کور / راپور / اشرف غني: د طالبانو سره په هرځای کي خبرو ته چمتو يم

اشرف غني: د طالبانو سره په هرځای کي خبرو ته چمتو يم

افغان ولسمشر اشرف غني وايي، د طالب مشر ملاهيبت الله سره په هرهغه ځای کي چي دوی يې غواړي ورسره کښېني او د سولي په هکله خبري ورسره کوي.
دا څرګندوني اشرف غني په هغه غونډه کي وکړې چي په کابل کي د سولي د اولسي حرکت له خوا جوړه سوې وه.
په دې غونډه کي افغان ولسمشر اشرف غني د هلمند څخه ترکابله د سولي د اولسي حرکت د غړو سره ولېدل او د سولي په هکله يې خپلي څرګندوي د ياد حرکت سره شريکي کړې.
نن ماپښين د سولي اولسي حرکت چي د کابل په حضوري چمن کي يې د غونډي مراسم لرل ولسمشر اشرف غني يې د هرکلي لپاره راغلی او د هغوی سره يې خپلي څرګندوني شريکي کړي.
د ولسمشر او د حرکت د ټولو غړو سره تر جوړ پخير وروسته د سولي د اولسي حرکت مشر خيبر اقبال اشرف غني ته د ياد حرکت پرېکړه ليک واوروی چي له هغه څخه څو عمده غوښتني پکي سوي وې.
د پرېکړه ليک له مخي د ولسمشر څخه غوښتنه سوې وه چي پرته له قيد او شرطه بايد اوربند يو کال نور هم تمديد کړي ، همدارنګه بايد د طالب مشر هيبت الله اخندزاده سره د سولي خبري وسي او د طالبانو سره ګډ حکومت جوړ سي او ددې ترڅنګ بايد له هيواده بهرني ځواکونه وباسي.
د پرېکړه ليک د اورولو وروسته ولسمشر اشرف غني د سولي د کاروان غړو ته ښه راغلاست ووايه او د هغوی د غوښتنو په ځواب کي يې وويل چي، افغان دولت دې ته تيار دی چي اوربند يو کال نور هم تمديد کړي، خو له طالبانو څخه هم هيله لرو چي يو کال بايد اوربند وکړي.
ولسمشر همداراز وويل، طالبان چي درې ورځي اوربند کولای سي، ولي يې يو کال نور هم نه کوي.
اشرف غني په خپلو خبرو کي دا هم وويل چي د افغان دولت له لوري د سولي لپاره د خبرو اترو ادرس خپله ولسمشر دی او د دطالبانو له مشر سره په هرځای کي خبرو ته چمتو دی، نوموړي وويل، که په غره کي کښېني هم ورسره کښېني او که په خرقه مطهره کي خبرو ته راسره کښېني هم ورته چمتو دی.
همداراز اشرف غني وويل، چي د طالبانو سره ګډ حکومت جوړلو ته هم تيار دی، د نوموړي په وينا، انتخابات راروان دي او طالبان کولای سي چي پکي ګډون وکړي او له دې لاري حکومت جوړ کړي.
د بهرنيو ځواکونو د وتلو په هکله ولسمشر وويل چي وړاندي په افغانستان کي سل زره بهرني ځواکونه وه چي ټول يې وايستل او پاتي څو زره ځواکونه خو د مخکني شمېر په پرتله ژر ايستل کېدای سي.
د ولسمشر په خبره د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره هم د خبرو اترو يوه برخه ده او بايد طالبان مذاکراتو ته کښېني او له همدې لاري بايد د بهرنيو ځواکونو د وتلو خبره مطرح سي.
د سولي اولسي حرکت له روژې درې ورځي وړاندي د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه د کابل پرلوري پلی روان سو چي تر ۳۶ ورځو تګ وروسته يې ۷۰۰ کيلو متره لار ووهل او پرون کابل ته ورسېدل.