کور / راپور / د پښتون ژغورني غورځنګ د اروپا د څانګي غړو غونډه وکړه

د پښتون ژغورني غورځنګ د اروپا د څانګي غړو غونډه وکړه

‎پرون د پښتون تحفظ مومنټ غړو په بېلجیم هیواد کې د اروپا د پارلمان مخې ته یو سولیز لارېون وکړ چې پکې د المان او هالین‌‌‌‌‌‌ډ څخه ‌‌‌‌‌‌د لراوبر پښتنو افغانانو په ګڼ شمېر سره ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ . نوموړو لارېونکوونکو له اروپایي ټولنې څخه د پښتون ژغورنې د غورځنګ د حقوقو غوښتنه وکړه او همدارنګه یې خپل پرېکړن لیک د اروپا پارلمان چارواکو ته وسپاره .
‎لارېون څخه وروسته د پښتون تحفظ مومنټ د اروپا مېشتو پښتنو ېوه مشورتي غون‌‌‌‌‌‌ډه درلوده چې دا غون‌‌‌‌‌‌ډه د مالک بازي په کوربتوب ترسره شوه .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې مشري له هامبورګ څخه راغلې اغلۍ بي بي روح ګل کوله او د مونشيتوب چارې له هالین‌‌‌‌‌‌ډ څخه راغلی محترم عبدالله احسان سمبالولې .
‎له ټولو څخه لومړی عبدالله احسان د غون‌‌‌‌‌‌ډې په اجن‌‌‌‌‌‌ډا خبرې وکړلې او همدارنګه یې ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووېل ، له عبدالله احسان څخه وروسته امین باوري د پښتنو د بیدارۍ او د ېوالي په اړه مفصلې خبرې وکړلې چې څرنګه پښتانه په ټوله اروپا کې سره یو کېدلای شي ، همدارنګه محترم باوري صاحب د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو ته سپارښتنه وکړله چې د ټولې اروپا په سطحه ېو پلي مزل (Long March ) په لاره واچوي ،همدارنګه محترم باوري دا هم ووېل چې ټول پښتانه باېد د اروپا د پارلمان مخې کې او ېا هم د ناټو د دفتر مخې ته خېمه ودروي او خپل لارېونونه په پرلتونو بدل کړي .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې دوېم ویناوال محترم صفدر خان وو ، نوموړي له ټولو اروپامېشتو پښتنو افغانانو څخه د پښتون ژغورنې له غورځنګ څخه د ملاتړ هیله وکړله ، نوموړي له ټولو پښتنو څخه وغوښتل چې د پښتون ژغورنې ددغورځنګ لارېونونو ته د نوموړي غورځنګ عکسونه ، بېنرونه او بېرغونه راوړي .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې درېم ویناوال محترم ستانه ګل شېرزاد صاحب وو ، نوموړي له هر څه نه وړاندې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتون د ټولو اوامرو د منلو غوښتنه وکړله چې باېد د منظور پښتون هر امر ټول پښتانه ومني او د نوموړي غورځنګ غوښتنو ته عملي جامه ورواغوندي ، نوموړي همدارنکه ووېل چې په ټوله اروپا کې باېد د یاد غورځنګ څخه په کلکه دفاع وکړو .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې بل ویناوال محترم پېښوری شینواری وو ، نوموړي په ‌‌‌‌‌‌ډېرو لن‌‌‌‌‌‌ډو ټکو ووېل چې زه د پشتون ژغورنې له غورځنګ سره هر قیسمه مالي ملاتړ ته حاضر یم او حاضر یې چې نوموړي غورځنګ سره مرسته وکړم .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې په منځينۍ برخه کې ښاغلي شان پاچا شینواري او اباسین د پښتنو د یوالي او د ځوانانو د منسجم کېدلو باندې خپل نظرونه وړاندې کړل ، همدارنګه نوموړو د اروپا کې د پښتون ژغورنې د کمېټېو په جوړولو هم خپل نظر وړاندې کړ .
