" /> " /> " /> " /> له روسې نه ايران د … بازار په نرخ رانيسي  – لراوبر ویب پاڼه
کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / له روسې نه ايران د … بازار په نرخ رانيسي  Fotos

له روسې نه ايران د … بازار په نرخ رانيسي  Fotos



دروسې نوی ولسمشر دمیتری مدویدیف او بندر بن سلطان
سعودي عربستان دروسې څخه دوسلودرانيولوډيرولويوقرادادونو لاسليک ته تياردی  
Газета «Коммерсантъ»


دکميرسانت ورځپاڼه 


ليکوال :الکساندرگابويف دکامرسانت  مفسر 
له ايران سره دتودومناسباتودسړېدوپه بدل کي روسې ته سخاوتمندانه وړانديزونه




وسې جمهوررئيس  دميتري مدويديف اودوزيرانو شورا رئيس ولاديمير پوتين د۱۳۸۷  کال دسرطان پر ۲۴ دسعودي عربستان دملي امنيت د شورا له رئيس ښاغلي شاهزاده بندر بن سلطان سره ليدنه اوخبري وکړې . ددې خبرو اجندااودبحث موضوع دوسلودرانيولواودسعودي عربستان سره  دروسی کمپنيوپه گډون دسوداگريزو مناسباتو دپراختيا په منظور دڅوقراردادونودلاسليک کېدل بلل سوی دي . کيداي سي دا گټورو وړانديزونه  پدې خاطر وي چي بايد روسيه دايران له ملاتړنه لاس واخلي .


بندر بن سلطان دسعودي عربستان لومړنۍ شاهزاده ندی چي پدې ورستيو وختوکښي  روسې ته سفر کوي . دروان ۲۰۰۸ زکال دفبروري په مياشت کي سعود الفيصل دسعودي عربستان دبهرنيو چارو وزير دروسې دپخواني جمهوررئیس ولاديمير پوتين سره دڅوساعته لېدنې لپاره روسې ته راغلی و.


په هغه وخت کي شاهزاده دسعودي عربستان  دپاچادوستانه پيغام  ښاغلي ولاديمير پوتين ته له ځان سره راوړ اوهغه ته ئي وړاندي کړ. ويل کيږي پدې پيغام کښي په منځنی ختيځ کښي ديران دنفوذد پراختياپه اړوند ډير تشويش څرگندشوئ و.دسعودي عربستان مشرتابه روسې ته مشوره ورکړې وه ،چي له تهران سره دمرستونه لاس واخلي ،اودهغه په مقابل کښې ئي دسعودی عربستان سره گټوروقراردادوته ايشاره کړې وه . په بل عبارت روسې ته وړانديزوشوئ  چي په منځنی ختيځ کښي په يوډير مهم شريک بدل سی . په سياسي محافلو کشي ځيني سرچينې خبر ورکوی  چي ددې ليدنې په جريان کښي بندر بن سلطان دسعودی عربستان دپاچاپخوانۍ وړانديز تشريح کړی دي .


دجنگي وسلوپه صنعتی  موسسوکي خبري سرچينه وايي  دروسې اوسعودي عربستان تر منځ دگډو مناسباتو مهمترين لامل  بايد ددواړو هيوادوتر منځ  دتخنيکي  اونظامي همکاريو دپروتوکول لاسليک وي  .


سعودي عربستان دروسې  دوسلودمختليفو ډولونوپه اړوند خپله علاقمندی ښکاره کړې ده :دروان کال دفبروري په مياشت کښي رياض څرگنده کړه چي اماده دئ دنږدې ((۲۰۰)) مليونوډالروپه ارزښت د تر((۱۰۰)) زيات  دБМП-3 زهريدار (بې ام پې -۳) ، ۶۰۰ ميليونوډالروپه ارزښت تقرينأ د(( ۱۵۰ ))(( Т-90С )) تی- ۹۰ اس ټانکونه اوهمدا ډول د((۱،۶)) ميلياردو ډالروپه ارزښت تر ((۱۶۰ )) زياتي  ((مي ۱۷ ،مي ۳۵،اومي ۲۶ ))  موډل هلیکوپتر (چورلکي ) رانيسي .


په ايران کي دتوغنديوتر ازمويني  وروسته چي کولاي سي دسعودي عربستان ټوله خاوره هم تر تحديد لاندي راولي ، دسعودي عربستان پوځيان  ډير ه زياته  علاقه لري چي له روسې نه دهوايي مدافع ((pvo))مختلفي ددستگاو ي  دهوايي دفاع په منظور رانيسي .


پدې ورستيو وختو کښي ددواړو هيوادو تر منځ  دروسې څخه دټا نکونو اوچورلکودرانېولوپه اړوند زياتی خبري سوې دي .


