کور / خبرتیا او پيغامونه / عطاجان حق بيان ته سرخلاصی ليک

عطاجان حق بيان ته سرخلاصی ليک

ليکوال: زلمی توريال
عطاجان حق بيان ته سرخلاصی ليک:
کوم وخت چي صفوی شاه اسماعيل (۹۰۵ هــ ) د ديارلسو کالو په عمر د خپل پلار سلطان حيدر د مرګ د انتقام اخيستلو په عزم ميدان ته راووتی، او د شيروان حاکم فرخ يار يې چي د ده پلار يې وژلی وو، د مخه ايسته کی. نوموړي تر دوو پېړيو ډېر پر فارس باندي حکومت وکړ: او بلاخره يې د فارس د ملي وحدت اساس کښېښودی. همدغه دوره د فارس په تاريخ کي تر ټولو روښانه دوره وه، چي د همدې هوتکو د وطن دوستۍ، غيرت او شهامت له وجي سلطان حسين مجبوريږي، چي د فارس د لويي شهنشاهۍ تاج په مړو سترګو د همدې مېړني ميرويس خان د زوی شاه محمود پر سر په خپل لاس کښيږدي، له بله پلوه د هندي مغلو واکمني موجوده وه، چي د هندوستان پر ډيرو ښارونو يې غلبه درلوده، تر درو پېړيو يې زياته واکمني وکړله، حتا په ۱۶۰۰ ميلادي کال د دسامبر پر ۳۱ د ملکه اليزابت په امر د شرقي هندي شرکت په نامه د لندن د تجارانو شرکت تاسيس سو، چي د انګليسانو د سياسي او تجارتي نفوذ اساس يې کښېښود. خو په ۱۱۱۹ هـ کال د ګورګين د وژل کېدو په خبر سره يې د محمداعظم بهادر شاه د درباد ستني ور ورېږدولې.
هغه وخت چي دملک ټولي چاري برهم درهم وې، د ګورګين د شپږسوه کسيز لښکر استقبال په بمونو او ګوليو سره کيږي او دغه جنګيالي په يوه ځغاسته تر ګرشک تېروي، دا د چا له برکته؟
دا د هوتکي شهنشاهۍ د موئسس او ملي قائد حاجي ميرويس خان نيکه د کارنامو يوه وړه نمونه وه چي ستا مخ ته يې ايږدمه. د دغو ټولو کړنو تر څنګ هوتکي ټبر د پښتنو په ملي نهضتونو کي خورا لويه برخه او مهم رول لري. هوتکي ټبر د خپل لومړني پلار بابا هوتک څخه را نيولې، ملکيار بابا، … ، بيا ښالم خان او بيا تر ميرويس خان پوري پياوړي پښتانه درلودله، چي د قوم مشر توب يې کاوه او خپل پښتون قام يې پر سمه لار ورسماوه.
هر وخت يې د پرديو د هجوم په وړاندي سينه سپر کړې وه، هيڅ وخت يې ځانونه د ملته جلا نه دي بللي او نه يې هم خپل اوولس د شخصي مقاصدو او اغراضو پر بنا استعمال کړی دی. دوی پښتانه مشران وه او هر وخت يې د پښتو او پښتنو احترام ته سر ټيټ کړی وو.
دوی د اوسنيو غوندي د پسه په پوست کي د لېوه وظيفه نه اجرا کوله او نه يې د خدمت په بهانه د خلکو او بيت المال څخه غلا کوله، هغوی هيڅ کله خپل قام د ننني مشرانو غوندي په خوږو خبرو نه دی غولولی، بلکي د دوی هر مشر د يو روحاني مشر حيثيت درلودی: ځکه خو يې د نامه سره اوس هم (نيکه) ياديږي. او تر ټولو ښه خاصيت خو يې لا دا وو، چي د خپل قام په تاريخ خبر وه.
عطاجان حق بيانه! ياد ساته، چي ريښتني مشران هر وخت د دوی غوندي د ملايمي طبع، متين فکر، زريني رايي، رسا ذهن، لوړو اخلاقو او پوره سخاوت خاوندان وي، او هغوی بيا هيڅ وخت د خپل قام او ټبر سپکاوی نه کوي او نه هم د نورو په تحفو او سوغاتو باندي د اوسنيو مشرانو غوندي خپلي خولې ګنډي.
ما ته نن ځکه افسوس راځي، چي نن د سيدال خان ناصر، بابو جان بابي، بهادر خان، مياجي، يوسف خان، عزيز خان نورزي، ګل خان بابړ، نورخان بړېڅي، نصروخان الکوزي، يحي خان، محمد خان او يونس خان کاکړ پر مېنه تا غوندي خلک ناست دي او د قام په اړه سرنويشت سازه فيصلې کوي.
نن به زه تاته د ميرويس خان نيکه هغه وينا، چي د هرات حاکم (محمدخان) ته يې کړې وه يو ځل بيا وکم:
(( لوی خدای ته شکر وباسه چي د زړې اشنايۍ او ملګرۍ حق دي راباندي سته او زما سترګو ته دريږي، که نه وي تا به هم د هغه په شان سزا ليدلې وای، مګر پوه سه: ))
پښتانه مېړونه به بيا د مريتوب په قيد کي ونه لويږي.
زمريو ځنځيرونه وشلول او تري يې له تيکو ويستلي دي.
تر هغو به په تيکو کښي ونه لويږي، څو چي ستاسي پاچا منکوب او ستاسي مملکت مسلوب سي!
الهي انتقام نژدې دی، پښتانه پهلوانان د جبار منتقم د لاس الات دي، چي د فارس د ملحدانو د پاره يې انتخاب کړي دي.
خدای دي وکي، چي د پورته ليک په لوستلو سره دي وجدان ويښ سوی او غيرت راپارېدلی وي.