‎د غون‌‌‌‌‌‌ډې بل ‌‌‌‌‌‌ډېر اهم ویناوال محترم مالک بازی وو ، نوموړي ‌‌‌‌‌‌ډېر په سراحت سره ووېل چې مونږ اروپا مېشتي پښتانه د پښتون ژغورنې د غورځنګ څخه په کلکه او تر اخیري سلګۍ پورې دفاع کوو او هیچا ته به اجازه ورنکړو چې نوموړی غورځنګ دې سیاسي کړي ، نوموړي زېاته کړه چې نور باېد د اروپا په لارېونونو کې بدلون راشي او خپل اواز په لیکلي ‌‌‌‌‌‌ډول تر اروپاېانو ورسوو ، ښاغلي بازي وویل چې په ټوله اروپا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ اواز په کاغذونو باندې ولیکل شي او د اروپا په هره ژبه وژباړل شي .
‎له محترم بازي څخه وروسته عزیز سرشار په خبرو پیل وکړ ، نوموړي ووېل چې د پي ټي ایم د بېړنېو لارېونونو لپاره باېد ځانونه بیدار وساتو ، نوموړي د ‌‌‌‌‌‌ډېورند د تورې کرښې په باره کې هم مفصلې خبرې وکړلې . د غون‌‌‌‌‌‌ډې بل ویناوال ځوان مبارز عبدالقهار همت وو ، نوموړي ووېل چې د پښتون ژغورنې لپاره باېد په ېوې نوې تګلاره کار وشي ، نوموړي زېاته کړله چې د ټولو پښتنو په سیمو کې چې کوم ظلمونه شوي دي پدې باندې باېد ېوه ‌‌‌‌‌‌ډاکومینټري جوړه شي او د دنېا په مختلفو ژبو وژباړل شي او په هر ملک کې په ېوه لوېه پرده نوموړې ‌‌‌‌‌‌ډاکومېنټري خلکو ته وښودل شي ، نوموړي د غون‌‌‌‌‌‌ډې له ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو د جنیوا د پنځه ویشتمې نېټې د لارېون لپاره د خلکو د رابللو هیله هم وکړله. د غون‌‌‌‌‌‌ډې نورو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو هر ېو حاجي نصیر ستوری ، حاجي شاکر واصفي او انجینر حاجي ظریف هم د پي ټي ایم د اهدافو د پوره کولو په اړه خبرې وکړلې او د اروپا د ټولو پښتنو د یوالي په اړه وغږېدل . اورنګزېب زلمي هم د اروپا د پښتون ژغورنې د کمېټېو په اړه وغږېد چې د ټولو کمېټېو یوالي او یکجهتي باېد موجوده وي او له ټولو څخه یې د جنیوا د مهم لارېون په اړه د مرستې غوښتنه وکړله او همدارنګه یې د ټولې اروپا لپاره د ېوې کمېټۍ د جوړولو نظرېه وړاندې کړله .
‎په اخېره کې د غون‌‌‌‌‌‌ډې د مشرانو هر یو بي بي روح ګل او عبدالله احسان پدې خبرو غون‌‌‌‌‌‌ډه پای ته ورسوله : اغلۍ روح ګل ووېل چې پي ټي ایم سره باېد مالي مرسته وشي ترڅو په ټوله اروپا کې ورباندې لارېونونه وکړو ، نوموړې ووېل چې په ټولو لارېونونو کې د همغه ملک په ژبه بېانونه ورکړل شي په کوم ملک کې چې لارېون کېږي .عبدالله احسان د ټولې اروپا په سطحه د څلورو کمېټو ( د مالي ، کلتوري ، د اړیکو او مرکزي کمېټېو ) د جوړولو نظر وړاندې کړ ، او اخېر کې یې له ټولو ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو څخه مننه وکړله .
عبدالقهار همت.