کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان ولسمشر اوخارجه وزير ته د پښتونخوا دليکوالو وړانديز

افغان ولسمشر اوخارجه وزير ته د پښتونخوا دليکوالو وړانديز

په پېښور کې افغان کونسل حاجي عبدالخالق فراهي د افغانستان د دولت لخوا په اسلام اباد کې د لوى سفير په توگه ټاکل شوى دى ، نوموړى نږدى شپږ کاله په پېښور کې دافغان کونسل په صفت دنده په غاړه درلوده په دغه موده کې د نوموړي د ديپلوماتيکو کارونو تر څنګ يې دافغان کډوالو دستونزو دهوارولو لپاره ډېرې هلې ځلې کړي چې دافغان کډوالو زياتره مشران ترې خوښ دي.


 


 او س  چې نوموړى په اسلام اباد کښې دلوى سفير په توگه ټاکل شوى نو دافغان کډوالو مشرانو په ذهن کې دا پوښتنه  را پورته کيږي چې دنوموړي په ځاى به په پېښور کښې څوک افغان کونسل ټاکل کيږي؟


 


 نامتو ليکوال، شاعر او په پېښور کښې دافغان ژورناليستانو داتحاديى مشر عبدالروف قتيل خوږياڼى ويلي دي ، چې حاجي عبدالخالق فراهي په پېښور کښې دافغان ليکوالو او ژورناليستانو سره نږدى اړيکي درلودې او د دوى له ستونزو څخه به يې ځان خبرولو ، دافغانستان داولس مشر حامد کرزي او دبهرنيو چارو له وزير ډاکټر رنګين دادپرسپنتا څخه غواړي ، چې پېښور ته دحاجي عبدالخالق فراهي په ځاى يو داسې ملي شخصيت را وپيژني ، چې د گوندي گټو پر ځاى ملي گټو ته غوره والى ورکړي ، لکه څنګه ، چې حاجي عبدالخالق فراهي ملي گټو ته ژمن و او هيڅ ډول گوندي اړيکي په پام کې نه وي نيولي .


 نامتو خبريال عبدالرزاق حبيبي ويلي دي ، چې په اسلام اباد کښې دعبدالخالق فراهي دسفير په توگه ټاکل غوره اقدام دى ، نوموړي وړانديز کړى ، چې دپېښور په افغان کونسل گرى کې دفرهڼى چارو مشر محمد ظاهر بابري په پېښور کې دافغان کونسل په توگه دې وټاکل شي ، نوموړي دژورنالستانو او نورو ليکوالو تر منځ د پل په ډول کار کړى دى ، دنوموړي وړانديز افغان ليکوال او ژورناليست محمد عارف همدرد ، ليکوال او شاعر عبدالرووف قتيل ، دلرو او برويب پاڼې خبريال خالداحمد کاکړ او نامتو ليکوال او شاعر سعيداحمد کاکړ ويلي دي ، چې افغان کونسل حاجى عبدالخالق فراهي دښوونې او روزنې په چارو کښې دپېښور دافغان زده کوونکو ستونزو لوړو مقاماتو ته رسولي دي او حتى وړانديز يې کړى و ، چې د دولسم ټولګيو اسناد دې په پېښور کښې ور کړى شي .


 


مونږ له نوموړي څخه خوښ يو او بله دا ، چې محمد ظاهر بابري په فرهنګى چارو کښې دپېښور دافغان ليکوالو ستونزې هوارې کړي ، مونږ يې په دې ملاتړ کوو ، چې که چيرى نوموړى د ولس مشر کرزي او دبهرنيو چارو دوزارت لخوا دافغان کونسل په توگه وټاکل شي ، نو زمونږ ستونزې به ورسره نورې هم هوارې شي ،دپېښور څخه دخپريدونکى پښتو ورځپاڼې خبرونه مشر سراج عارف ويلي دي ، چې دمحمد ظاهر بابري په هلو ځلو دپښتونخوا ژورنالستان او هنر مندان څو ځله کابل ته وليږدول شول او د (ډيورنډ) د دواړو خواوو دپښتنو تر منځ د اړيکو په ټينګښت کښې ډېر غوره رول لوبولى ، نو که نوموړى کونسل وټاکل شي نو دافغانستان او پښتونخوا ايالت دحکومتي چارواکو او ولسونو تر منځ به د وروگلوى اړيکو ته نوره هم پراختيا ورکړي .


 


 دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس ښاغلى حامد کرزى صاحب!


 داچې په پېښور کښې افغان کونسل حاجى عبدالخالق فراهي په اسلام اباد کښې دسفير په توگه ټاکل شوى ، له تاسې محترم حضور څخه هيله کوو چې دپېښور په افغان کونسلرۍ کښې دفرهنګى چارو مشر محمد ظاهر بابري په پېښور کې دافغان کونسل په توگه وټاکئ دا به مو لوړه لورينه وي .


 


 په درنښت پېښور کې ميشت افغان ليکوالان


 


دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزير ښاغلى ډاکتر رنګين  دادفر سپنتا صاحب!


 


 داچې په پېښور کښې افغان کونسل حاجى عبدالخالق فراهي په اسلام اباد کښې دسفير په توگه ټاکل شوى ، له تاسې محترم حضور څخه هيله کوو چې دپېښور په افغان کونسلرۍ کښې دفرهنګي چارو مشر محمد ظاهر بابري په پېښور کې دافغان کونسل په توگه وټاکئ دا به مو لوړه لورينه وي .


 


 په درنښت پېښور کې ميشت افغان ليکوالان