کور / تازه خبرونه / د قرانکریم او سیرت النبي ستوري وټاکل شول

د قرانکریم او سیرت النبي ستوري وټاکل شول

د کابل ښار د دولتي او خصوصي ښوونځيو د سل زره زده کوونکو ترمنځ د قرانکریم او سیرت النبي  ستوري مقام د ګټلو لپاره رقابتي سیالۍ وشوې، چې په پایله کې نن چهارشنبه (۲۳ غبرګولی) د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکي د یوې لویې غونډې په ترڅ کې اعلان شول.

دغه سیالۍ د کابل ښار د بېلابېلو ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ هر کال د روژې مبارکې میاشتې په لړ کې جوړېږي.

سږ کال د قران کریم ستوري مقام د ګټلو لپاره د (۱۲-۴) ټولګي د زده کوونکو او د سیرت النبي  ستوري مقام د ګټلو لپاره د (۱۲-۷) ټولګي د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ د یوه معتبر ژوري پلاوي لخوا څارل کېدې، چې تر دریو سختو رقابتي پړاونو وروسته د لومړي، دویم او درېیم مقام ګټوونکي وټاکل شول. د نجونو زده کوونکو له مینځه د کابل ښار د مستورې غوري لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې شګوفې لومړی مقام خپل کړ او په دې ترتیب یې د قران ستوري لقب ویاړ وګاټه. د عبدالمجید مصطفی غزنوي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکې زهرا د قران ستوري سیالیو دویم او د مومنه خاټول لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکې شازیې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د هلکانو زده کوونکو ترمنځ بیا د غلام حیدرخان د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکي عبدالباري ته د لومړي مقام په خپلولو سره د قران ستوري لقب ویاړ ور په برخو شو. د آزادي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي حبیب الله د یادو سیالیو دویم مقام او د انصاري لېسې د لسم ټولګي زده کوونکي نویدالله بیا درېیم ځای خپل کړ.

 دغه راز د سیرت النبي  د ستوري مقام ګټولو لپاره هم د کابل ښار د زرګونه زده کوونکو ترمنځ سیالي وشوه، چې په ترڅ کې یې د سیدال ناصري لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې نیلوفر د لومړي مقام په ګټلو سره د سیرت النبي  د ستوري لقب ویاړ تر لاسه کړ.

د یادو سیالیو دویم ځای د شیخ المشاېخ لېسې د یوولسم ټولګي زده کوونکي عبدالله او درېیم ځای د سیدال ناصري لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې سوریې خپل کړ.

د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي د قران ستوري او سیرت النبي  سیالیو د جوړېدو له امله د کابل ښار د پوهنې له ریاست څخه مننه وکړه، د قرانکریم د عضمت او د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د نېکو اخلاقو او کړو وړو په اړه یې خبرې وکړې. ښاغلي بلخي له زده کوونکو وغوښتل، چې د ژوند ټولې برخې د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د سیرت مطابق عیارې کړي، ځکه د دنیوي او اخروي کامیابۍ یوازینۍ لاره همدا ګڼل کېږي.

د کابل ښار د پوهنې رییس ډاکټر ضمیر ګوارا مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادو سیالیو په تړاو، چې په کلني ډول د کابل ښار د زده کوونکو ترمنځ جوړېږي مالومات وړاندې کړل.

د غونډې په پای کې د پوهنې د سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، د اسلامي زده کړو د مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم، د ښوونیز نصاب د پراختیا رییس ډاکټر اسدالله محقق جهاني او یو شمېر نورو چارواکو له لوري د یادو سیالیو ګټوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.