کور / #PTM / د پښتون ژغورنې غورځنګ

د پښتون ژغورنې غورځنګ

ليکوال : نجیب منلی

پښتون ژغورنه، داعیې او سیاستونه

که څه هم مشهوره خبره ده چې په سیاست کې تل ریښتیا نه ویل کېږي، خو ډېری وخت ژوولې خبرې، نا مشخصې ویناوې هم ډېرې ؛ټورې نه وي او له ښکاره وضاحتونو پرته، هم له سیاستمدارانو او هم یې له پیروانو، لار ورکېږي.

د افغانستان د استقلال تر اعلان را په دې خوا د ډیورنډ اخوا سیمې په اړه نه د هغې سیمې مخکښو سیاستوالو ، نه د افغانستان حکومت او نه د کرښې دواړوو خواوو ته فعالو سیاسي ګوندونو او خوزښتونو جوت دریځ نیولی دی.

په افغانستان کې کله کله سیاستوال دعوه کوي چې له آمو تر اټکه افغانستان دی خو د جغرافیې او د جغرافیې د اوسېدونکو ترمنځ د ابهام داسې کرښې ساتل کېږي چې بیا هم دعوه یو څه او د دعوې د اثبات او تحقق له پاره سیاستونه بل څه وي.

په دې لیکنه کې هڅه کېږي چې پرته له احساساتو د بېلابېلو داعیو او سیاستونو یوه لنډه خو واضحه نقشه وړاندې شي او بیا پر ممکنو سیاسي اقداماتو خبرې وشي. زما ادعا دا نه ده چې هر هغه څه چې په دې لیکنه کې راځي د ټولو اړخونو د دریځ دقیق انځور دی بلکې هیله مې دا ده چې زما د لیکنې د ارزولو، نقد، ردولو، او اصلاح کولو له لارې د دې سیمې د متصور برخلیک په اړه یو نسبتاً واضح تصور رامنځ ته شي.

۱ – داعیې

۱.۱ – له آمو تر اټکه لوی افغانستان

د لوی افغانستان داعیه هغه څه دي چې دواړو خواوو ته ډېر ملتپال وګړي ورسره، په یو ډول نه یو ډول، علاقه لري. دغه علاقه، پرته له یو څو شعارونو (له آمو تر اټکه یو افغانستان!، لر او بر یو افغان! د ډېورنډ نامنلې کرښه…) پرته یې پر سیاسي عمق او ټولنیزو ابعادو ډېرې لږې خبرې کېږي.

د افغانستان په اصطلاح روشنفکره کړیو کې یو شمېر کسان د «کابل محوره» سیاستونو په چوکاټ کې د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې استوګن سیاسي-ټولنیز نظام ته د «مشر ورور» مقام ورکوي او له کرښې اخوا وګړو څخه پرته له قید او شرطه د «مشر ورور» د قیادت او سیادت منلو غوښتنه کوي. خو د دې غوښتنې په مقابل کې بیا د فرضي «کشر ورور» د غوښتنو، اړتیاوو، وجایبو او حقونو په اړه واضح تصویر نه شي وړاندې کولای.

تر کومه ځایه چې زه مالومات لرم په افغانستان کې هېڅ دولتي مقام، سیاسي ګوند یا مخکښ سیاسي شخصیت تر اوسه «له آمو تر اټکه لوی افغانستان» د نظام جوړونې، د ملت د حقونو او وجیبو، د سیاسي-اقتصادي-ټولنیز چوکاټ په اړه داسې څه نه دي ویلي چې عملاً د پلي کولو وړ وي.

د ګوتو په شمار ځیني سیاسي او مدني فعالان ادعا کوي چې د «لوی افغانستان» د داعیې د تحقق له پاره حتی حاضر دي چې له پاکستان سره په نظامی عملیاتو کې هم ښکېل شي خو تر اوسه داسې کوم منسجم او مستند سیاسي وړاندیز نه دی شوی چې دا نظامي عملیات  پر کوم بنسټ، په کومو امکاناتو او د کومو حقوقي مفاهیمو او تګلارو له مخې کېدلای شي.

