهیدانو ارواح د خوښی او د جمهور ریئس له لوري د روژی او اختر په ورځو کي د اوربند اعلانول او جګړی د ختم دپاره د قرآن عظیم الشان د ختم او روژه مات مراسم تر سره سول .
دغه مراسم د یکشنبی په ورځ د اطلاعات او فرهنګ ریاست کی جوړ سوي و چی پکښی کي په ټولنیزو چارو د ولایت مقام مرستیال الحاج اغالالی دستګیري ، په دیني چارو کي د ولسمشر سلاکار وزیر مولوي سردار ځدران ، سرحدي قبایلي چارو کی سلا کار وزیر عبدالغفور لیوال ، اطلاعات او فرهنګ ریئس فضل باري بريالي ،ګڼ شمیر ځوانانو، مدني فعالانو او فرهنګیانو هم ګډون کړی وو.
په یادو مراسمو کي ګډونوالو د الله ج د دربار څخه د شهیدانو لپاره جنت الفردوس او ټپیانو لپاره د عاجلي شفا غوښتنه وکړه او د دایمي سولی لپاره یی دوعاګاني وکړی.
همدا راز ولایت مقام مرستیال اغالالی دستګیری د یاد اوربند هرکلی وکړ او له ځوانانو او دیني علماوو یی وغوښتل تر څو د سولي په راوستلو کی له یو بل سره پوره همکاري وکړي.
همدارنګه عبدالغفور لیوال هم په خپلو خبرو کی د اوربند څخه خوښي څرکنده کړه او د ټاکنو د پروسی اړوند یی معلومات وړاندی کړل او له خلګو یی وغوښتل چي په ټاکنو کي پراخ ګډون وکړي او زیاته یی کړه چی ډیر ژر به د کمیسیون په شته ستونزو باندی بحث وکړي.