کور / سياسي / د افغانستان د شخړې په حل کې ریاض څه کولی شي؟

د افغانستان د شخړې په حل کې ریاض څه کولی شي؟

لیکنه : م – س

د سعودي د الحرام جومات خطیب د جمعې لمانځه په خطبه کې افغانستان ته دعا وکړه. تر دې مخکې د عربستان پاچا ملک سلمان له طالبانوغوښتي وو چې له حکومت سره اوربند تمدید کړي. سعودي د اسلامي هېوادونو سرلاری دی، کوم دین چې له دې هېواد ظهور کړی او د خدای کور(کعبه شریفه) هم دې هېواد کې ده.

د الحرام  جومات خطیب شيخ عبدالرحمن السديس د جمعې د خطبې په لمانځه کې د افغانستان د سولې او اوربند لپاره دعا وکړه، او ټول یې ورورولي او یووالي ته را وبلل. د الحرام جومات خطیب او  امام وویل، له شک پرته د افغانستان خلک په اسلامي نړۍ کې له ځانګړي ځای او منزلت برخمن دي او توانیدلي چې د جهاد او مبارزې حماسه نندارې ته وړاندې کړي. هغه وویل، اسلامي نړۍ د افغان حکومت او طالبانو د اوربند هرکلی کوي او له ښکېلو خواوو غواړي چې د جګړو او کرکو پر ځای په ورورولي کې ژوند وکړي. نوموړي له افغانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد د ښې راتلونکي لپاره کار وکړي او د خپل هېواد ګټې تر شخصي ګټو مخکې کړي. وړاندې له دې د اسلامي همکارۍ تنظیم (سازمان) په افغانستان کې د اوربند د مودې د اوږېدو په اړه د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان غوښتنه وستایله. د سعودي عربستان پاچا هیله څرګنده کړې چې افغانستان کې به د هغه اوربند موده اوږده شي چې د روژې په میاشت کې اعلان شوی و.

د حکومت ټولې هڅې اوس له طالبانو سره په سولې ور ټولې دي، او د ټاکنو کمېسیون هم وروستیو کې ګیله کړې چې په وینا یې ارګ ټاکنې له لومړیتوب غورځولي او ټولې خبرې یې په سولې چورلیز لري. که چېرې دا هڅې  پایله ورکړي تر دې هیڅ څه هم افغانستان ته مهم نه دي، ځکه جګړه او تاوتریخوالی  هره ورځ له افغانانو لویه قرباني اخلي، جګړه ده چې هر څه په کې له لاسه تللي دي او د جګړې په شتون کې هیڅ  پراختیایی کار نه شي تر سره کېدای.

سعودي عربستان له طالبانو او د طالبانو له اصلي ملاتړي پاکستان سره نږدې او ژورې اړیکې لري، دې هېواد د پاکستان او عربي متحده اماراتو تر څنګ د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و، او له کله چې ولسمشر غني کار پیل کړی، سعودي عربستان ته یې څو سفرونه کړي دي، کابل هڅه کړې چې د سولې پروسه کې عربستان همکاري ته وهڅوي.

آیا د سعودي هڅې رښتینې دي؟

سعودي د څو عربي هېوادونو د ایتلاف مشري کوي چې له څو کلونو راهیسې په یمن کې د حوثي وسلوالو په ضد جنګیږي. دغه هېواد په سیمه کې د ایران نفوذ اندېښمن کړی دی.

سعودي ادعا کوي چې ایران سیمه کې مذهبي شخړو او توپیر ته لمن وهي، خو تهران د دې ادعا په ردولو سره  وایی دا  سعودي دی چې د اسلامي مذاهبو تر منځ توپیرونو ته لمن وهي. په هر حال که څوک دې قضیه کې لږ زیر شي، لږ پیچلې ښکاري. خو تمې دا دي چې  اسلامي هېوادونه په ځانګړې توګه سعودي عربستان او ایران  افغانستان کې رغنده رول ولوبوي، دا نو اوس کابل پورې تړلې چې ریاض او تهران افغانستان کې په کومولارو سره رښتینې همکاري ته را بللی شي.