د افغانستان حکومت، که څه هم په ځینو اعلامیو کې د ډیورنډ کرښه «فرضي» بولي، تر دې دمه نه دی بریالی شوی چې له فرضي کرښې اخوا سیمو سیاسي-قانوني دریځ تعریف کړي یا کم له کمه یې یو عمومي تصور وړاندې کړای شي. حتی په دولتي ادبیاتو او سیاسي ژبه کې هم دا وضاحت نه شته. د ډیورنډ کرښه فرضي بولو خو بیا هم ادعا کوو چې مخالفین پر افغانستان «د پاکستان له خاورې» تعرض کوي، «سرحد» نه منو خو د «بارډر منجمنټ» په اړه موافقې لاسلیکولای شو.

«له آمو تر اټکه لوی افغانستان» داعیه د مشخص سیاسي-حقوقي ملي او نړۍوال دریځ د نه شتون په شرایطو کې تر اوسه لا یوه شعاري غوښتنه بللای شو چې پر بنسټ یې کومه ریښتنیې، عملي پالیسي نه شي جوړېدلای.

۱.۲ – خپلواک پښتونستان

کله چې برتانیا د هند د وېش پر مهال پښتنو ته یوازې د هند او پاکستان تر منځ انتخاب ورکړ نو د ۱۹۴۷ کال د جون په میاشت کې پښتنو په بنو کې یوه لویه جرګه وکړه، د برتانیې له خوا طرح شوی ریفرینډم یې رد کړ او پر ځای یې د خپلواک پښتونستان غوښتنه وکړه.

د بنو په جرګه کې د پښتونستان له پاره نوم او بیرغ جوړ شول خو د پښتونستان د سیاسي او حقوقي ایجاد له پاره عملي ګام پورته نه شو.

د خپلواک پښتونستان طرح هم له هماغه پیله همداسې ګونګه ده. که چېرې د پښتونستان په نامه یو خپلواک دولت جوړېږي نو حدود به یې کوم وي؟ سیاسي، قومي او جغرافیایي محتوا به یې څه وي؟

دا دولت خو به ظاهراً له موجود افغانستان څخه بېل سیاسي واحد وي. له افغانستان سره اړیکې به پر کوم بنسټ وي او د مصنوعي کرښو په واسطه د یو لوی قوم د وېشل کېدلو ستونزه به څنګه حل کوي؟

د «خپلواک پښتونستان» د طرحې ګونګوالي لا تر اوسه د اړوندو سیمو سیاستوال پر دې نه دي قادر کړي چې دا داعیه په واضح ډول تعریف کړي.

په افغانستان کې هم نه شاهي دولت او نه سیاسي ګوندونو د خپلواک پښتونستان کوم مشخص تعریف وړاندې کړای شو. حتی د صوبه سرحد او قبایلي سیمو تر منځ د «ازاد پښتونستان» او «محکوم پښتونستان» شعاري نومونه کارېدل خو چا دا جرأت و نه کړ چې په ښکاره ډول ووایي چې د اېف سي آر تر چتر لاندې د پښتونستان ازادي څنګه تعمیلېږي؟ په افغانستان کې تر ۱۹۹۲کال پورې د پښتونستان ورځ (د سنبلې نهمه، د اګست یودېرشمه) لمانځل کېده خو رسماً «د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ» تر عنوان لاندې.

د دې طرحې پر اساس د احتمالي مستقل دولت په چوکاټ کې د بلوچستان له پاره حتی ضمني تجویز هم نه و.

۱.۳ – په پاکستان کې پښتونستان

د برتانوي هند له وېش وروسته چې پاچاخان او ملګرو یې د پاکستان تر چتر لاندې د پښتونستان موضوع مطرح کړه نو غوښتنه یې په یوه واحده صوبه کې د ټولو پښتنو یو ځای کول او دې صوبې ته د پښتونستان نوم ورکول وو.

عنعنوي ملتپال ګوندونه د پاکستان د آیین (اساسي قانون) په چوکاټ کې د پاکستان په سیاسي مبارزو کې خپل نقش لوبوي. دغو ګوندونو که په پاکستان کې د پښتونستان د صوبې غوښتنه هم کړې ده دا یې په څرګند ډول نه دي مشخص کړي چې د دې صوبې حدود به کوم وي او کومې سیمې به په کې شاملې وي.

