کور / اقتصادي / په شانګهای سازمان کې د افغانستان د دایمې غړیتوب چانسونه شته

په شانګهای سازمان کې د افغانستان د دایمې غړیتوب چانسونه شته

ليکنه: همایون نایل
د شانګهای د همکارۍ سازمان چې د چین، روسیې، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د پولې او سیمې د امنیت د خوندیتوب او اقتصادي پرمختګونو لپاره جوړ شوی، په ۱۹۹۶ کال کې د شانګهای پنځه په نامه د یو توافق له مخې رامنځته شو چې په افغانستان کې د امریکا له حضور سره یعنې په ۲۰۰۱ کال کې په رسمي ډول د شانګهای د همکارۍ په سازمان بدل شو.
اصلي برخوال یې چین او روسیه دي؛ خو د سیمې نورو هېوادونو لکه قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان یې غړیتوب درلود.
تېر کال هند او پاکستان هم د دغه سازمان دایمي غړي شول، په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان او هند کې د ترهګریزو فعالیتونو او د ترهګریزو ډلو تمیولونکی ګڼل شوی دی.
افغانستان لا تر اوسه د دغه سازمان د څارونکي په توګه برخه اخلي؛ خو روان وضعیت ته په کتو، هیله شته چې افغانستان په دغه سازمان کې دایمي غړیتوب ترلاسه کړي، کوم چې د سیمې او افغانستان د امنیت لپاره خورا مهم دی.
دا ځل ولسمشر غني په دغه سازمان کې په داسې حال کې ګډون کوي چې د سولې په اړه په افغانستان کې د کابل د پروسې دویمه ناسته څو میاشتې وړاندې ترسره شوې او د افغان حکومت له خوا طالبانو ته یو بيقید او شرطه وړاندیز شوی او تر ټولو مهمه دا چې د وسله والو طالبانو لپاره د حکومت له خوا نهه ورځنی اوربند اعلان شوی کوم چې د همدې سازمان غړو هېوادونو یې هر کلی کړی او دغه ګام یې ستایلی دی. همدا راز د ولسمشر غني تګ دغې سازمان ته په داسې حال کې تر سره شو چې د راتلونکي کمکي اختر د درې ورځو لپاره د طالب وسله والې ډلې له خوا د اوربند اعلان هم وشو او ورسره امریکا او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د داعش ډلې پر ځپلو ټینګار وکړ، ویې ویل چې د دغه اوربند په موده کې به دوی د داعش ډله لا ډېره وځپي.
ولسمشر غني په دغه سازمان کې د خپلې وینا پر محال وویل: “زه خوشحال یم چې طالبانو د اختر په ورځو کې زموږ اعلان شوی اوربند ومانه، دا په ۲۳ کلنو کې لومړی ځل دی او زه له تاسو غواړم چې د افغانستان د سولې د خبرو په برخه کې مرسته وکړئ.”
د شانګهای سازمان غړي هېوادونه لکه چین، رووسیه او نور تر بلې هرې ډلې له داعش څخه د ځان پروړاندې ګواښ ویني، که په افغانستان کې له طالب وسله والې ډلې سره روان اوربند اوږدېږي او د سولې خبرې ورسره ښې کېږي، افغان امنیتي ځواکونه او ناټو به د داعش ډلې په ځپلو پسې لا چټک شي چې د دغه سازمان د هیلې د پوره کېدو لپاره مهم ګام ګڼل کېږي او سیمه ترې خوندي کېږي.
په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر ملا عبداسلام ضعیف، سیاسي کارپوهانو او په ټوله کې افغان ولسونو هیله څرګنده کړې چې د دواړو لورو له خوا دې د دغه اوربند موده زیاته شي.
د چین دولتي خبري اژانس سینهوا ویلي و چې د شانګهای د همکاریو سازمان یوه ډېره عمده دنده د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د مبارزې دوام دی او د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې پياوړي کول دي او دغې مسلې ته یو خو وخت را رسېدلی او بل افغان او امریکايي ځواکونه ورته متوجه شوي دي. امریکا هم دلته د روسيې له ګواښونو په کراره نه شي کېناستی او مجبورېږي چې د داعش ډلې پر وړاندې فعالیتونه تر سره کړي.
هند چې په سیمه کې ځان د چین اقتصادي سیال ګڼي، د روسیې او چین د (یو کمربند یوې لارې) له نوښت سره یو څه مخالفت ښي، پر پاکستان فشارونه زیاتوي چې د طالب وسله والې ډلې له تمویل څخه دې لاس واخلي، کومه چې د سیمې د امنیت لپاره ستر ګواښ دی او دغه سازمان یې د حل په موخه کلنۍ غونډې کوي. د هند دغه اقدام به د سیمې د امنیت په موخه د سازمان فشارونه پاکستان ته متوجه کړي.
افغانستان په سیمه کې د خپل جغرافیه وي موقیعت له مخې په دغه سازمان کې د غړتوب لپاره خورا مهم دی؛ ځکه چې د پاکستان له لوري ورته راغلې ترهګریزې ډلې دلته فعالیتونه کوي او د سیمې نورو هېوادونو ته ورته د پله حیثت هم لري او له بلې خوا دغه سازمان په افغانستان کې د دې ډلو او د مخدره توکو د مخنیوۍ هیله هم لري.
په اقتصادي چارو کې دغه هېواد کولای شي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه سره ونښلوي او د سیمې د اقتصادي وضعې په بهبود کې خورا مهم ثابت شي.
د هغه کمربند او یوې لارې له انتخاب څخه به هم دغه هېوادونه خلاص شي چې د ترهګرۍ د خپرېدو له امله ترې وېره لري.
تېر کال د چین د بهرنیو چارو مرستیال چینګ ګوپینګ ویلي ول چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غوړېدو کې د نورو هېوادونو رول مهم دی.
که چېرته افغانستان د دغه سازمان غړیتوب پیدا کوي، له یوې خوا به یې په کور دننه امنیت ښه شي، اقتصادي پرمختګونه به یې زیات شي او له بلې خوا به یې د سیمې له هغه هېوادونو سره اړیکې هم ښې شي چې د افغانستان لپاره یې هر کله د بد ګاونډي خوصوصیات صادر کړي دي.
لکه د هند او چین تر منځ چې یو وخت یې د هومالیا په غرونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه شوې ده؛ خو اوس په یو سازمان کې د غړیتوب له امله د اقتصادي ودې لپاره په ګډه کار کوي.
ان ویل شوي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان د سخت دریځو اسلامپالو له خوا د راپورته کېدونکو ګواښونو د مخنیوي او له افغانستان نه د نشه يي توکو د قاچاق له منځه وړلو په موخه جوړ شوی، چې د دغو ستونزو د حل په موخه د افغانستان دایمي غړیبتوب له دغه سازمان سره له شک پرته مرسته کولای شي.