کور / تازه خبرونه / مصر د فرعون كښتۍ نندارې ته وړاندي كوي

مصر د فرعون كښتۍ نندارې ته وړاندي كوي

د مصر حكومت وايي غواړي د خدايي د دعوه ګير فرعون كښتۍ نندارې ته وړاندي كړي.
د لرغونپوهانو په وينا له دې وروسته به د مصر د اهرامونو كتونكي سيلانيان د دغي كښتۍ ننداره هم كوي.
مصري لرغون پوهانو دغه ۴۵۰۰ كلنه كښتۍ په ۱۹۵۴ كال وموندل، چي په وينا يې د هغه مشهور فرعون كښتۍ ده، چي د قرآني تاريخ په وينا يې د خدايي دعوه كړې وه.
 د مصر چارواكي وايي دغه كښتۍ يې مخكي له دې بيري نندارې ته نه وړاندي كوله، چي د سيلانيانو د ليدلو پر وخت به كښتۍ زيانمنه سي، خو اوس د جاپان د لرغونپوهني انستيتوت داسي ماشينان پكښي نصب كړي چي د كښتۍ دننه برخه له دباندي څخه ليدل كېداى سي.
اسلامي تاريخ پوهان وايي د نړۍ په تاريخ كي ۲۳ فرعونه تېر سوي چي د خدايي دعوه كوونكى مشهور فرعون يې نونسم كس وو، چي د خداى (ج) پيغمبر حضرت موسى (ع) ورسره مبارزه كوله، او وروسته الهي عذاب ورباندي مسلط سو او له خپلو پوځونو سره د نيل په سيند كي غرق سو .