سعودي په اسلامي نړۍ کې د بنسټ پالنې پراختیا اندېښمن کړی دی، پاچا ملک سلمان او ولیعهد یې شهزاده محمد بن سلمان اوس د تېرو حکومتونو خلاف هڅې پیل کړي دي، د خلکو د غوښتنو مطابق اقدامات کوي او ټولنه کې د شته محدودیتونو د له منځه وړلو لپاره یې لږ لږ کارونه پیل کړي دي. دې هڅو ته په کتو سره ویلی شو چې سعودي په رښتیا غواړي د بنسټ پالنې ریښه وچه شي، که سعودي دې لار کې عملي ګامونه پورته کړي له شک پرته پایله ورکوي. د افغانستان د سولې عالي شورا او عالمانو شورا سعودي د اسلامي هېوادونو مهم هېواد بولي چې په وینا یې د الحرام جومات د خطیب او امام وروستۍ دعا بې ګټې نه ده، او دا د جګړې لوری بدلولی شي،  د افغانستان د سولې بهیر دوه مهم اړخونه لري، لومړی کورنی اړخ او دوهم بهرنی اړخ.

کورنی اړخ

په کورني اړخ کې د سولې پروسه له یو لړ جدي ننګونو سره مخامخ ده، هغه کسان چې د ګلبدین حکمتیار په خبره لوکسو ماڼیو کې په ژوند کولو عادت شوي او شتمني یې اوس له حسابه وتلې، نه غواړي چې سوله راشي او دوي د سولې پر ځای په جګړه پانګونه کوي، ځکه د حکمتیارپه باور سوله کې د دوي ټول امتیازونه له لاسه وتلی شي، دا خبره تر ډېره بریده منطقي ښکاري. د ملي یووالي حکومت مهمه کورنۍ دنده د دې کسانو او کړیو پېژندنه ده. دوهم ګام کې د دوي اغیز او نفوذ باید کنترول شي، دوي باید پرینښودل شي چې د سولې پروسې د ګډوډولو لپاره منفي تبلیغات وکړي، اوس یې ویندویان او فعالان ډېر هڅاند ښکاري، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې فعال حضور لري، هڅې یې باید شنډې کرای شي، د سولې خبرو په تړاو دې خلکو ته منظم معلومات ورکړل شي، د سولې او جګړې دواړو بیې دې ولس ته روښانه شي، زه ډاډمن یم چې دې پروسه کې خلک له حکومت سره دریږي، خو شرط دا دی چې حکومت د خپلو کړنو په هکله ولس خبر کړي، که استدلال دا دی چې ټول څه نه شي ویل کیدای، حد اقل دې په دې برخه کې خلک با خبر وساتل شي. ټول ولس سوله غواړي، ټول سولې ته تږي دي، خو دې حساسو شرایطو کې باید د سولې مخالفین له صحنې وویستل شي.

بهرنی اړخ

د سولې بهرنی اړخ ډېر پراخ بحث غواړي، خو دې برخه کې د سیمې هېوادونو حساسیتونه باید درک شي، له امریکا سره اړیکو کې باید هڅه وشي چې د سیمې هېوادونو اندېښنې امریکا ته بیان شي، د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د امریکا حضور اندېښمن کړي دي، له امریکا باید وغوښتل شي چې د خپلو برنامو او موخو په تړاو واضح بیان ورکړي، اوس د افغانستان برخلیک او نظام تر ډېره په امریکا او لویدیځو هېوادونو تړلی، امریکا دې د سیمې هېوادونو ته ووایی چې افغانستان کې یې حضور د یوه ناکام هېواد او حکومت په پښو درول دي.

د پاکستان له هېواده دې په جدي ډول د همکاریو غوښتنه وشي، افغانانو ته دې وویل شي چې پاکستان ورنه څه غواړي او دوي څه ورکولی شي. په ډېورند کرښې بحث اصلا منطق نه لري، ځکه دا د حکومتونو نه بلکې د ولسونو کار دی چې دې قضیې سره څه کوي. په هر حال هم په کورني اړخ او هم په بهرني اړخ کې اوس تر بل هر وخت زیات سولې ته لیوالتیا زیاته شوې ده، او دا نو په کابل پورې اړه لري چې له کومو میکانیزمونو څخه په استفادې کولی شي، چې د سولې د ټینګښت لپاره اوسنی فرصت ښه وکاروي. سوله راتلی شي که  کابل وغواړي او دې برخه کې د اسلامي هېوادونو په ځانګړې توګه د سعودي رول مهم دی.

.