کور / سياسي / د اوربند ګټې او ګواښونه

د اوربند ګټې او ګواښونه

لیکوال: هدایت الله پکتین

افغانستان د لویو قدرتونو مرګ ځای دی چې تاریخ یې ګواه دی، د نړۍ  په هر ګوټ کې چې چاه ثروت او قدرت تر لاسه کړی، زمونږ د ګران هېواد نیولو نقشه یې جوړه کړې. دغۍ خاوري  نیولو پسې یې لاسونه را بډ وهلي،  خو له نېکه مرغه تر اوسه هېڅ یرغل ګر په دې ندی بریالی شوی چې زمونږ دا سپيڅلې خاروره خپله کړي، دلته له قدرت شور او ځواک سره راغلي، خو په شرمونکو ماتو سره مخ شوي، دا په دې مانا نه ده چې زمونږ د خاروې وګړي کمزوري دي، چې هر څوک خپل زور پر مونږ باندې ازمويي، مونږ ورته ناتوانه ښکارېږو، بلکه دا د افغانانو غښتلتیا او زغم ښکاره کوي. د ځواک او سیتم پر وړاندې دا هغه ګام دی چې هېڅکله د تېري او ځواک ویره نلري بلکه دوست پال او ارزښت پاله دی. مکار دوښمن هم زمونږ له دغه ځانګړنو په ښه توګه ګټه پورته کوي، هغوي د داخلي جاسوسانو، ناځوانه ګاونډیانو او دوستۍ  څخه په کټې اخیستنې زمونږ دغه سپېڅلې خاره نیولې، خو خپله کړې یې نه ده. کله چې په دغه خاوره لکه مخکې مو چې یادونه وکړه دغه خاوره په چل او نیرنګ دوښمن لخوا نیول شوې، افغانانو په ډېره مېړانه له خپل ملکه شړلي. خو له بده مرغه د دوښمن له شړلو ورسته په خپلو کې سره نښتي، بیا دوښمن د افغانانو له بې اتفاقې ګټه پورته کړې او د دغې پاکۍ خاورې نیولو تکل یې کړی. افغانانو هر یرغل ګر ته غاښ ماتونکو ځوابونو په ترڅ کې زیاتره قربانیاني په خپله هم لیدلې. همدارنګه له تېرو څلور لسیزو را پدې خوا ځینو نړیوالو او سمیزو هیوادونو د ملی او مذهبي ارزښتنو څخه په کټې اخیستنې، افغانستان کې اور بل کړی او په دغه خاوره د جګړۍ تودیدو سکروټو ته پوکی کوي، د افغانانو له وینو خپلې ګټې خړوبوي. افغانان د پرديو په لمسون یو بل وژلو کې لګیا دي د یادې جګړې عمر چې له څلوېښتو کلونو اوړي زیاتر قربانیان یې افغانان دي. د یادو جګړو په ترڅ کې مو د انساني او ملي شتمنیو ترڅنګ ملې او دیني ارزښتونه هم له لاسه ورکړل. ښه ما او تا خپل وطن وران کړ که ګټه مو وکړه؟ کټه پاکستان وکړه، کټه آمریکا وکړه، کټه ایران وکړه، هېوادوال زمونږ جلا وطن شول، اړینه بولم چې یادې جګړې نه یواځي انسانان وځپل بلکي مرغان او حیواناتو هم له دغو ناورینونو څخه په آمان نه ول. څو ورځې وړاندې د چاپیریال ساتنۍ اداري راپور له مخي په افغانستان کې له یوسلو شپېتو څخه زیات ډوله مرغان موجود وه، چې له جملې څخه یې د جکړو له وجې زیات شمېر د له منځ تلو په حال کې دي. او خپل وطن پرېښودو ته اړه شوي. د یادو جکړو په ترڅ کې په افغان ملت او افغان  خاوره هغه ډول جنیاتونه تر سره شول چې قلم یې لیکلو څخه ناتوانه ده، هر کور له ویر او غم سره بلد شوی، هره کورنۍ د یادو جکړو په توره لګیدلې، د یادو جکړو له کبله هرانسان سره د غم او درد پوره کیسې شته، د دغو جګړو له برکته هر کور کونډه لري، داسې کور به پیدا نګړې چې هلته مور زوی له لاسه نه وي ورکړي، خور ورور له لاسه نه وي ورکړی او داسې نور.