تر پاچاخان وروسته نورو پښتنو سیاستوالو او سیاسي ګوندونو هم همدغه لار خپله کړې ده او په کامل وضاحت یې خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

له خیبر پښتونخوا سره د فاټا د انضمام ملاتړ هم ضاهراً د همدغې داعیې د تحقق په لار کې یو قدم بلل کېدلای شي.

۱.۴ – د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا

د پاکستان حکومت، نړۍ واله ټولنه او د پاکستان په سیاسي جغرافیه کې یو شمېر مېشت پښتانه د ډیورنډ کرښه د یو نړۍوال منل شوي سرحد په توګه پېژني.

په افغانستان کې د یو ځانګړي سیاسي لوري پلویان (چې شمېر یې د تاریخ په هېڅ پړاو کې د سلګونو له حده نه دی پورته شوی) ډیورنډ د رسمي پولې په حیث پېژني او ادعا کوي چې د ډیورنډ رسمیت به د موجود افغانستان ګټې خوندي کړي. د دې کسانو ستره اندېښنه دا ده چې که افغانستان بېرته یو کېږي نو د دوی د نسبي قومي اقلیت ونډه لا هم پسې کوچنۍ کېږي. همداراز د لسګونو په حدودو کې پښتانه هم د ډیورنډ د رسمي کېدلو پلوي کوي. د دوي توجیه دا ده چې تر سلو کالو زیات سیاسي بېلښت اوس د کرښې دواړه خوا ولسونه سره د پردي والي تر کچې لېرې کړي دي.

د افغانستان حکومت که څه هم د ډیورنډ کرښه «فرضي» بولي خو د پاکستان له جوړېدو را په دې خوا یې عملاً پر اړوندو سیمو د پاکستان «دی فکتو» (De facto) حاکمیت منلی دی. په قبایلي پښتونخوا کې د ډاکټر نجیب د حکومت تر سقوط پورې افغانستان له یو شمېر سیمه ییزو مشرانو سره اړیکې ساتلې او د کرښې اخوا پښتنو ته یې په سمبولیک ډول ځینې حقونه منلي وو (د محدود شمېر ځوانانو له پاره په افغاني تعلیمي بنسټونو کې د زده کړې حق او یو کم شمېر قبایلي پښتنو ته په افغانستان کې د «قبایلو کارت» په استناد له یو لړ محدودیتونو سره د اوسېدلو حق) خو نه یې په نړۍوالو فورومونو کې د هغې سیمې د خلکو د حقونو په دفاع کې تر یو شعاري «په اصولو کې ملاتړ» تر حده پورته کوم اقدام دی کړی دی او نه یې دلته د خپلو «بېلو شوو وطنوالو» له پاره کوم قانوني چوکاټ را منځ ته کړی دی.

۱.۵ – د پښتونستان پر سر د معاوضې معامله

د افغانستان د اوسنۍ جغرافیې یو شمېر اوسېدونکي د کرښې پر اخوا سیمو د افغانستان د مالکیت ادعا سمه بولي خو وړاندیز کوي چې د ډیورنډ د کرښې پر منلو دې له پاکستان سره معامله وشي، کرښه دې په رسمیت وپېژندل شي او په بدل کې دې پاکستان افغانستان ته د یو ترانزیتي دهلېز په کچه یوه ټوټه ځمکه ورکړي چې افغانستان له سمندر سره ونښلول شي. د دې طرحې پلویان د یو ډول «وهمي سیاسي خیال» ښکار شوي دي. دوی داسې انګېري چې ګواکې پاکستان به افغانستان ته د ډیورنډ د منلو په مقابل کې امتیاز ورکولو ته غاړه کښېږدي او غواړي چې له دغه خیالي امتیاز څخه ګټه واخلي. خو پر دې نه پوهېږي چې پاکستان به د کوم مجبوریت پر اساس د دوي دغه سخاوتمندانه وړاندیز ته حتی د یو ممکن وړاندیز په سترګه هم وګوري.

