طالبانو داجرستان ولسوالي ونيوله

34 | جولای 21st, 2008


 وسله والو طالبانودغزني ولايت لويديځ کې پرته  داجرستان ولسوالي تيرشپه په خپل قبضه کې راوستله

 دغزني ولايت دامنيه قوماندان ومنله چې پراجرستان ولسوالي طالبانو تيره شپه بريد وکړ اودبريدنه وروسته پوليسوپه تکتيکي ډول په شاتګ وکړ اوولسوالي يي دطالبانو لاس کې ورکړه .

نوموړي ومنله چې په دې جګړه کې دري تنو پوليسوته دولسوالي دامنيه قومندان په ګدون مرګ ژوبله اوښتې ده .

امنيه قوماندان ومنله چې په دې بريد کې پوليسوته مرمۍ خلاصي شوي اودوسلو اومهماتو دنشتوالي له امله پوليسوترپ اوخرپ ته مخه کړه ځانونه يې خوندي سيموته  ورسول .

 خودوسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يونا څرګند ځاي څخه دټليفون په کرښه وويل چې ياده شوي ولسوالۍ ددوي ملګرو تيره شپه بريد کړي اودرنده مرګ ژوبله يې پوليسوته اړولې ده .

هغه داهم وويل چې طالبانو ډيرې وسلې اومهمات هم لاس ته ورغلي دي .

 طالبانو په دې وروستيو کې خپلو حملو ته زور ورکړي دي اوډيرى ولسوالۍ يې ددولتي پوليسو څخه نيولي دي چې له يوې لنډې مودې وروسته يې بيرته خوشي کوي

Copyright Larawbar 2007-2024