په کندوز کې د برېښنا دوې پروژې پرانستل سوې

Aziz Rahman Hazim | جون 12th, 2018


د افغانستان برښنا شرکت او د کندز والي په کندز کې د منځني او ټیټ ولټاژ توزیعي شبکه او د المان هیواد په مرسته د ۳۰۰۰ کورنیو لپاره د برښنا جوړه شوي بله پروژه پرانېستل او ګټې اخیستنې ته یې وسپارل.

ددې پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د کندز والي عبدالجبار نعیمی، د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب، د کندز د ولایتي شورا استازو، سپین ږیرو او د افغانستان برښنا شرکت یو شمېر کارکوونکو ګډون درلود.
دبرښنا لومړۍ شبکه چې د اسیاپرمختیایي بانک په مالي مرسته د ۲۹ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت تطبیق او پرانیستل شوه،په ۱۶ قریو کې يې ۱۳۱۹۳ کورنۍ تر پوښښ لاندې راوستي.

په دې پروژه کې د کندز ولایت ۱۳۱۹۳ پیریدونکو ته د ۱۶۰،۵ کیلومترو په اوږدوالي د متوسط ولتاژ د شبکې او د ۱۸۸ کیلومترو په اوږدوالي د ټیټ ولتاژ د شبکې جوړول، په مختلفو ظرفیتونو (۶۳, ۱۰۰, ۱۶۰, ۲۵۰) کیلوولټ امپیر لرونکي ۶۵ پایې ترانسفارمرونو نصبول، ۵۹۰۴ پایې، ۱۹۰۰۰ پایې د برښنا یوفاز دیجیتلي میترونه، ۱۱۱۴ پایې د برښنا درې فازه دیجیتلي میټرونه شامل دي.
دوهمه پروژه چې د دوست هېواد المان په مالي تمویل سره بشپړه او پرانستل شوه،لګښت يې درې میلیونه او دوه سوه زره امریکايي ډالره کیږي، چې په دې سره هم ۳۰۰۰ کورنۍ له برښنا برخمنې شوې.
دهمدغو سترو پروژو دپرانستې لپاره د افغانستان برښنا شرکت رئیس انجنیر امان الله غالب کندوز ته تللی ؤ.
کندوز والي عبدالجبارنعیمي او دبرښنا عمومي رئیس انجنیر امان الله غالب په همدې موخه جوړې شوې لوی غونډې ته خبرې وکړي
د ولایت رهبري لومړی د دغو سترو پروژو د تطبیق له امله د کندوز خلکو ته د مبارکي ویلو تر څنګ زیاته کړه چې د عامه خدمتونو د لاپراختیا په موخه دې ټول خلک د برښنا مصارف پر وخت تحویل کړي او هم دې د ټولګټو پروژو په ساتنه کې په ملي مسؤلیت سره کار وکړي.
کندوز والي وویل:(( موږ ژمن یو چې د کندوز تر کلي او کور پورې برښنا ورسوو،موږ غوښتنه کوو چې ټول باید د خپلو سیمو په امنیت او خوندیتوب کې د ملي ځواکونو سره بشپړه همکاري وکړي،ترڅو دعامه خدمتونو لمن پراخه شي.))

Copyright Larawbar 2007-2024