۲ – د داعیو ارزونه

عملاً د ډیورنډ د کرښې سوېلي خوا ته پراته ولسونه د پاکستان د حکومت تر مستقیم واک لاندې ژوند کوي او د ټولنیز ژوند د عادي اړتیاوو د پوره کولو له پاره (د هویت تثبیت ، ټولنیز اړیکي، تعلیم، روغتیا، د تګ راتګ اسانتیاوې، له نړۍ سره اړیکې،…) یوازې او یوازې د پاکستان د دولتي چوکاټ دننه مراجعو ته مخ اړولای شي.

د افغانستان حکومت په تېرو دریو لسیزو کې حتی هغه سمبولیک وجایب چې د قبایلو له پاره یې پر خپله غاړه اخیستي وو په مناسبه توګه نه دي عملي کړي.

په دې شرایطو کې د پښتنو تر منځ د بېلتون د کرښو د راښکلو او ژورولو په پار د پاکستان نظامي-استخباراتي دستګاه په پوره ځواک کار کوي او په افغانستان کې هم بهرني استخباراتي سازمانونه د بېلتون غږ په پوره ځواک بدرګه کوي. د کرښې دواړو خواوو ته ځوان، احساساتي افکار په اسانه د دغو تبلیغاتو ښکار کېږي.

پورتنۍ پینځه طرحې او د پښتنو د برخلیک ټاکلو له پاره چې نورې کومې طرحې وړاندې شوې دی، یوه هم کافي وضاحت نه لري او د سیمې او خلکو له پاره کومه عملي  تګلاره نه په ګوته کوي. د دغو طرحو پر بنسټ جوړ سیاستونه په هر ډګر کې له ناکامۍ سره مخ دي.

د قبایلي سیمو ناجوت حقوقي حالت د دې باعث شو (او لا کېږي) چې له هر حقوقي چوکاټ بهر د دې سیمې له وګړو سره د زور زیاتي او تاوترخوالي سیاستونه پلي شي.

۳ – پښتون ژغورنه، د یوې نوې سیاسي طرحې پیلامه

د پښتون ژغورنې غورځنګ په خپل ډېر لنډ، څو میاشتیني تاریخ کې د سیاسي پوخوالي داسې بېلګې د نړې مخې ته کښېښودې چې، په زغرده ویلای شو، د نړۍ د حق غوښتونکو نهضتونو او خوزښتنو په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی او د نړۍ د حق غوښتونکو مبارزو له پاره لارښود مثال دی. دا جالبه خبره ده چې د شلمې پېړۍ حق غوښتونکي بریالي نهضتونه (لکه په امریکا کې د لوترکینګ په مشرۍ د تورپوستو اقلیتونو مبارزه یا د نلسن ماندېلا په مشرۍ د جنوبي افریقا د تورانو مبارزه) د عدم تشدد پر سیاسي ماډل د بریا تر حده پر مخ ولاړل او د یویشتمې پېړۍ لومړی هغه غورځنګ چې د بریا تمه یې کېدای شي د پاچا خان پر ټاټوبي د پاچا خان پر پله قدم پورته کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځوان مشرتابه په ښکاره له خپل تاریخه درس اخیستی دی او ورو ورو له پخوانیو ناکامو سیاستونو څخه فاصله اخلي خو د دې غورځنګ یو شمېر احساساتي مشران او کشران لاهم د معقولو سیاستونو د منلو پر ځای د احساساتي څرګندونو ښکار کېږي.

