کور / خبرتیا او پيغامونه / په لندن کې د اختر لمانځه ته خبرتيا!

په لندن کې د اختر لمانځه ته خبرتيا!

 د کوچني اختر  د مبارکۍ پيغام

په بريتانيا کې  د مېشتو افغانانو ټولنه،  د سپېڅلي  روژې  په پای کې، ددې مبارک  کوچني اختر  په مناسبت، تاسو  ټولو لروبرو او په نړۍ کې  خوَرو وَرو افغانانو، په  بريتانيا کې اوسيدونکو  وطنوالو او د نړۍ  يونيم مِليارد مُسلمانانو ته  مُبارکي  وايو .

روژې، پرهېزونه، لمنځونه  او  عبادتونه  مو قبول  شه .

د ټولنی رهبري هيئت، په داسیِ حال کې چې په جنګ ځبلي ګران افغانستان کې د اختر د ورځو د دوه اړخیز اوربند رښتينوالي، اوږدیدو او کاميابۍ ته، له ډارنیِ اُمیدوارۍ سره، د دُعا لاسونه لپه کړي دي، له تاسو ټولو قدرمنو نه هيله او غوښتنه کوي چې، په دې دُعا کې د ګډون سره سره،  د سپيڅلتيا او دُعاګانو په دې مهال، د دې  مبارک اختر د  لمانځه په پای کې، زموږ  په محبوب تاريخي  هېواد افغانستان کې  ددې روان  ملت وژونکي  اوږده  وحشي جنګ او د افغانستان د تاريخي دُښمن سره شریک فريبکاره اشغال د ختم، زموږ د تاريخي پراخ هېواد د سراسري مِلي وحدت، د ډېر مُستحکم، ډېر زورور، ډېر عادِل او قانونسالار مرکزي حاکميت د تائمين او وُلسي ښېرازۍ دپاره دُعا وکړئ .

د اختر لمونځ   به  د اختر په اوله  ورځ،  د ګهيځ په لسوبجو، د پخوا په څېر، د ټولنیِ په مرکز کې ترسره کيږي .

تر لمانځه، دُعاوو او مُبارکيو  وروسته،  د ځوانانو د مېلو،ساتېريو او افغاني اتڼونو دپاره وخت او ځای په پام کې نيول شوي دي .

د  رهبري هيئت له خوا

: دټولنیِ پته

West Acton Community Centre
Churchill Gardens
London W3 0JN
02089938168

سيدجان کارواني

 د ټولنیِ افتخاري