داسي فکر کيږي چي ددې قراردادجزيات به پرون دسرطان پر  ۲۴ مه په کرملين اوپه ځانگړې توگه دروسې په سپينه ماڼې ( دولتی ماڼۍ ) کښي څېړل شوی وي . دروسې دولتی ماڼۍ چي هلته صدراعظم کښېني ،دسپيني ماڼۍ په نامه يادېږي،اوپه کرملين کښي يوازي دروسې دجمهوررئيس دفتر وي ،ژ 


دروسې د وزيرانودشورادرئيس ددفتر وياند دمیتری پسکوف  خبر ورکړ چي له ښاغلي بندر بن سلطان سره ولادیمیر پوتین  دکتنې په وخت کښي دروسې ددفاعي صنايعوپه برخه  کښي  دوزيرانو شورا مرستيال  ښاغلي سرگی ایوانوف او همدا ډول  د((روس آبارون اکسپورت)) يعني دروسې دجنگي وسايلودصادراتودمرکز رئيس آناتولی ایساکین هم گډون درلود . دالېدني کتني پداسي حال کښي دي چي دواړي خوا غواړي دوسلودرانيواوخرڅولو دالړی دوام ولري .


دروسی کارپوهانوپه نظرسعودي عربستان  هغه هيواد ی چي په ۲۰۱۰ کال کښي ئي به نظامي بودجه ۴۴ ميليارډو ډالروته و رسېږي ، دسعودي عربستان دوسلورانيوبازارته دروسې لاس رسئ  به دروسې دجنگي وسلودتوليدونکوصنعتي موسسولپاره يوه  لويه برياوي ،خو دروسې لپاره به داسي بازار هيڅ وخت نه وي . دروسې دتخنيکي ستراتېژۍ دمرکزيوکارپوه  کنسانتين ماکين پدې باوردی  چې دامريکا متحده ايالات ،انگستان اوفرانسه پدې بازار کښي غښتلی موفق اولوي ځاي لري . مگر دنفتوداوسنی نرخ دجريان په نظر کي نيولوسره په هيوادکي دوسلودرانيولوبازار پراختيامومی ، نوکه چيري  ۵ فيصده  دوسلوددغه بازار کنترول دروسې پلاس کښي وي دروسې پوځی  صنعت زياتي پيسې تر لاسه کولاي شي .


دروسې دصدراعظم  دولاديمير پوتين ددفتروياند ديميتري پيسکوف څرگندوي چي دروسې دمشرتابه سره دپرونۍ ورځي په خبروکښي يوله اساسي مسايلوڅخه د((ارژد)) دروسې داوسپنی لارو جوړولوسهامی مشرکت سره د ((الزبیرا-الریض)) داوسپني دلاري جوړولود قرارداد مسله و ه .


دا قرارداد د((۸۰۰))ميليونوډالروپه ارزښت  دروان کال دجنوري په مياشت کې روسې ته ورکړه شوی و. مگر سعودي عربستان چارواکوددې  دمی په مياشت کښي ددې قراردادپه اړه د داوطلبۍ پايلي فسخ  اوپدې هکله ئې نوې داوطلبي ئي اعلان کړه . ددې کاردليل دروسی کمپنۍ  لخوادليبياسره دقراردادلاسليک کېدل ښودل شوی دي  .داځکه دسعودي عربستان  روابط دله دغه هيوادسره ډير خراب دي . خوبياهم سعودي عربستان اعلان وکړ چي دروسې داوسپني دلار جوړولو کمپنی کولاي شي پدې داوطلبی کښي برخه واخلي .


ولي روسی کمپنی غواړي  دا قراردادبيرته دوي ته ورکړه شي ،داسي فکر کيږي  چي دوي د سياسي ملاتړ اميدواري هم لري  . ځکه پدغو خبروکښي دروسې داوسپني دلارو دجوړولودکمپنی درئیس  ولادیمیر یاکونین  گډون کېداي سي ددې مطلب او اميدواری پخلی وکړي .


همدا ډول دروسې نورسازمانون اوشرکتونه لکه ((روسال ))،((روس کوسموس))، ((روس اټم)) هم دسعودي عربستان سره وگډوهمکاريوته ليوال دي .


جالب توجه است که بندر بن سلطان در ریاض یکی از اشخاصی است که نزدیک ترین روابط را با مقامات کنونی آمریکا دارد: وی بیش از 20 سال سفیر عربستان در آمریکا بود و با خانواده بوش دوستی نزدیکی دارد. مخصوصا وی با دیک چینی معاون رییس جمهور آمریکا دوستی نزدیکی دارد که اصلی ترین طرفدار اتخاذ روش های شدید در حل مسئله هسته ای ایران از جمله عملیات نظامی است. احتمال آن می رود که پیشنهادات سخاوتمندانه ریاض به مسکو از پیش با واشنگتن هماهنگ شده است که در حال حاضر به خنثی سازی روابط متحدانه (مسکو) با تهران مشغول است .



