کور / خبرتیا او پيغامونه / د لراوبر خپرنيزي ادارې د اخترمبارکۍ پيغام

د لراوبر خپرنيزي ادارې د اخترمبارکۍ پيغام

د لراوبر خبري او خپرنيزي ادارې مشرتابه او کارکوونکي د نړۍ مسلمانانو په ځانګړې توګه په لراوبر وطن کي دننه او بهر د لراوبر افغان وطن ټولو ولسونو ته د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو له امله مبارکي وړاندي کوي.
د لوی خدای له درباره هيله لري چي د ټولو مسلمانانو عبادتونه او روژې به په خپل لوړ دربار کي قبولي او مقبولي وګرځوي او د همدې مظلوم اولس په حق کي د ټولو مسلمانانو دعاګاني قبولي کړي.
.خدای دي دا اختر او راتلونکي وختونه د هيواد او هيوادوالو لپاره د سولي او آرامۍ وختونه کړي

لراوبر اداره د هيواد په ګوټ ګوټ کي د امن او ټيکاو لپاره دلوی الله دربار ته لاسونه لپه کوي چي پر افغان ملت د خوښۍ، آرامۍ او امن وختونه پېرزو کړي او له دې وطنه د جګړې کمبله د تل لپاره ټوله کړي.
په ځانګړې توګه ددولت او طالبانو لخوا د اختر په مناسبت د موقت اوربند اعلان ستايي او د اوږديدو غوښتنه يې کوي.
په ازاد وطن کي له هلمنده تر کابله د سولي کاروان ستاينه کوي او د امکان تر بريده يې له همکاريو درېغ نه کوي، همداسي په محکوم وطن کي د پښتون ژغورني غورځنګ د سوله ايزي مبارزې او انسان ژغورني تګلاري ملاتړ او همکاريو ته تيار يو.
کوچنی اختر مبارک سه!

د باامنه او سوکاله لوی افغانستان په هيله.

په درناوي
لراوبر خبري او خپرنيزه اداره