کور / تازه خبرونه / امريكا اېران ته دوې اونۍ وخت وركړ

امريكا اېران ته دوې اونۍ وخت وركړ

د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزارايس وايي اېران د خپل اټومي پروګرام د بندولو دپاره فقط دوې اونۍ وخت لري.
كاندوليزا رايس چي د آيرلنډ په شنون ښار كي يې يوې خبري غونډي ته وينا كوله، وويل چي كه اېران په دوو هفتو كي خپل اټومي پروګرام ونه دروي او د نړيوالي ټولني غوښتنو ته سنجيده ځواب ونه وايي په مقابل كي به د امريكا له سخت غبرګون سره مخ سي.