جالبه داده چي بندر بن سلطان په رياض کښي يوله هغو کسانوڅخه دی چي دامريکاداوسنيودولتي لوړپوړو چارواکوسر ډير نږدې اړېکي لري .هغه تر ۲۰ کاله زيات په امريکا کښي دسعودي عربستان سفير و،اودبوش دکورنۍ سره ډير نږدي دوستی لري . په ځانگړې توگه هغه دامريکادولسمشردمرستيال ديک چيني سره نږدې اودوستانه مناسبات لري ،ديک چيني يو له هغو کسانو څخه دي چي  دايران هستوي مسلې دحل  په اړوند دايران په مقابل کښي دهر ډول سختو اوشديدو کړنو،دهغه جملې نه ايران پر خلاف دپوځي  عملياتوپلوی شمېرل کيږي  . ددې امکانات شته چي مسکوته  درياض داسخاوتمندانه وړانديزونه  دي  له وړاندي دامر يکاسره  چي په اوسنيو شرايطو کښي له ايران سره دمسکودمناسباتو په خنثی  کولومصورف  دي کوردينه اوخبري  پرې شوئ وي  .


دژباړونکی يادونه :


زه اوډيرڅېړونکي پدې باوردي چي غربئ نړئ دهغه په سر کښي دامريکامتحده ايالات  غواړي دسعودي عربستان  دوسلوبازار ته دروسې په وړاندي  پدې خاطر لار پرانيزي تر څو روسيه دايران له ملاتړ نه لاس واخلي . اوددې  لاري پرانيستلوتر نامه لاندي اقتصادي رشوت ورکړي، تر څوروسيه دايران له بې ساري ملاتړنه  يوڅه بغل ته سي  . تر کومه ځايه چي په نړيوالو مناسباتو کې اقتصادي اوسياسي ملي گټی مطرح وي ،کيداي سي روسيه دميلياردونوډالرو په مقابل کښي چي له منځنی ختيځ اوپه ځانگړې توگه دسعودي عربستان  لخوابه دوي ته رسېږي  له ايران سره تر يوه حده روابط ساړه کړی ،يائي لا اقل پرتله کړی چي چيري دروسې گټه ده ، ځکه په ايران ،روسيه اونړی کښي غوڅ اکثرت پدې باوردی چي دايران اوسنۍ مشر يو احساساتي سړی  دي ، هره لحظه کيداي سي ايران اوسيمه داورلمبې ته ورټېل وهی .په هغه صورت کښي به په هيڅ ډول روسيه دې ته حاضره نسي چي خپل نړيوال اعتبار اوگټي دايران تر يوه احساساتي مشر قربان کړی . پد ورستيو کې دايران دهستوي مسلې په اړوند دامنيت شورااروپايي ټولنې د ((۵+۱ ))هيوادو په خبرواوپه ځانگړې توگه کله چي  دايران پر خلاف داقتصادي بندېزونه لگولو مسله مطرح کيږي دروسي محتاطانه برخورد اوناځگړی موقف غوره کول پخپله ددې شاهدي ورکوي  چي روسيه نه غواړي دايران دلجوجانه سياست په مقابل کښي ټوله نړی له يوه سره خفه اوله ځان څخه ليري کړي . له بلې خوا دروسې سياسي حلقې بايد پدې پوه وي که ايران داټومی وسلوجوړ ته لار پيداکړه يعني يورانيم ئي دومره غنی کړاي سول چي وکالاي سي اټومی وسله جوړه کړي ،ايران به داکارپه هگه ورځ وکړی .همدا اوس د ايران  لخوا په يوه اوبله بهانه دهيورانيمودغنی کولود مسلي پر سردخبروپرسه ځنول خپله دنړيوالوسره زيات تشويش پيداکړی دي چي ممکن ايران غوړي تنها له موقع او وخت نه استفاده وکړي ،که ايران داټومی وسل خاوند شي اوداتوان پداکړ چي يورانيم تر ټاکلي کچي پوري غني کړ پدې باوريم په هگه ورځ به روسې ته هم همدا ډول لافي وهل پيل کړي لکه کوم چي همدا څو ورځی وړاندي ئي دڅو توغنديوتر ازموينې وروسته چې يوئي تر ۲۰۰۰کيلومترو واټن نښه ويشتلاي سي  پيل کړې .  داله هيچاپټه نده چي ايران نړۍ ديوارنيمودغني کيدوپه مسله کښي مصروفه وساتل اوله وخت نه په استفادې سره دروسې دپوځی تخنيکی امکاناتو اومرستوپه پايله کښي وتوانېدل يوپه بل پسې غښتلي توغندی وازمويي ،دالړئ ختمه نده ايران به ډير ژر يوه بله نوي ډالئ نړيوالواودهغه جملې اروپا اامريکاته ولري .