زما په باور د پښتون ژغورنې غورځنګ د بریالیتوب له پاره لازمه ده چې لر او بر افغانان سره په ګډه کار وکړي او خپله مبارزه پر لاندې څو اصلونو باندې بنا کړي:

۳.۱ – عدم تشدد

د عدم تشدد نظریه باید په هر حال کې، په هر بیه چې وي، د دې نهضت تهدابي نظریه پاتې شي. د یویشتمې پېړۍ د دلومړیو دوو لسیزو تاریخ د نړۍ په سطح دا ثابته کړه چې هېڅ داعیه، که هرڅومره مشروع هم وي او هرڅومره د تشدد ځواک هم ولري، د تشدد له لارې نه شي بریالۍ کېدای. په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو جګړه د دې حقیقت ښه بېلګه ده. تر شل زرو تنو کم افراطیان په دې و توانېدل چې د نړۍ تر ټولو ستر قوت چې تر څنګه یې د لومړۍ درجې په لسګونو نور نظامي ځواکونه هم ولاړ وو، و ننګوي او لا لګیا دي ننګوي یې. شاوخوا پنځوس هېوادونه چې هر کال په سلګونو بلیونو ډالر د تشدد پر وسایلو لګوي، په شلو کالو کې د دې جوګه نه شول چې د زور د اعمال له لارې پر یو څو خورو ورو ډلو برلاسي شي. همدا راز، که د جګړې صحنه له دې بل لوري و ارزوو، سره له دې چې په سلګونو زره انسانان ووژل شول خو افراطي، متشددو ډلو د نړۍ په هېڅ ګوټ کې، د یادولو وړ خو څه چې، د محاسبې وړ بریا هم نه ده تر لاسه کړې.

برعکس، د پښتون ژغورنې غورځنګ په څو میاشتو کې په دې بریالی شو چې د نېږدې دوه سوه ملیونو وګړو پر ژوند او راتلونکې مستقیم اثر وښندي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د ځواک دغه مهم عنصر د پاکستان د حکومت له سترګو هم پټ نه دی پاتې شوی او په هره ممکنه وسیله زیار باسي چې دا غورځنګ د تشدد خوا ته و هڅوي.

تشدد ته مخ کول به د پښتون ژغورنې د غورځنګ تلپاتې ناکامي وي.

۳.۲ – پارلماني سیاستونه

د پاکستان تر واک لاندې سیمو کې مېشت پښتانه نېغ په نېغه د پاکستان د حکومت له سیاسي او اقتصادي پرېکړو څخه متاثر کېږي. دا سیاستونه په فدرالي او ایالتي پارلمانونو کې طرح کېږي او تصویب کېږي. دا به د نه منلو خبره وي چې پښتانه دې د خپل ورځني ژوند په چارو کې له تصمیم نیوونکو مراجعو څخه غایب وي نو ځکه خو لازمه ده چې پښتانه په خپل ټول ځواک سره د پاکستان په انتخاباتي مبارزو کې ونډه واخلي، د انتخاباتو د ګټلو او پر پرېکړو د اغیز ښندلو هڅه وکړي.

د پاکستان په سیاسي ګوندونو کې څو ګوندونه داسې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ خواخوږي دي او د غورځنګ له خواخوږۍ برخمن دي، په کار ده چې په هر ځای کې چې ممکنه وي، د دې ګوندونو ملاتړ وشي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه دا پرېکړه ډېره پر ځای ده چې دا غورځنګ د ټولو پښتنو د ارادې څرګندوونکی غورځنګ دی او په همدې علت په کار نه ده چې مستقیماً په پارلماني مبارزو کې ښکېل شي. ځو په مقابل کې، د پښتون ژغورنې غورځنګ هر غړی حق لري (او په ځينو ځایونو کې شاید دا یوه وجیبه هم وبلل شي) چې یا د یو سیاسي ګوند د استازي په توګه او یا په خپل شخصي هویت په انتخاباتو کې کې ونډه واخلي، اسمبلیو ته ورننوځي او له هغه ځایه د خپلو خلکو د حق غوښتنې غږ پورته کړي.

په افغانستان کې هم باید د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي ګوندونه، ډلې او افراد، د «لر او بر یو افغان» د شعار د تحقق له پاره پر حکومت او پارلمان فشار راوړي چې د یو روښانه، معقول او واقعبین سیاست په چوکاټ کې د هیواد په سیاست جوړولو کې د کوزو پښتنو ګټې په نظر کې ونیسي او د ګډ کور په سیاستونو کې د هغوی ونډه تامین کړي.

