کور / راپور / د نیمروز مرستیال والي:د تېر په پرتله به راتونکې ټاکنې شفافې وي

د نیمروز مرستیال والي:د تېر په پرتله به راتونکې ټاکنې شفافې وي

د نیمروز مرستیال والي سردار محمد همدرد تېره ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې و ویل، چې راتلونکې پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د تېر په پرتله شفافې او د باور وړ وي. نوموړي تېره ورځ د رسنیو په وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیو د سرپرست او د نفوسو احوال د ثبت مدیر په موجودیت د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په اړه معلومات وړاندې کړل. هغه و ویل، د نیمروز ولایتي اداره به د ټاکنو د شفافیت لپاره خپلې ټولې هڅې په کار اچوي او په دې برخه کې به ولس او مرکزي حکومت ته ډاډ وړاندې کوي.

د ښاغلي همدرد په خبره چې دا مهال په نیمرزو ولایت کې په ټاکنو کې د ګډون په موخه شاخوا (۷۶۱۸۱) کسانو نوم لیکنه کړې ده، چې له دې جملې څخه (۵۲ زره) نارینه، (۲۳ زره) ښځینه او شاوخوا (۳۴۰) تنه یې کوچیان دي.

د دغه کنفرانس په ترڅ کې د نیمروز ولایت د ټاکنو د خپلواک کمیسیو سرپرست فرید احمد رحیمي و ویل، چې په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي په موخه منظم سېسټم لري او په دې برخه کې د خپلې ادارې له لوري ډاډ څرګندوي. نوموړي زیاته کړه، هغه کسان چې په ټاکنو کې د برخه اخیستو په موخه نوم لیکنه کوي، له بشپړ مشخصاتو سره یې ثبتوي او د دویم او درېیم ځل لپاره یې د نوم لیکنې مخنیوی کوي. د رحیمي په خبره چې دا مهال خلک په پور لېوالتیا سره نوم لیکنه کوي او د نوم لیکنې بهیر خوار چټک روان دی.

د کنفرانس په اوږدو کې د نفوسو احوال د ثبت مدیر یحی نورزي و ویل، هڅه کوي، څو د پېژندپاڼو په توزیع کې له پوره دقت څخه کار واخلي او د دویمې او درېیمې پېژندپاڼې د وېش مخنیوی وشي. د یحی په خبره چې تر دې مهال هېڅ داسې اسناد نه لري، چې ګواکي چا دې د دویم ځل لپاره پېژندپاڼه اخیستې وي.

په نیمرزو ولایت کې دا مهال یوولس کسانو د ولسي جرګې او شاوخوا څلوېښت کسانو د ولسوالیو شواراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.