له تېرو پېښو تېریږو چې څوک ملامت دي او څوک سلامت تاریخ د هغوۍ په اړه لګیا ده چې غله او پردو ګټو ته ژمن به یو په بل پسې رسوا کړي.

راځو چې د افغانستان روانۍ جګړۍ ته کتنه وکړو:

  په (۲۰۰۱ز)کال کې آمریکا پر مشرۍ نړیوالو ځواکونو د ترهګرې پر وړاندې جګړه پیل کړه، آمریکا د طالبانو داخلي مخالفینو او بهرنیو هیوادونو په مرسته افغانستان باندې حمله وکړه، په ډیره لنډه موده کې یې د طالبانو نظام رانسکور کړ. اوس پوښتنې دلته پیدا کېږې چې امریکا د نړیوالې ترهګرې پر وړاندې جګړه پیل کړي وه ولي  یاده جګړه د افغان پولو پورې محدوده شوه؟ ولې د یادې جکړې قربانیان یواځې افغانان وګرځیدل؟ په داسې حال کې چې هغه څوک چې آمریکا ترهګر بلل د افغان له خاورې بهر را څرګند شول. دا هغه پوښتنې دې چې آمریکا یې باید ځواب کړي. همدا رنګه کله چې آمریکا په (۲۰۰۱ز)کال کې د ترهګرې پر وړاندې مبارزه پیل کړه دوی  ویل چې مونږ په افغانستان کې له دو ترهکریزو ډلو سره جنګیږو، د امریکا اولس کلنې مبارزي څخه وروسته اوس په افغانستان کې له شلو زیاتې ترهګریزې ډلې فعالیت کوي دا د امریکا اولس کلنې مبارزي پایله ده. له دې څخه جوتیږې چې یاده جکړه پرمونږ باندې تپل شوي ده، مونږ د جګړۍ هغه قربانیان یو چې هم مړه مونږ یو او هم پړ،هغه وخت چې یاده جکړه پيل شوه هغه محال زه نهه کلن وم او هغه ورځ مې نن هم له یاده نه وځې چې زمونږ په ولسوالی باندې هوای بریدونو زمونږ ولسوالی وړزوله او د وحشت او ډار څپې خپرې وي خو بیا هم خلکو انګیرله چې  په افغانستان کې به نوره جګړه ختمه شې، د خلکو په خوښه به دولت را منځ ته شې او د خلکو دسترخوانونه په ډک شې،ماشومان به یې په تعلیم سمبال شئ، خو له بده مرغه هرڅه بل ډول شول، هغه کورنۍ چې د دسترخوان د پراخیدو خوبونه يې لیدل له هغو څخه یې هغه غربې دسترخوان یې هم واخیسته او هغه پلار چې د خپلو بچیانو لپاره د روښانه راتلونکې تمه درلوده د جګړۍ له برکته هغه ماشومان د پلار نعمته  بې برخې شول، نن مو په مسجد،مدرسې روغتون، لوبغالي او نور عامه ځایونه دویرې څپې خپرې دي، د افغان په خاوره د میاشتۍ سلګونه بمونه غورځول کیږې، د کابل په ګډون د افغانستان ښارونه، ولسوالې، کلي اوبانډې بی رخمه ځانمرګي بردنو څخه خوندې ندي، د دغه بد مرغه جګړې په ترڅ کې افغانانو تیر زخمونه چې د ملحم په تمه وه نور هم په ناسور کړل، هر خوا وژل کیږې د شهید حطاب ورته کیږې د ملت په ګډون جکړي ښکیلې لورې هم په شک کې دې چې څوک شهید او څوک نه، دغه جګړۍ د تیرو ناخوالو روغ پاتې شوې زړونه هم په درد راوستل، هغه کونډه چې د تیرو جګړو څخه ورته پاتې یتیم سره د سوکالهژوند خوبونه لیدل هغه یتیم یې هم تر واخست او هغه کونډه یې بوره هم کړه، د هر چاه هیلې په ناهیلیو بدلي کړي،هغه کدرونه چې د افغانستان پرمختګ هیلې ورسره تړلي وه نن د مهاجرینو کمپونو کې د زلت ژوند تیروي، دا ده د غښتلی ملت حال چې نسلونه یې د جګړو ښکار شوي  دا وه د اولس کلنې جکړۍ لاس ته را وړنې، په دې اولس کالنو کې پرته له بدبختي افغان ژړولو افغانستان ورانول ما بله کومه لاس ته راوړنه ونه لیدله، زما په څیر د ډیري ځوانان ژوند سولی ته په تمه کې تیرشو، له بد مرغه زیاتره ځوانانو په همدې ارمان سره چې سوله راځې د بدمرغه جګړۍ ښکار  شول، د څلویښتو کالونو راهیسې د افغانانو له خولو یواځې دا کلمه اوریدل کیږې چې سوله غواړو، د جګړي ښکیلو خواو ته د سولۍ او اشتۍ لمن غوړي دا په داسې حال کې ده چې په یادو جګړو ښکار همده عام وګړي دي دوي له خپلو دردونو تیریږې او سول تیرې غواړي سوکاله ژوند ته یې را بولي، خو څلویښت کاله وروسته د افغانانو غوښتنو ته هیلې را څرګندې شوي، هغه د طالبانو او افغان دولت له لوري د اوربند اعلان وه چې د دولت له لوري اته ورځې او د طالبانو له خوا دري ورځې اعلان شو او دواړو لورو یوبل باندې د حملو نه کولو ډاډ ورکړ، طالبانو د بندیانو خوشې کولو اعلان هم کړي، دغه دوه اړخیزه اوربند د جګړې څخه ستړو افغانانو له لورې د عمری سولې سره ورته ولمانځل شو او له هغه څخه تود هر کلی وشو دهر چاه په څیره ځانګړی خوښیو څپې وهلې. نو هغه اوربند چې دردیدلي افغانان ورته په خوښیو هرکلي ووایه، ګڼو ګټو او ګواښونو سره مخ دي چې په لاندې ډول دي.

