کور / راپور / په لغمان ولايت کي طالبانو او داعش وسلوالو جګړه کړې ده

په لغمان ولايت کي طالبانو او داعش وسلوالو جګړه کړې ده

طالبان وايي چي د لغمان ولايت په اينګار ولسوالۍ کي يې د داعش وسلوال وژلي دي او په سيمه کي يې د هغوی پر ضد عمليات شروع کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په استول سوې اعلاميه کي ويلي چي څه موده وړاندي د داعش لخوا د لغمان ولايت په الينګار ولسوالۍ کي ځيني فعاليتونه شروع سول چي د خلګو اختطاف او په خپل سر يې عمليات کول، تر څو طالبانو يې په مقابل کي جګړه پيل کړه او دهغوی ټول افراد يې ووژل .

په اعلاميه کي دا هم ويل  سوي دي چي د داعش د ملاتړ لپاره امريکايي الوتکو پر طالبانو بمبارد کړی دی او څلور طالبان يې وژلي دي. خبرپاڼه کي ويل سوي چي د داعش سره د طالبانو په مخامخ جګړه کي يو طالب هم وژل سوی دی.

له دې وړاندي هم په ننګرهار او نورو سيمو کي د دطالبانو او داعش وسلوالو ترمنځ سختي نښتي رامنځ ته سوي دي چي دواړو لوريو يو د بل افراد وژلي او درنې مرګژوبلي يې يوله بله سره اړولې دي.

افغان حکومت لا تراوسه د طالبانو د وروستۍ اعلاميې په هکله څه نه دي ويلي.