کور / سياسي / زموږ کار جګړه نه بلکې ….!

زموږ کار جګړه نه بلکې ….!

ليکنه: زمریال نااشنا

که نړۍ د هېوادونو ودې او پرمختګ ته وګورو، نولیدل کېږي چې وده او پرمختګ خلکو راوستی، حکومتونه یې کله ورته خنډ وو او کله یې بیا ورسره لاس ورکړی دی.

زموږ ټولنه له نورو ټولنو یو څه توپیر لري، دغه توپیر له پخوا څخه د سنت په توګه را پاتې شوی دی. ځکه اریايي قومونه له پخوا راهیسې په منضبطو او مذهبي ټولنو کې پاتې شوي او معاشره یې هم پر اخلاقو ولاړه وه. دلته هم توپیر دا دی چې زموږ ټولنه په اداره او حکومتولۍ کې اخلاقو ته زیات لومړیتوب ورکوي. یعنې زموږ حکومت سربېره پردې چې باید قانونمندانه اجراات ولري، باید اخلاقي مسوولیت هم ادا کړي.

دغه کار په یوه مذهبي او سنتي ټولنه کې ډېر مهم دی او له حکومت څخه د خلکو د باور او ملاتړ معیار هم په ګوته کوي؛ خو په نویو بوروژوايي نظامونو کې دغه پولې ړنګېږي، پیسه او فایده د اخلاقو ځای نیسي او که چېرې خلک او دولت دغه نظامونه د قوانینو په وضع کولو سره کنټرول نه کړي، نو پیسه  ډېری خلکو ته ان د معبود ځای نیسي او په ورځني ژوند کې یې په معبود بدلېږي، چې په دې توګه د ټولنې مذهبي او اخلاقي شېرازه هم ورسره پاشل کېږي.

په هېواد کې د طالبانو جګړې له موږ څخه هر څه اخیستي دي، نفاق او د ملت پاشلتیا او بې باوري د سیاست او اصلاح په وړاندې لوی خنډونه دی. ځکه یو عادي سیاسي حرکت کلک غبرګون رامنځته کوي، ولو که دغه حرکت د نظام د اصلاح او قوانینو د جوړولو لپاره وي، خو یوه نه یوه ډله یې د ځان په تاوان ګڼي او مخالفت یې کوي.

په هېواد کې د نظام او اصلاح په وړاندې تر تولو زیاته حساسه ډله د شمال ټلواله ده، که څه هم  دغه ډله اوس په رسمي ډول وجود نه لري، خو په مجازي ډول اوس هم دغه ډله خپل یووالی لري او د بدلون او پرمختګ په وخت کې یې مشران سره راټولېږي، غونډې جوړوي او د اصلاحاتو او بدلون مخالفت کوي.

د شمال ټلواله د طالبانو له نفوذ او له حکومت سره د هغوی له یوځای کېدو او سولې ډېره سخته وېرېږي او فکر کوي چې د طالبانو نفوذ د دوی د نفوذ د منقرض کېدلو په معنا دی. دغه یو بد پاراډکس دی چې شمال ټلواله یې تصور کوي او له کبله یې په هېواد کې د هر راز پرمختګ، سولې او امن مخنیوی کېږي.

تاسو ولیدل چې زموږ په ځوانانو کې خارق العاده استعدادونه رامنځته شول، ځینو یې مهمې اختراعګانې وکړې او ځینې نور یې په نړیوالو اتلولیو کې ښه وځلېدل او هېواد ته یې ستر ویاړونه له ځانه سره راوړل. خو دا یو یې هم زموږ فرهنګ ته لار ونه مونده او زموږ د فرهنګ برخه نه شول.

امریکایان تر ټولو زیات پر دې ویاړي چې له نورو ولسونو زیاتې اختراعګانې لري ،ساینس او ټکنالوژي یې په فرهنګ بدله شوې او د عامو خلکو تر کچې یې په کې تعمیم موندلی دی.