۳.۳ – د مدني او بشري حقونو غوښتل او اخیستل

د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په کار ده چې د خپلې مبارزې د بنسټ ټکی په هر قدم کې په پام کې ونیسي. دا غورځنګ له پښتنو سره د ظلم او زیاتي پر وړاندې د عدالت غوښتنې غږ دی.

ناقانونه نیونې، بې رحمه وژنې، د کلیو او کورونو بمبارۍ، دهشتګردي، نظامي خپلسرۍ او دې ته ورته کړنې له پښتنو سره او په عموم کې د پاکستان د اوسنۍ جغرافیې له شمالي سیمو سره د ظلم او زیاتي یوازینۍ نخښې نه دي. په پاکستان کې د بشري پرمختیا شاخص (Human Development Index) که له نېږدې وکتل شي نو په ښکاره مالومېږي چې د بشري تمدن له کاروانه وروسته ساتل کېدل هغه ستر ظلم دی چې د پاکستان حکومت له پښتنو او بلوڅو سره کړی دی چې په هېڅ ډول د منلو او بخښلو نه دی.

پښتانه او بلوڅان او په خاص ډول د قبایلي سیمو پښتانه تعلیم او روغتیایي اسانتیاوو ته د لاسرسي په برخه کې د نړۍ تر ټولو وروسته پاتې سیمو کې شمېرل کېدای شي (د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د ارقامو له مخې نایجریا او مرکزي افریقا هغه دوه هېوادونه دي چې د بشري پرمختیا شاخص یې د 0.350 شاوخوا دی او د نړۍ تر ټولو «نا پرمختللي» هیوادونه دي خو د پښتنو قبایلي سیمې بیا تر هغو هم ډېرې وروسته پاتې دي (0.275).

د تعلیم په برخه کې، د جنوبي وزیرستان په سلو کې یوازې څلور ښځې لیکل او لوستل کولای شي. که د پیر روښان د مبارزې تاریخ ته وګورو چې ښځو په کې د دیني تعلیم تر څنګ د خیرالبیان د لوستلو حلقې درلودې، په زغرده ویلای شو چې په وزیرستان کې د تعلیم وضعیت د پینځه سوه کاله پخوا په نسبت که بتر شوی نه وي، ښه شوی هم نه دی. تعلیم او صحت ته لاسرسی هغه دوه غوښتنې دي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ یې باید د خپلې مبارزې د سر په ټکو کې حساب کړي.

کله چې د حقونو بحث مطرح کېږي نو د سیاسي او مدني حقونو تر څنګ د اقتصادي حقونو بحث هم مطرح دی. د پشتون ژغورنې غورځنګ نه شي کولای چې خپله تاریخ جوړوونکې مبارزه یوازې سیاسي حقونو ته محدوده کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ باید په خپلو اهدافو کې د پښتنو د بشري او مدني حقونو تر څنګ د پښتنو د اقتصادي حقونو بحث ته په لومړیتوب قایل شي. دا بحث یوازې پر دې شعار نه شو محدودولای چې پښتانه باید پر خپله خاوره د شته اقتصادي سرچینو واک ولري. تر دې ور اخوا، په سلو کالو کې د قبایلي سیمو ضایع شوي حقونه هم جبرانېدل غواړي.

د کرښې دې خواته ولسونه او د افغانستان حکومت هم د پښتني قبایلو د بشري پرمختیا په برخه کې د پام وړ مسوولیتونه لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ برني ملاتړي باید د کرښې په اوږدو کې د بشري پرمختیا او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو له پاره د افغانستان حکومت دې ته اړ کړي چې لازم سیاستونه خپل کړي. د افغانستان پارلمان هم په دې برخه کې یولړ مسوولیتونه لري او د روانو ټاکنو په بهیر کې باید کرښې ته د څېرمه ولسونو استازي دې موضوع ته پوره ژمنتیا ولري. د پښتون ژغورنې غورځنګ برني ملاتړي باید په روان پارلماني کامپاین کې دا ټکی له کاندیدانو څخه د خپل ملاتړ  له پاره د یو اساسي شرط په توګه وړاندي کړي.

