کور / کیسه / اوربند / لنډه کيسه

اوربند / لنډه کيسه

ليکنه: عبد الرقيب سائل

ـ اخر تر کله به مې زوی نه راځي!؟

ـ دا ځل به یې را کېنوو. نور به یې جهاد بس وي.

کاکۍ پر سپین سر شین ټیکری را سم کړ. دوه مړې اوښکې یې پر مخ را روانې وې. هغې خپل خاوند ته مخ ور واړوه.

ـ هی هی! هغه به یې نو ومني!

د هغې خاوند پښې ور ټولې کړې. په چورت کې و. وې ویل.

ـ واده به یې ورته بهانه کړو.

کلونه کېږي، چې د دوی ځلمی زوی طالبانو سره په ګروپونو کې ګرځي. کلي ته چې هر وخت نا څاپي جنازې راشي. کاکۍ دوی یې خپل ځلمۍ زوی ګڼي. وايي، زوی یې له وړوکوالي له مدرسې طالبانو سره تللی. څه وخت یې هېڅ درک نه ور لږېده، خو دوه کاله وروسته یو شپه ناوخته یې د خپل کور دروازه ور ډبولې ده.

کاکۍ ترور وايي: له دې زویه یې لاس وینځلی دی.

هغې خپل خپلوانو ته کېسې کړې، چې دوی به یو اختر او بل اختر له خپل زوی سره په لرې کلي کې یوازې د یوه ساعت لپاره لیدل. همدا یې ژوند و.

د دوی په ځلمي زوي ۲۸کلونه اوښتل. هغه په سنګرونو ګرځېده. مور او پلار یې په ځوانۍ زاړه معلومېدل. د کاکۍ خاوند ویل؛ نوره حوصیله نه ده ورپاتې. د هغه هېلې ور مړې وې. خواته یې پر تور رنګې وړې راډيو لاس کېښود. چېنلونه یې اړول. یو وار یې د ولسمشر اشرف غني غږ واورېده. نور ترې هغه ځای اخوا دېخوا کېده. د کاکۍ خاوند ډېر په ورو ـ ورو د راډيو توکمه تاووله. هغه ازادي راډيو ونیوله.  د راډيو انتن یې په خوله نیولی و.

د کاکۍ خاوند واورېدل، چې په راتلونکي کوچني اختر کې دواړو لورو (حکومت او طالبانو) اوربند اعلان کړی دی. یعنې هېڅ یو به په دې اختر کې پر یو بل بریدونه نه کوي.

د کاکۍ خاوند په ځای کې نېغ را کېناست. په زوره یې کاکۍ ترور ته غږ کړ.

ـ هله!!! دا څه وايي!؟

د کاکۍ لاسونه په اوړو وو. پر کوټې را دننه شوه. ویې ویل:

ـ څه در وسو.

ـ اختر کې طالبانو او حکومت اوربند اعلان کړی.

د کاکۍ پر اوربند سر نه ور خلاصیده. خاوند یې وویل:

ـ یعنې زوی به دې په خیر کور ته راسي او څوک به ورته هېڅ هم نه وايي.

د کاکۍ له خوښۍ په سترګو کې اوښکې ډنډه شوې. خدای ته یې لاسونه لپه کړه.

ـ زوی مې خدایه سلامت راولي او جنګ نور بس کړې خدایه.

۱۳۹۷لمریز،غبرګولې۲۰مه

کابل ـ کلوله پوشته