کور / خبرتیا او پيغامونه / اشرف غني پخپل وار د اوربند د تمديد امر ورکړ خو طالبانو رد کړ

اشرف غني پخپل وار د اوربند د تمديد امر ورکړ خو طالبانو رد کړ

وسلوالو طالبانو پخپله اعلامیه کښي ویلی دي چي د اختر درې ورځي اوربند يي د ولس د هوسايي پخاطر اعلان کړئ وو نه د کابل د ادارې پخاطر.
اعلامیه دا هم لیکي چي : “اسلامي امارت د کابل ادارې ټولو نظامي او غیر نظامي افرادو ته یو ښه فرصت ورکړ چې د اسلامي امارت مجاهدین په صحیح معنا وپيژني او د امریکايي ملاتړ څخه لاس واخلي، ترڅو مو هېواد د بهرني اشغال له شر څخه وژغورل شي او په ټول هېواد د اسلامي نظام اقامې ته لاره پرانستل شي.”

افغان ولسمشر اشرف غني پخپل وار د طالبانو سره د اوربند موده تر ناملومې نېټې پوري تمديد کړه.
ولسمشر اشرف غني چي د ملي ټلوېزون له لاري يې ملت ته وينا کول وويل: ټولو امنيتي ځواکونو ته امر کوم چي اوربند تمديد کړي.
ښاغلي غني دا هم وويل چي افغان ځواکونه به د طالب وسلوالو د ټپيانو سره د تداوي مرسته کوي او همدارنګه به د هغوی سره بشري مرستي هم پيل کړي.
د اشرف غني په وينا، د طالب بنديانو او د هغوی د کورنيو ترمنځ د اړيکو او ملاقات په قائمولو کي به ډېره اسانتيا رامنځ ته کړي.
ولسمشر له طالبانو هم وغوښتل چي اوربند تمديد کړي.
تېره ورځ هم افغان دولت د اوربند په تړاو ګڼ شمېر طالب زندانيان له بنده خوشي کړه.
ولسمشر پر داسي مهال د اوربند د تمديد امر کړی دی چي د اختر پر لومړۍ او دوهمه ورځ د هيواد په ګوټ ګوټ کي اختريزي خوشالۍ او د اوربند خوښۍ افغان ځواکونو او طالب وسلوالو يوځای لمانځلې او د کابل په ګډون د هيواد په ډېرو ولايتونو کي دولتي ځواکونو او وسلوال طالبانو يوبل ته غېږي ورکړې او د اختر مبارکۍ يې وړاندي کولې.
د اوربند په دې موده کي د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک هم د طالب وسلوالو سره ګډ انځورونه واخيستل او په هرات کي د هرات امنيه قومندان جنرال امين الله امرخېل د طالبانو سره په ګډه ميلمستيا کي ګډون وکړ.
دا په افغانستان کي د خوشالۍ او خوښۍ بېساری اختر دی چي دولت، عام اولس او وسلوال طالبان ټول په يوه کلي، يوه جومات او يوه دېره کي راټول سوي دي او د اوربند خوشالۍ لمانځي.