کور / تازه خبرونه / کابل:د انسانانو د قصابانو د ډلي مشر ونيول شو

کابل:د انسانانو د قصابانو د ډلي مشر ونيول شو

دکابل پوليسو دهغه بانډ مشر نيولى چې انسانان به يې دقصاب په چاړه ټوټه ټوټه کول

دکابل دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونوپروړاندې دمبارزې اوتحقيق دچارومشر بريد جنرال عليشاه پکتياوال وايې چې دانيل په نوم دانسانانودوژونکيو دهغې ډلې مشر انيل يې نيولى دي کوم چې په کابل ښار کې به يې پول دار اودلوکسو موټرو لرونکي دملګري اوميلمستياپه بهانه کورته وړل  اوبيا به يې وژل اوموټر بۀ يې ترې خپلول .

پکتياوال وايې چې انيل خان هغه کس چې جلات خان نوميده اوشپږ مياشتې وړاندې يې په کابل کې له موټر سره کورته دميلمستياپه نوم بيولى وو اوبيا يې په چاړو باندې ټوټه ټوټه کړي وو اوپه بوجي کې يې اچولي وو اوبيا يي په يوه تشناب کې خښ کړي وو .

 جنرال پکتياوال وويل چې پروژونکي انيل داتور هم دي چې دجلات خان پرته  دنورو کسانو په وژنه هم تورن دي اودتيروکلونوراپدي خو يي دوی په لټه کې و چې تيره ورځ يې د١٥حوزې په مربوط سيمه کې ونيو .

که څه  هم پکتياوال ونه ويل چې نيول شوي کس انيل دکوم ځاي دي خو ويل يې چې دخواجه بغرا دسيمې اوسيدونکي دي کومه سيمه کې  چې دپنجشير ولايت اوسيدونکي ميشت دي .