کور / سياسي / سوله ټینګېدونکې ده!

سوله ټینګېدونکې ده!

لیکنه : م – س

۲۰۰۱ زیږدیز کال افغانستان ته نوی پیل و، کوم پیل چې دغه هېواد یې له نویو تحولاتو سره مخامخ کړ، د اسامه  میلمه پالنه د دې سبب شوه چې یو رژیم وپرځیږي. طالبانو له پنجشېر درې او څو نورو محدودو سیمو پرته په ټول هېواد واک چلاوه، خو د امریکا بې دوه پنځوس بم غورځوونکو الوتکو هر څه بدل کړل. هغوي چې له واکه لویدلي او رټل شوي وو، بي دوه پنځوس الوتکو ورته داسې یوه انرژي ورکړه ته وا چې په بستر پروت ناروغ ته سیروم ورکوې.

خبره اوږده نه شي هر څه چې وو او هر څه چې دي، د لویو تېروتنو پایله ده، د بن په کنفرانس کې چې د نوي نظام بنسټ کېښودل شو، له هماغه مهاله تېروتنې پیل شوې، تېروتنې په تېروتنو، دا ډرامه لا نه ده پای ته رسېدلې، او د حامد کرزي له مهاله تر ننه نظام له داسې خلکو جوړ دی چې په سوله او ورورولی باور نه لري، د لوی افغانستان د جوړېدو پرځای نورې برنامې او پلانونه لري.

همدا ده چې وسلوال مقاومت روان دی، د طالبانو لویه برخه هغه دي چې له همدې تالي څټو تر پوزې راغلي وو، د هغوي د جګړې یو لوی اړخ همدا کسان دي چې افغانستان یې په هرې منفي برخه کې لومړي مقام ته رسولی، که فساد دی د همدوي له وجې دی، که نورې ناقانونه کړنې دي، د همدوي له لاسه دي، د همدوي د بدماشیو او امتیاز غوښتلو پایله وه چې د ملي یووالي حکومت جوړ شو. دې دوه سري حکومت کې د خلکو د هیلو او تمو خلاف داسې ناکردې وشوې چې د لوی افغانستان د تاریخ پاڼې یې په لیکلو شرمیږي.

خو دې ټولو ستونزو او ننګونو سره سره د هیلو یوه کړکۍ پرانیستې. په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د شاوخوا اویا کلونو په عمر یو سړی ناست دی چې  ملاتړي یې غني بابا بولي خو مخالفین یې په داسې نومونو یادوي چې دغلته نه شي لیکل کیدای او قلم پرې نه ګرځي. خو  غني د دې خبرو پروا نه لري، د لویو غلاو مخه یې نیولې، خو دا منو چې بې کاري اوج ته رسېدلې، دا هم د دې له کبله نه ده چې ده هر څه لاس کې اخیستي بلکې له دې امله ده چې بهرنیان وتلي، د لویو پراختیایی چارو درک نشته، د کاذب اقتصاد پر ځای د افغانانو اصلي اقتصاد سر را پورته کړی او هغه د حامدکرزي خبره اوس نود میلو او چړچو وخت تېر شوی، په حقیقت اوښتې.

دوه زره اتلسم کال کې د غني هڅو رنګ راوړی، د نوموړي یوه هڅه دا وه چې نړیوالو ته یې قناعت ورکړ کومه جګړه چې روانه ده، د افغانانو نه ده بلکې پیچلي اړخونه لري او اړتیا ده چې د مخنیوي او پای ته رسولو لپاره یې ګډ کار وشي، دې برخه کې د هغه له ژمنې سره سم نړیواله اجماع جوړه شوه، د جګړې اړخونه په ډېرو واضح الفاظو کې څرګند شول، له برلین نیولې، تر واشنګټن او نورو نړیوالو متحدینو ټولو د جګړې اصلی لوری وپیژاند، د ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنوري میاشتې د لومړۍ نیټې ټویټ ټول حیران کړل. ټرمپ وویل پاکستان له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې، میلیاردونه ډالر یې له امریکا اخیستي خو په بدل کې یې ترهګر را لیږلي، په افغانستان کې یې په امریکایی ځواکونو او ګټو بریدونه تنظیم کړي دي او د نه باور وړ ملګری ثابت شوی.

دوه زره اتلسم کال له هر اړخه افغانستان ته برخلیک ټاکوونکی دی، په داسې حال کې چې افغانان او هغه هېوادونه چې افغانستان کې ښکېل شوي، ټول سولې ته کار کوي، داسې یوه وخت کې له دې برنامې د طالبانو وتل دې ډلې ته قوت نه بلکې بدنامي ورکولی شي، د دې ډلې استقلالیت تر پوښتنې لاندې راوستلی شي. دا منو چې حکومت او نړیوالو ملاتړو یې ډېرې تېروتنې کړي دي خو اوس وخت کې چې د سولې غږ اوچت دی، طالبانو ته نه ښایی چې د نړۍ پر ځای پاکستان ته مخه کړي کوم هېواد چې د سلام ضعیف په وینا، اسلام ته نه بلکې اسلام آباد ته کار کوي.

دا یې وخت دی چې د حکومت د سولې هر اړخیزې طرحې او وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړل شي، ځکه اوس فرصت له لاسه وتونکی دی او د  ګړۍ عقربه نور د وسلوالو په ګټه نه بلکې د افغانستان په ګټه تاویږي. له هلمنده تر کابل پورې په پښو راغلو سوله غوښتونکو طالبانو ته د ضرب الاجل ټاکلو ګواښ وکړ او ویې ویل که د حکومت د اوربند په وړاندې طالبان اوربند ونه کړي، د هغو هېوادونو سفارتونو مخې ته خیمې وهي چې ګمان کیږي له ترهګرو ملاتړ کوي. دا یو ډېر ښه حرکت دی، اوس عامو خلکو او ټول هېواد کې د سولې د ټینګښت باور دی، دې لار کې  د طالبانو مقاومت دغه ډله منزوي کولی شي، که طالبان خپل پایښت غواړي، له دې فرصته دې طلایی ګټه واخلي او د سولې کاروان سره دې یو ځای شي که نه نو وخت به تېر وي، او د وخت تېرېدو په صورت کې بیا هر څه له لاسه وځي.

پای