کور / سياسي / اوربند/ د پردیپالو سرخوږی

اوربند/ د پردیپالو سرخوږی

ليکنه: حامدالله ستون

د اوربند په اړه د ولسمشر غني امر او بیا د وسلوالو طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند اعلانول د افغان ولس په زړونو کې هغه هیلې په څپو راوستې، چې مخکې به یې یوازې تصور کېده. مونږ افغانانو د سولې لپاره څه نه وو، چې ومو نه کړل؟ د ولس له خوا پرلتونه، لاریونونه او ان تر دې، چې له هلمند څخه تر کابله په سوونو کیلو مټره په پښو مزل او داسې ډېرې نورې قربانۍ مو ورکړې، چې په نړۍ کې یې تقریبا ساری نه لیدل کیږي.

خو کله چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د کوچني اختر په رارسېدو اوربند اعلان شو، نو له ولس څخه ټولې ستړیاوې، ناهیلۍ، دردونه او تکلیفونه له یاده و وتل او د دغه اوربند یې دومره تود هرکلی وکړ، چې حتی د هر افغان په سترګو کې له خوښۍ اوښکې وځلېدې. په ټولنیزو رسنیو کې هر افغان د خپل ځان په استازیتوب دغه نوښت ته ښه راغلاست و وایه او دواړه لوري یې په بې مثله الفاظو وستایل.

دا مهال ټول افغانان دغه اوربند ته دومره خوشبینه دي، چې که خدای وکړي، د ښکېلو خواوو په زړونو کې دا رحم پیدا شي، چې د اوربند موده نوره هم وغځوي او په برکت یې له متداومې سولې څخه برخمن شو.

خو له دې سره سره اوس یو شمېر پردیپالو بله کیسه پیل کړې ده. په دې ټول پوهیږو، چې د اوربند نوښت به په هغو استخباراتي کړیو او پردیپالو کسانو ډېر قېمتي تمام شي، چې شخصي ګټې یې یوازې په جګړه کې نغښتې دي او د سولې په راتلو سره یې خپل ناوړه او کرغېړن خوبونه په اوبو لاهو کیږي.

دوی د ډالرو په نشه او د پردیو د غلامۍ تر بوج لاندې داسې څه خپروي، چې غواړي په دې سره د دواړو لور تر منځ بې باوري رامنځ ته کړي، چې که خدای کول، په دې موخه کې به هېڅکله بریالي نه شي. هغوی چې دا کلونه کلونه د ولس د سرنوست واګې په خپل لاس کې اخیستې وه، اوس به دا قوت ونه لري. دا مهال په دې فکر کې دي، چې څنګه وکولای شي، د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو تر منځ د خپلو ناوړه افکارو په خپراوي سره یو چاک راولي او یو پر بل یې باور ته زیان ورسوي.

دا کسان چې په حکومت کې برحاله دندې لري او لویې څوکۍ یې په لاس کې دي، فکر کوي، چې د حکومت له ادرس څخه به په خپلو خبرو د وسلوالو طالبانو باور له منځه یوسي او هغوی به بېرته په شا کړي او یا لږ تر لږه تر اوربند وروسته به د سولې روانو هڅو ته زیان واړوي، چې انشالله داسې به هېڅ نه کیږي.

زه د یوه افغان ځوان په توګه له لاندې درېیو خواوو څخه درې غوښتنې لرم:

لومړی حکومت ته وایم، چې هڅه وکړي، څو لږ تر لږه که د دغو ناوړه اشخاصو خوله نه شي بندولی، د طالبانو له خوا پر دوی باندې د کړي باور ساتنه او محافظت وکړي.

طالبانو ته وایم، چې تاسو ته تر ټولو ښه معلومه ده، چې د سولې یو لوی خنډ همدغه پردیپال دي، چې د شخصي ګټو د نه خوندیتوب له کبله جګړه غځول غواړي. تاسو د هغوی په خبرو هېڅکله مه ناهیلي کیږئ. که څه هم دوی په حکومت کې دخیل دي، خو هېڅکله د حکومت استازیتوب نه شي کولئ. دوی چې هر څه کوي، ویې دې کړي. ستاسو خبرې یوازې تر ولسمشر غني او رښتینو افغانانو پورې محدودې دي او بس.

له ولس څخه مې غوښتنه دا ده، چې په پراخه توګه د دواړو لورو د پخلاینې لپاره هڅې وکړئ. که پرديپال هرڅه وايي، تاسو یې په ټولنیزو رسنیو کې خبرو ته انګازه مه ورکوئ. هغوی پرېږدئ چې هرڅه وايي ودې یې وايي. یوازې خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ. رنګ به هرو مرو راوړي.

په درنښت!