که وغواړو و یا ونه غواړو، د اوسنۍ نړۍ او ولسونو برخه یو، چې ساینس او ټکنالوژي یې د فرهنګ د ویاړ اصلي ټکی دی، نو په کار ده چې موږ هم ساینس او ټکنالوژي د فرهنګ برخه وګرځوو او هغه استعدادونه چې په دې برخه کې لاسرسی لري، ملاتړ یې وکړو او د دوی اختراعګانې عامې کړو.

ډېری دغو مخترعینو له تش لاسۍ او پیسو نه لرلو څخه شکایت درلود او لومړۍ خبره یې همدا وه چې که دولت ورسره مرسته وکړي نو اختراع به یې نوره هم بري ته ورسوي.

تراوسه چې ولیدل شول په حکومت او دولت کې دغه د مرستې سړی ونه موندل شو، خو په خواشینۍ سره په ولس کې هم ونه لیدل شو.

اساسي علت دلته بې باوري ده او دغه بې باوري جګړې او له جګړې څخه راپورته شویو ناوړو شرایطو او فساد رامنځته کړې ده.

د طلوع تلویزیون د روژې په میاشت کې د خپل یوه پروګرام له لارې بېوزلو خلکو ته چندې راټولولې، له نېکه مرغه زموږ زیات شمېر هېوادوالو له دوی سره مرسته کوله، که چېرې بله لار نه وي، نو زموږ هېوادوال دې له خپلو مخترعینو او مخکښو استعدادونو سره د چندې په ډول مرسته وکړي او یا دې حکومت له داسې مرستو لپاره یو ځانګړی بانکي حساب رامنځته کړي.

پر دې سربېره د داسې مرستو د جذبولو لپاره یوه خپلواکه غیردولتي او یا دولتي اداره جوړه شي او د چندې ټولولو کار دې تنظیم کړي.

ناویلې دې نه وي چې د اسلام په دین کې صدقه خپل بدل لري چې له یو په یو نه پیل شوی او تر یو په اووه لکه پورې رسېږي، چې یو پر اووه لکه بدل سره صدقه، همدغه طالب علم یا مخترعینو ته د صدقې ورکول دي.

زموږ هېوادوالو په اختر کې د طلوع تلویزیون له لارې چې کومه صدقه ورکوله هغې یو په لسو بدل لره، نو یو پر ۷۰۰ زره بدل سره صدقې ته خو باید هر څوک زړه ښه کړي.

زه به د یو څو ولسونو یادونه وکړم چې څنګه یې خپل دولتونه او هېوادونه له جګړې وروسته په پښو ودرول او له هغوی سره یې مرسته وکړه.

له دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر جرمني د جګړې لوړ غرامات وضع شول. دغه غرامات یې دولت ته دروند پېټی و، خو جرمنیانو د خپلو معاشونو یوه برخه دولت ته ورکوله ترڅو له دې غراماتو او پردیو له ذلته خلاص شي.

همدارنګه له نوموړې جګړې وروسته جاپان دومره دېوالي شو، چې ښوونځیو ته یې کتاب او قرطاسیه نه شوه رسولای، نو زده کوونکو یې په تختو او سیاهي لیک او لوست کاوه.

په تېرو ۴۰ کلونو کې خامو سیاستوالو او د هغوی خامو سیاستونو، پر هېواد جګړه وتپله، د پردیو په رابللو سره یې لا توده او خونړۍ کړه او ډېرو بدو نظریو، فتواګانو او د مرګ مجوزنو د خلکو لیکو ته لار وکړه او د جګړې بد کلتور یې رامنځته کړ، چې په لړ کې يې د تعاون، صله رحم، خوش بینۍ او مرستې ځای، بې خیرۍ، ظلم، بدبینۍ او بدنیتۍ ونیوه. دغه جګړه موږ ته ډېره ګرانه او د ملیونونو سرونو په زیان او د ملیاردونو ډالرو په تاون تمامه شوه، خو اوس د دې وخت رارسېدلی چې له جګړې سره خدای پاماني وکړو، ساینس او ټکنالوژۍ ته مخه کړو او له خپله جیبه دغه فرهنګ خپل کړو او د نړۍ له نورو ولسون وسره پرې ځانونه سیال کړو.