۳.۴ – رسنیز سیاستونه

په نولسمه پېړۍ کې د اروپا روڼ اندو د افغانستان د قبایلو په اړه دومره مالومات درلودل چې کارل مارکس هم په خپلو لیکنو کې پر دې سیمه بحث کړی دی. له بده مرغه، سره له دې چې په وروستیو څلورو لسیزو کې دا سیمه د نړۍ د برخلیک ټاکونکي جنګ تود میدان پاتې شوی خو لا تراوسه د نړۍ عامه افکار د دې سیمې په اړه هغه لومړني مالومات هم نه لري. په دې برخه کې لومړی مسوولیت هغو دولتي کړیو ته راجع دی چې د بېلابېلو اغراضو له پاره یې دا سیمه او د دې سیمې حالات له عامه انظارو پټ ساتلي دي خو یوه بله برخه مسوولیت په همدې سیمه کې د مېشتو هغو روشنفکرانو پر غاړه دی چې د حاکم تعلیمي-فرهنګي ناورین سره سره یې د زده کړو مجال موندلی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ باید له نړۍوالو رسنیو سره د اړیکو جوړولو چاره ډېره جدي ونیسي او ورته کار ووایي.

۳.۵ – نړۍوال سیاسي بنسټونه او فورومونه

د پښتون ژغورنې غورځنګ هغه وخت کولای شي د نسبي بریا تمه ولري چې په نړۍواله کچه خپلې داعیې مطرح کړای شي. د ملګرو ملتونو د سازمان بېلابېلې ایجنسیانې باید د دې سیمې او د دې خلکو حالاتو ته متوجه شي. دا کار هله شونی دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په بېلابېلو برخو کې (له بشري حقونو نیولې تر تعلیم، روغتیا، چاپېریال ساتنې، بې ځایه شوو او کډوالو، او دې ته ورته په لسګونو نورو) د خپلو خلکو ستونزې د نړۍوالو سیاسي بنسټونو (ملګرو ملتونو، اروپایي اتحادیې، نورو نړۍوالو سازمانونو، مدني فعالانو او نورو) پر وړاندې مطرح کړي.

۳.۶ – کرښې او سرحدونه

ډېری احساساتي ځوانان (چې اکثریت یې د افغانستان له اوسنۍ جغرافیې سره تړاو لري او یو شمېر یې له کرښې اخوا بېلابېلو سیاسي جریانونو سره تړلي دي) د افغانیت او پاکستانیت بې مانا بحثونو ته لمن وهي او یا پر کرښو او سرحدونو د معاملو خبرې کوي. دا مسایل اوس او په نېږدې راتلونکې کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په سیاسي اجنډا کې ځای نه لري. تر ډیورنډ ډېر پخوا، کله چې احمدشاهي امپراتوري د بې کفایته او خودغرضه مشرانو د خپلمنځي اختلافاتو قرباني شوه، د پښتنو پر سیمه کرښې ایستل شوې دي. تر هغه د مخه چې د پښتنو ټاټوبی د دوو سترو امپراتوریو (د ایران صفویانو او د هند مغولانو) تر منځ وېشل شوی و دې ته ورته کرښې موجودې وې. دې کرښو نه پخوا سره پښتانه بېل کړي دي او نه یې نن سره بېلوي. د خوشال دا خبره یو نه بدلېدونکی واقعیت دی، پخوا هم د تطبیق وړ و او نن هم دی چې «درست پښتون له کندهاره تر اټکه، سره یو د ننګ په کار». پاتې شوه د دولتونو او په دولتونو کې د ایالتونو تر منځ د کرښو خبره، هغه زموږ د نن ورځې د مبارزو موضوع نه شي کېدای.

د پښتنو خپله سیاسي جغرافیه هغه وخت د نوو نړۍوالو بشري حقونو پر بنسټ تعریفېدلای شي چې د دې سیمې مېشت ولسونه، چې په هر قوم او ټبر پورې تړلي وي، وکړای شي په خپلواک ډول، د خپلې ریښتینې پرېکړې پر بنسټ، د نړۍ په جغرافیه کې خپل ځای ځایګوټی و ټاکي. نن (د پښتون ژغورنې غورځنګ په شمول) هېڅ داسې سیاسي خوزښت، دولتي جوړښت یا د ملي ارادې د اظهار امکان نه شته چې د پښتنو د برخلیک په اړه وروستۍ وینا وکړي.

