بلوچستان: چاودني څلور پوليس مړه او لس ټپيان كړل

34 | جولای 21st, 2008


د بلوچستان ايالت په جعفر آباد ښارګوټي كي د يوې چاودني له امله څلور پاكستاني پوليس مړه او لس تنه ټپيان سول.
چارواكي وايي پېښه د ريموټ كنټرول بم د چاودني له امله رامنځته سوې ده.
د جعفر آباد پوليس وايي د چاوني له كبله د پوليسو يو موټر په مكمل ډول له منځه تللى دئ. او په ټپيانو كي شپږ مزدوران او دوه لارويان هم شامل دي چي روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دئ.
پوليس وايي ټپيان يې په ډېره مراد جمالي كي تر ابتدايي پانسمانونو وروسته د كوټي مركزي روغتون ته د درملني دپاره لېږلي دي.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024