کور / راپور / جلال اباد: درې ځانمرګي او يو پوليس وژل سوي دي

جلال اباد: درې ځانمرګي او يو پوليس وژل سوي دي

په جلال اباد ښار کي نن دريو ځانمرګو بريدګرو غوښتل د ياد ولايت د پوهني پر رياست او طب ادارې بريد وکړي، چي د امنيتي ځواکونو په ډزو سره درې سره وژل سوي دي.

په بريد کي يو پوليس هم وژل سوی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼی وايي، امنیتي ځواکونو درې ځانمرګي بریدګر موخې ته تر رسیدو وړاندې ووژل او د دوی له لورې برابر شوی موټر بم یې له زیان پرته خنثی کړ.

د خوګياڼي په خبره، د جلال اباد ښار دویمې ناحیې اړوند د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ادارې څېرمه درې داعش بریدګرو د کرولا ډوله موټر بم په وسیله د تروریستي برید پلان درلود،چې د بیدارو امنیتي ځواکونو له لورې موخې ته تر رسیدو وړاندې ووژل شول ، موټر بم یې له زیان پرته خنثی او درنې او سپکې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې .

لومړي بریدګر د پوهنې ریاست څېرمه په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې وه،دویم یې د طب پوهنځي څېرمه د امنیتي ځواکونو له لورې تر ټپي کېدو وروسته ځانمرګی برید ترسره کړی او دریم یې د امنیتي ځواکونو له لورې په ډزو سره وژل سوی دی .

د چارواکو په وينا، دوی له لورې کرولا ډوله موټر بم چې د پوهنې ریاست او طب پوهنځي ترمنځ درول سوی وو،د امنیتي ځواکونو له لورې له زیان پرته خنثی کړای سو او همدا راز یو شمیر درنې او سپکې وسلې،ګرنیټونه او نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

ننګرهار والي حیات الله حیات په  علمي او پوهنیزو ادارو د بریدونو ترسره کول، د وحشیانو عمل بللی او د خپلو اتلو او بیدارو منسوبینو څخه یې مننه کړې،چې په جلال اباد ښار کې د ځانمرګو بریدګرو له لورې د خونړۍ پېښې د ترسره کولو مخنیوی د دوی په وژلو سره پای ته ورسو.

نوموړي په یاده پېښه کې ۱۵ سطحي ټپیانو ته هم د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او خوښي ښکاره کړې،چې بریدګر ادارو ته تر د ننه کېدو وړاندې په عمومي سړک وژل سوي دي .

ننګرهار په دې وروستيو کي د ګڼو بريدونو شاهد دی چي د ډېرو بريدونو پړه يې داعش وسلوالي ډلي پر غاړه اخيستې ده.