کور / سياسي / سوله او پر وړاندې یې خنډونه

سوله او پر وړاندې یې خنډونه

لیکنه : صالح احمد مومند

سوله یوه داسې کلمه ده چې هر وګړی ورته اړتیا لري د تېرو څو لسیزو راهیسې مونږ افغانان د سولې تږي او آرمانجن پاتې شوي یوو، په زرګونه کسان د سولې په آرمان خاورې شول او خدای خبر، چې  دا لړۍ به لا تر کومه روانه وي؟ لکه څنګه چې د ډاکتر صیب نجیب الله په دوران کې مجاهدینو ویلي وو،  چې روسان دې زمونږ له خاورې ووځي مونږ د حکومت سره سوله کوو روسانو ماته وخوړه  او که وویستل شوه؛ خو مطلب جهاد پای ته ورسېد او روسان له افغانستان څخه ولاړل؛ خو بیا هم سوله رانه غله او په هېواد کې خپل منځي تنظیمي جګړې پیل شوې. چې په دې ترڅ کې یوازې افغانان ووژل شول .

بیا د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم دغو یو شمېر کسانو، چې په خپل منځي جګړو کې یې لاس درلود له امریکا یې وغوښتل چې افغانسان ته راشي او د طالبانو حکومت دې ړنګ کړي ترڅو د حکومت واک د دوی په لاس کې وي او همداسې وشول ۱۷ کاله تېر شول؛ خو بیا هم سوله رانه غله او طالبانو بار بار ټینګار کړی، چې امریکا باید ووځي بیا مونږ د افغان حکومت سره سوله کوو ګڼي زمونږ جګړه به همداسي دوام لري

لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه په دغه حکومت کې داسې کړۍ شته او کار کوي، چې مخکې یې هم نه غوښتل چې افغانستان کې دي سوله راشي او اوس هم نه غواړي . نو باید لومړی هغه کړۍ چې د سولې مخالفې دي باید مخه یې ونیول شي او بیا دې د وسله والو طالبانو سره خپلې خبرې پیل کړي ترڅو یو مثبتې نتیجې ته ورسیږو

هیڅ افغان په دې نه دی خوښ، چې په خاوره کې یې پردي خلک وي؛ خو همدغو سیاسي کړیو ورته دا  زمینه برابره کړي.

سوله هغه وخت راتلای شي چې حکومت کې هغه خاینان او پردي پال له واکه لرې کړاي او قانوني چلند ورسره وشي کوم چې د دوی د سولې په راوستلو کې خنډ جوړوي.  د حکومت دننه یو شمېر داسې کړۍ دي، چې د بهرنیانو په شتون کې خپلې ګټې خوندي وینې او لږ تر لږه جګړه دومره توده ساتي تر څو بهرنیان په افغانستان کې پاتې شي له بلی خوا پاکستان او ایران دوه هغه ملکونه دي، چې په ظاهره د دوستۍ چغې وهې؛ خو په باطن کې هغه سي نه دي. یادو دواړو هېوادونو تل ترتله په افغانسان کې جګړه ګرمه ساتلې اوبه یې خړې کړي او د ځان لپاره یې ماهیان په کې نیولي؛ نو له همدې امله په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو راپه دې خوا روانه جګړه دې دواړو هېوادونو توده او جاري ساتلې ده.

دا خبره ټولو ته څرګنده شوې او موږ یې په ښکاره ډول ویلای شو، چې په افغانستان کې د سولې راتلو او د اوربند د ټېنګښت مخه یو شمېر سیاسي ګوندونو او ګاونډیو هېوادونو د خپلو شومو او ناوړه موخو او ګټو په مخه نیولې. تر څو چې دغه  د سولې ضد ګوندونو او پردیو ګوډاګیو مخه ډب نه شي؛ نو زموږ په ګران هېواد کې د سولې راتلل به ستونزمن وي.