کور / سياسي / څه د څه په بدل!

څه د څه په بدل!

ليکوال: حقوېش

څو ورځي وړاندي مي يوځاى کي په دي هکله بحث وکړ، چي د سعود کورنۍ دوه پيړۍ اسلام د ځان د ګټو او د خپل شاهي نظام د بقاه لپاره استعمال کړ، خو زموږ مولايانو د سعود د کورنۍ هر څه له دې امله په ځان منلي. چي عربيان دي، او ستر پېغمبر رسول الله(ص) هم عربى وٶ، نو د عربيانو هر څه به ورته د رسول الله(ص) سنت ښکارېدل، منل به يې او ټينګار به يې باندي کاوٶ، خو دا کار په موږ کي يو څه خلک کوي چي د سعود کورنۍ ته احترام لري او په درنده سترګه ورته ګوري. خو له موږ ورهغه خوا پنجاب راواخله چي ټوله له همدې امله د سعود کورنۍ ته په سجدو دي، چي د اسلام سرچينه له همدې ځايه ده، خو د پړدې تر شاه د سعود کورنۍ ته احترام د فقر په بدل کي ده چي هيڅ وخت يې پنجاب تش لاس نه دې پرېښودلى. همدا خبره نن خپله د پنجاب ډان ورځپاڼي چاپ کړې، چي سعودي عربستان ولیعهد شاهزاده محمد بن سلمان ویلي، چې پاکستان د سعودي عربستان غلام وٶ او تل به د دې هېواد غلام پاتي کېږي. د ډان ورځپاڼي د راپور له مخي، نوموړي دا خبري د اسلامي هېوادونو او مسلمانانو په آړه په یوه بحث کي کړې دي. د سرچینې په وینا سعودي عربستان تل په دې باور وٶ، چي دا د اسلام ریښتینې خاوره او دوی د اسلام د ستر پیغمبر رښتینې اولاده ده، نو همدا لامل دی چي ځانونه تر نورو مسلمانانو معتبر ګڼي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، چي د پاکستان بنګلدېش او هند مسلمانان د هندوانو مسلمانان دي او یاد مسلمانان د هندویزم تر مستقیم اغېز لاندي دي، نو ځکه یې ورته د دویمي درجې مسلمانانو خطاب کړی دی.
د سعودي عربستان شاهزاده غواړي چي پنجاب بيا د يو څه فقر په بدل کي ايران ته خنډ کړي او له دې غلام څخه بيا ځلې ګټه واخلي، نو ځکه هم دغسي قهرېدلې خبري پسې کوي، اوس نو پنجاب پوهي شو او خپله پرېکړه يې چي همدغسي وفاداره غلام پاتي شي او فقر تر لاسه کړي، که د غلامۍ نوم ته نور د پاى ټکى کښېږدي، خو دا ډيره ناشونې ده چي فقر دي له لاسه ورکړي او ځان دي خپلواکه وښيي.