  • د افغانستان حکومت او پارلمان، که څه هم په یو تعبیر د ولسونو د رایو پر بنسټ ټاکل شوی خو، د جنګ په شرایطو کې، د بې شمېره درغلیو په شتون کې، د لسګونو بهرنیو استخباراتي سازمانونو په حضور کې هېڅکله هم دا ادعا نه شي کولای چې د دې سیمې د وګړو ريښتیني استازولي کوي. په دې شرایطو کې نه د افغانستان حکومت، نه د افغانستان پارلمان او حتی نه د موجود افغاني جغرافیې دننه ریفرېنډم نه شي کولای د ډیورنډ کرښې په اړه هغه ابتدایي خبره هم وکړي، څه پاتې شو دې ته چې په دې اړه فیصله وکړي. بیا که کوم لېونی پیدا شي او داسې فیصله وهم کړي، د ډیورنډ تر لومړي سند زیات قانونی ارزښت به و نه لري او په هېڅ ډول د ولسونو له پاره الزامي بڼه نه شي غوره کولای.
  • د پاکستان حکومت او پارلمان، که دا وهم منو چې د هغې جغرافیې د ولسونو د رایو پر بنسټ جوړېږي، په هېڅ صورت د پښتنو او بلوڅو استازي نه شي بلل کېدای او هر تصمیم چې نیسي، هره پرېکړه چې کوي، د پاکستان د قوانینو په چوکاټ کې به یې د حکومتولۍ د ضرورتونو پر بنسټ کوي خو دا پرېکړه به هېڅکله د دې سیمې د ولسونو پرېکړه نه وي او ولسونو ته هېڅ ډول الزامي بڼه نه شي غوره کولای.
  • په افغانستان او پاکستان کې سیاسي احزاب او ټولنیز خوزښتونه یوازې د خپلو غړو او کارکوونکو استازولي کوي. د دولتونو د حکومتولۍ په چوکاټ کې به په مستقیم یا غیر مستقیم ډول قانونیت لري، شاید په ځینو حالاتو کې یې مشروعیت هم و منل شي، خو دا ګوندونه، جوړښتونه او خوزښتونه د شپېته ملیونه انسانانو د برخلیک په ټاکلو کې هېڅ صلاحیت نه لري.

کله مو چې دا ومنله چې موجود سیاسي چوکاټونو د دې ولسونو د برخلیک په اړه، د پرېکړې خو څه، د خبرو حق هم نه لري نوبیا پر دې موضوعاتو د وخت ضایع کول د عقل کار نه شو بللای. د پښتون ژغورنې غورځنګ، د لر او بر افغانانو ملي مدني سازمانونه باید دې ته کار وکړي چې د خپلو وګړو د سیاسي، مدني، ټولنیز، اقتصادي، تعلیمي، روغتیایي او انساني حقونه تر لاسه کړي، په سیمه کې پراته وګړي دومره وړتیا حاصله کړې چې د سبا ډوډۍ ته نه وي حیران، د نړۍ حالات په خپله و ارزولای شي او بیا په یو پراخ، سراسري، ازاد، له هر ډول وېرې او ترهې پرته، پر نړۍوالو معیارونوبرابر، د نړۍوالې ټولنې له ملاتړه برخمن ریفرنډم کې د حپل برخلیک په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.

تر هغه وخته د کرښو او سرحدونو په اړه هر ډول خبرې، بحثونه او سیاسي حرکتونه له وختخ مخکې د وخت او انرژی ضیاع ده.

نتیجه ګیري

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بریالیتوب له پاره په کار ده چې د دې غورځنګ مشران او فعالین د خپلې مبارزې هر اړخیزه مطالعه ولري، یوازې په شعاري داعیو بسنه و نه کړي او ټول هغه سیاسي وسایل وکاروي چې د خپلو حقه غوښتنو د تحقق له پاره یې په واک کې لري، یا یې لرلای شي.