کور / سياسي / د جګړه ځپلو افغانانو دوه اخترونه

د جګړه ځپلو افغانانو دوه اخترونه

لیکنه : محمدزمان ستانکزی

نړۍ کې داسې څه نشته چې ناشونې وي، وایی که غر څومره لوړ دی خو په سر لار لري. دا خبره مې په دې وکړه چې انسان اشرف مخلوقات دی، انسان ته الله پاک د شعور تر څنګ عقل، روانه ژبه او بلاغت ورکړی او په دې سره کولی شي خپلې ډېرې اړتیاوې له د نورو مخلوقاتو په پرتله ژر او چټکۍ سره حل کړي.

د نوي نظام په راتلو سره هيلې دا وې چې افغانستان به نور له بدمرغیو خلاصی مومي، ټول به په یوه کتار کې را ټولیږي او د ګران هېواد د جوړولو هڅې به کیږي، لومړی کې همداسې وشول خو دې هېلو ډېر دوام ونه کړ، یو ځل بیا وسلوال مقاومت پیل شو چې د هر کال په تېرېدو سره یې پراختیا ومونده، د جګړې بڼې ژر ژر بدلون وکړ او اوس د هېواد زیاته خاوره د وسلوالو مخالفینو  تر ولکې لاندې ده، وسلوالو نښتو، ځانرنمرګو بریدونو او چاودنو  له خلکو لار ورکه کړې ده، هر ځای چې ګورې خلکو ګوزار خوړلی دی.

خو له ۲۰۰۱ کال راهیسې دا ښایی لومړی ځل وي چې دواړو لورو(افغان حکومت او طالبانو) په اوربند سلا کړې ده. یوه لوري یعنې دولت ویلي چې د روژې له ۲۷ د اختر تر ۵ اوربند کوي او بل لوري یعنې طالبانو ویلي چې د اختر درې ورځې اوربند کوی. افغان حکومت له ژمنې سره سم د روژې په ۲۷ دولس بجې اوربند پیل کړ خو طالبانو چې لا یې اوربند نه و پیل شوی، په افغان ځواکونو حملې تېزې کړي چې دې لړ کې له سلو زیات سرتیري ووژل شول. خو  طالبانو د غبرګولي په ۲۵ د شپې ۱۲ بجې اوربند اعلام کړ، چې د دې ډلې په وینا، د اختر تر درېیمې به دوام وکړي.

د اوربند پایلې

د اوربند یوه مثبته پایله دا وه ټولو په تلویزیوني خپرونو کې ولیدل چې طالبانو او افغان ځواکونوپه ګډه حتی یوه جومات کې د اختر لمونځ ادا کړ، طالب جنګیالي د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې ولیدل شول او افغان سرتیري هم د طالبانو تر ولکې لاندې ساحو کې.

یوه ملګري کیسه کوله چې یو موټر یې ولید پرې سپین بیرغ لګیدلی و، د موټر په مخکنۍ ښیښې دوه عکسونه لیدل کېدل چې یو د ولسمشر او بل هم د ملا هبت الله آخندزاده او د دواړو عکسونو تر منځ په یوه کاغذ کې لیکل شوي وو چې یو اختر یې دوه شو.

په دې کیسې سره مې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او دعا مې وکړه چې اوربند نور هم وغځیږي. جګړه کې د یوه لوري ګټه هم نشته هم په افغان حکومت او هم په طالبانو جګړه تپل شوې او دواړه لوري باید له دې پردۍ جګړې لاس واخلي.

د خلکو اصلي غوښتنه د اوربند غځول دي. دواړه لوري باید په یوه دري میاشتني اوربند سلا وکړي، دې موده کې دې له دواړو لورو کاري ډلې جوړې شي، په همدې کابل او یا داسې یوې ساحې کې دي کیني چې امنیت یې دواړو لورو ته د قناعت وړ وي، د اساسي قانون په ګډون دې ټول اختلافي موارد د خبرو میز ته وړاندې شي. هیڅ داسې څه نشته چې د خبرو له لارې حل شوي نه وي، انسان د خبرو کولو او درک توان لري. د طالبانو او افغان حکومت استازي دې د سولې خبرو ته کیني. سوله کې دواړه لوري ګټه کوي او هیڅ داسې څه نشته چې حل شوي نه وي، او که افغان حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کیني، دا به د هېواد والو لپاره تر ټولو ښه خبر وي.

دې کې شک نشته چې د سولې خبرې هم آسانه نه دي خو بین الافغاني مذاکرات تر ټولو آسانه او مطلوبه لار ده، د جګړو پر ځای خلک امنیت غواړي، د خلکو غوښتنه ډېره لومړنۍ ده، نوره نړۍ کې دا اصلي غوښتنه نه ده، اصلي غوښتنه د کاروبار پراختیا او د اقتصاد وده ده، خو دغلته جګړو کې ایسار افغانان ډو‌ډۍ او کار تر هغو نه غواړي چې امنیت نه وي ټینګ شوی.

له ولسمشر غني او ملا هبت الله آخندزاده څخه په هر جومات کې هم د اختر لمونځ او هم د جمعې لمونځ په مهال مننه وشوه چې اوربند یې پیل کړی دی، خو د خلکو او ملا امامانو اصلي او لویه غوښتنه د دې اوربند غځول وو.

هر چا د اختر مبارکي په مهال د اختر دې مبارک شه، طاعت او عبادت دې قبول تر څنګ د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند مبارکي هم ویله.

دا د افغانستان په تاریخ کې لوی ګام دی او که عملي شي دواړه مشران( محمداشرف غني او ملا هبت الله آخندزاده) به د تاریخ په زرینوپاڼو کې د اتلو مشرانو په توګه ثبت شي.

مونږ عام افغانان له دې دواړو مشرانو ډېر څه نه غواړو، یواځې سوله غواړو او د سولې عادلانه ټینګښت.