الف) ګټې:

افغانستان کې د اولس کلني جګړۍ په ترڅ کې افغان دولت او طالبانو له لوري اوربند افغان سولې ته هیلې زیاتې کړي او په تیرو څلورو لسیزو کې لومړي ځل لپاره دواوړه  افغان لورې یوبل باندې د حملو درولو اعلان کوي، نو د افغانانو لپاره یو لړ ګټې درلودلې شې.

۱ـ تل پاتې سولې ته لار هواروي:

افغان ولس چې نور د جګړې او ستم توان نلري هر وګړی له جګړۍ ستومانه ښکاریږې، د یادي جګړۍ قربانیان زیاتره عام وګړي دي، دغه اوربند کولي شې چې د سولې خبرو اترو ته لار هواره کړي افغان دولت او طالبان یو بل سره د جګړۍ بدیله لار غوره کړي چې هغه د دیپلوماسۍ لاره ده او د یو بل غوښنتې واورې، خپل منځ کې د ډاډ فضا را منځ ته کړي او دواړه لورې په ګډه د سولۍ پر وړاندې خنډونو په منځ وړلو کې له یو بل سره مرسته پیل کړي نو دا به په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره اغیزمن ګامونه بلل کېږي.

۲ـ د سلګونو افغانانو ژوند ژغورل :

  اوس په افغانستان کې د جګړې له امله د ورځۍ سلګونه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي او په سلګونو کورنې د ویر په ټغر باندې کینې، د اوربند له برکته به د سلګونو افغانانو ژوند خوندې شې، افغانان به اختر په ډاډمنه فضا کې ولمانځي او هغه سر تیري چې طالبانو سره بندیان دي له خپلو کورنیو سره یو ځاي شې او همدا رنګه طالبان به هم د خپلو کورنیو سره اختر خوشالې ولمانځي چې یاده چاره هم د دواړو لورو په روان باندې اغیزه اچولې شې او د سولې په را وستو کې مرسته کولې شې.

