کور / تازه خبرونه / امريکا د خبريالانو د پاره سياچالونه جوړوي

امريکا د خبريالانو د پاره سياچالونه جوړوي

په رسنيو کي دغه خبره لوڅه شوېده چي امريکا په افغانستان کي  غواړي  د خبريالانو د بېرولو  په خاطر بندي خانې او سياچالونه جوړکړي تر څو خبريالان  په افغانستان کي د جګړې د خبرونو  پر خپرېدو باندي بنديز ولګوي .

 د فرانسې خبري آژانس خبر ورکوي چي” باربارا جی وليشانسکي” چي يوه مدافع وکيله ده تيره ورځ يې د امريکا پوځ  په دې تورن کړ چي د خبريالانو د بندي کولو په خاطر سیا چالونه جوړوي  .

 هغه د امريکا دغه اقدام د خبريالانود وظيفو د مخنيوي په حيث ارزيابي کوي ،چي غواړي هغه  پيښي  خپرې کړي  کوم چي په عراق او افغانستان کي رواني دي   .

 د امريکا دغه د بشر دحقوقو دغه  و تلې مدافعه وايي چي : ډير هغه  کسان چي په عراق او افغانستان کي نيول کيږي نو هغوی ، محلي خبريالان دي چي په خپلو ښارو کي د جګړې  خبري لوڅوي  .

 هغې همدارنګه د امريکا د هغه پلان څخه چي خيال لري د ګوا نټانا زندان  ته ورته يو زندان د افغانستان په بګرام کي جوړ کړي، اندېښنه  ښودلېده .

 وليشانسکي زياتوي کله چي امريکا ،خبريالان، عکاسان او فلم اخيستونکي بېله دې چي کوم تور ور باندي لګېدلی وي يا داسي خلاف کاري يې کړې وي  ،د يوې اوږدې مودې لپاره  بندي کوي،  نو موږ پوهيږو چي دا کار د خلکو د ږغ د خفه کولو يوه برخه  ده .