کور / سياسي / د ډانګ او پړانګ په منځ کې ایسار طالبان

د ډانګ او پړانګ په منځ کې ایسار طالبان

ليکنه: همایون نایل

د طالبانو د اوربند له پای ته رسېدو سره ولسمشر غني د حکومت له خوا د اوربند د مودې لس ورځو نورو غځولو امر وکړ او تازه یې ویلي، تیار دی چې، که طالب مشران د اوربند لپاره بیا پر خپلو وسله والو غږ وکړي، دی به د حکومت له لوري اوربند یو کال ته وغځوي.
طالب مشرانو لا هم په دې اړه څرګندونې نه دي کړي؛ خو تېر ته په کتو په څو ځله طالبانو د افغان حکومت د وړاندیزونو او نیکو مشورو پر وړاندې سم لاسي غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د ولسمشر غني له خوا د روژې مبارکې میاشتې له اووه ویشتمې نېټې څخه د اختر تر پینځمې ورځې پورې د اوربند له اعلان څخه په لومړي ځل طالبانو یوازې له څو ورځو ځنډ وروسته د درې ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ؛ خو ښکاري چې طالباند د دغه اوربند له تر سره کېدو وروسته یو څه وارخطا شوي دي.
کله چې د حکومت له لوري هغه اوربند چې ښارونو ته پکې وسله وال طالبان راغلي ول، د هغه افغان پوځ له خوا چې د همدوی په بریدونو کې وژل کېدل، دوی ته په ځانګړې مینه ښه راغلاست وویل او بې کچې مینه یې ور کړه، ان د هغوی د امنیت د خوندي توب لپاره یې ځانونه سپر وګرځول. له دې سره د طالبانو عاطفه هم و خوځېده او د ملي دفاع وزارت د ویاند له قوله چې ښارونو او په ځانګړي ډول کابل ته له راغلو طالبانو څخه نیمايي هغه یې پاتې شول.
د دفاع وزارت دغه څرګندونې ښايي ځکه حقیقت ته نېږدې وي چې ښارونو ته د راننوتلو طالبانو شمېره، نوم ثبتونه او د هغوی د وسلو د ساتنې په موخه چک او څېړنه کېده. که دغه شمېره درواغ وای او په رښتیا هم راغلي وسله وال طالبان بېرته خپلو لیکو ته تللي وای، ښايي پر مشرانو یې دغومره بده اغیزه نه وای شوې.
طالبانو د ملت د هغه غږ له ردولو وروسته چې د اوربند غځېدل یې غوښته، داسې غږونه او څرګندونې یې وکړې چې د دوی وارخطایي او یا د دوی څه نا څه پښېماني پکې څرګندېدای شي.
په خواله رسنیو کې د یو تن طالب مشر چې ادعا کېږي د بلوچستان ایالت په یوه جومات کې خبرې کوي، په خپله ۱۱ دقیقه یي آډیو کې وایي، چې د ویډیوګانو او عکسونو په لیدلو یې وژړل او په زړه کې یې چړې ښخې شوې او ځینو نورو یې هغو ته د منافقانو خطاب کړی دی. تر دې وړاندې هم په ځینو راپورونو کې ویل شوي و چې د اوربند په موده کې ښارونو ته د طالبانو تګ او له ولس او چارواکو سره د هغوی لیدنو، کتنو طالب مشران بېرولي او دا اندېښنه یې ورته پیدا کړې چې د دوی کسان به له سختدریځۍ لاس واخلي.
خو که مشران طالبان کشران هغه خدای مه کړه منافقین او یا په بل نامه یادوي… زه چې په کابل کې مې له ګڼو طالبانو سره ولیدل، د هغوی انسانیت، د هغوی عاطفي او د هغوی وطن دوستي، له خپلو هېوادوالو سره د واټن د ختمېدو او پخلا کېدو قوي هوډ او ځواک درلود. هغوی رښتیا هم د مسلمانانو هېوادوالو په لیدو یې متاثره شوي دي او د هغو چې نه غواړي جګړه پای ته ورسېږي، د سر خوږۍ او وارخطایئ سبب یې ګرځي.
اوس چې افغان حکومت دغو وسله والو ته خپله ژمنتیا وښودله او د لا نور بې جګړې او پخلاکېدنې په موخه څومره ژمنتیا ښودلای شي، طالبان باید له دغه فرصت څخه ګټه واخلي، تر امریکا او نورو بهرنیانو ورته د بین الافغاني او له خپله ولسمشر غني سره ناسته د هغوی د افغانیت ستره نښانه ګڼل کېدای شي او راتلونکي ته یې ښه تضمین ورکولای شي؛ لکه څرنګه چې ولسمشر غني له هلمند څخه راغلي د سولې کاروان ته په خبرو کې وویل: “که طالب مشر د کندهار خرقه شریفه کې له موږ کېناستل غواړي یا کومه بله دښته یا غره کې، موږ خبرو ته ورته حاضر یو.”
ښاغلي غني وویل چې د طالبانو سره د مذاکراتو پر اجندا باندې یې هیڅ قید او شرط ندی لگولی او د هغه په وینا تیار دی چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په گډون په یوه اوږدمهاله طرحه کې له طالبانو سره مذاکره وکړي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او نورو جهادي او ګوندي مشرانو او مخورو هم ولسمشر غني ته له طالبانو سره د سولې په اړه د خبرو د ژر پیلېدو په موخه مشورې ورکړې.
اوس که طالب مشران له هغو تورونو چې کواکې دوی د پردیو په لاس کې دي او د هغوی په اشاره فعالیتونه کوي، ځان خلاصول غواړي او په رښتیا هم د افغان ولس چې دواړو لورو ته وژل کېږي، د انساني ترحم په کولو سره د هغوی له وژلو لاس اخلي، ژر تر ژره دې د بین الا افغاني مذاکراتو لپاره لاس په کار شي.