۳ـ د عام ولس له درده خپریدل:

  د جګړۍ ښکیلو دواړو لورو جنګیالي زیاتره په نورو سمیو کې د یو بل پر وړاندې جنګیږي د اوربند له وجي خپلو سیمو ته چې لاړ شې او هلته خپل ورور، تره زامن، کلیوال، ملګري او داسې نور له جکړۍ ستوانه وګوري او یا له پورتنیو کسانو څخه یو یې د جګړۍ ښکار شوی وی ، نو د ملت له درده به خبر شې او په دې به پوه شې چې یاده جکړه د افغانانو له وژولو پرته بله ګټه د افغانانو لپاره نلري.

ب) ګواښونه:

جګړو څپلی هیواد ګران افغانستان چې د نړۍ زبرځواکونو تر څنګ دسیمۍ هیوادونه  هم ورته کمین کې ناست دي، نو په داسې هیواد کې لنډ اوربند د ګواښونو څخه خالي نه ښکاریږي چې په لاندې ډول دي.

۱ـ بهرنې ملاتړي:

دواړه لورې بهرنی ملاتړ کوونکې لري، دفغانستان جګړۍ مصرفونه د آمریکا متحده ایالاتو له لوري ورکول کېږې، همدارنګه طالبانو سره د پاکستان مالي ملاتړ او په دې وروستیو کې روسېې او ایران هم د مرستو لاسونه ور غځولي، نو د یادو هیوادونو ګټې هیڅ وخت یو بل سره تن نه لګوي، بلکه د دغو هیوادونو ګټې اسمان او ځمکې په اندازه سره توپیر لري، بهرنی ملاتړ کوونکي هر یو خپلې ګټې دلته لټوي، چې د سولې پر وړاندې لوي ګواښ ګڼل کېږې.

۲ـ داخلي مخالفین:

د جګړۍ دواړو ښکیلو خوا په منځ کې مخالفین شته چې د هغوي لپاره جګړه په تجارت بدل شوي او د هغوي شیدې د جګړۍ له غوا څخه دي، نه غواړي چې افغانستان کې سوله راشې. افغانان د سوولیز ژوندانه خاوندان شې، هغو د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او دجنګ اور ته لمن وهې، د سولي او اوربند له ستونزو سره مخ کولې شې.

۳ـ د تر هګریزو ډلو زیات والي:

  او په افغانستان کې له شلو څخه زیاتې ترهګریزې ډلې فعالیت لري چې له اوربند څخه هم هغوي مستثنا دي، یادي ډلې به خپلو حملو ته زور ورکړي او عامه ذهنیت به د اوربن او سولې پروړاندې را وپوروي، نو د یادې سولې او اوربند به له ګواښ سره مخ کړي او د افغانانو نوي را ټوکیدلې هیلې له منځه وړلي شې.

وړاندیزونه:

۱ـ دواړه لورې کوښښ وکړي چې به دغه اوربند باندې وفاه وکړي او په افغانستان کې د تل پاتې سولې لپاره ګامونه واخلي، تر څو د ینو تویولو لړۍ ودریږې.

۲ـ عامه وکړي باید دغه اوربند تر شعار بریده محدوده نکړي، کوښښ وشئ چې د دواړو لورو پیغامونه یو تر بله ورسوي.

۳ـ لکه څنګه چې طالبانو پولیس او ملي اوردو زندانیان خوشي کړل، همدا ډول یو اقدام باید دولت هم واخلي د یو تضمین په اخیستلو سره طالب زندانیان خوشي کړي ترڅو سولې ته لار هواره شې.

۴ـ افغان دولت د قطر دفتر په رسمیت و پیژنې او په مستقیمه توګه طالبانو سره خبرو ته کینې او بین ال افغانې مذاکراتو ته به لار هواره شې او یاد ناورین څخه به افغان ولس خلاصون لاره پیدا کړې.