کور / د ډيورنډ کرښه / ډیورنډ لاسلیک شوی؟

ډیورنډ لاسلیک شوی؟

ليکنه: همایون نایل

په خواله رسنیو آوازه ګرمه ده چې د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر پاکستان ته د خپل وروستي سفر په لړ کې د ډیورنډ پر سر له پاکستاني حکومت سره پټه معامله کړې ده. دا سفرونه د دواړو هېوادونو د (عمل پلان) په چوکاټ کې دي چې باید په ۲۱ مختلفو موضوعاتو چې د ډیورنډ پکې شامل نه دی، موافقه وشي.
دوی فکر کوي چې د طالبانو له خوا تاریخي درې ورځنی اوربند او د سولې وروستۍ هڅې او پرمختګونه د دې له امله دي چې افغانستان به د طالب د جګړې د درېدو په بدل کې له پاکستان سره ډیورنډ په رسمي کېدو هوکړې ته ورسېږي.
خو د ملي امنیت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي امنیت سلاکار پاکستان ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې نه له باجوه سره لیدلي او نه یې د ډیورنډ د فرضي کرښې په اړه له چا سره خبرې کړي دي.
د اعلاميې له مخې ویل شوي چې نه خو حکومت یا کوم څوک د ډیورنډ په اړه خبرې کولای شي او نه حق لري؛ بلکې دا چاره د ټول افغان ولس حق دی او دوی به یې په اړه فکر کوي.
د طالبانو له درې ورځني اوربند وروسته رښتیا هم د سولې هڅې تر بل هر وخت پرمخ تللي دي.
خو ښاغلی اتمر پاکستان ته د خپل وروستي سفر په اړه له ازادۍ رادیو سره په ځانګړې مرکه کې وایي چې د ده سفر د اوربند د دوام، جاوید باجوه له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې هوکړې د عملي کېدو په موخه تر سره شوی.
ښاغلي اتمر همدا راز د ازبکستان پر سفر هم خبرې وکړې چې د تاشکند د غونډې په اړه یې د دغه هېواد هڅې ستایلي او په دوو مضوعاتو (د تروریزم او سازمان شوو جنایاتو پر وړاندې مبارزه او په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات چې اساسي مسله پکې د منځنۍ اسیا د پینځو هېوادونو د ګډې همکاري جلبول دي) او د دغه هېواد د مرستو هرکلی یې کړی دی.
دا په داسې حالت کې ده چې د اوربند مسلې دواړه لوري چې د سولې لپاره د زړه له کومې لېوالتیا ښيي، د سولې لپاره خوشبین کړي او دغه هېوادونه یې د پرمختګ لپاره له دواړو لورو سره همکاري کولای شي.
حالاتو ته په کتو که خلک اندېښنه لري چې خدای مه کړه روانې هڅې به د پاکستان په چالاکۍ او په کور دننه د سولې د دښمنانو له خوا ګډې وډې شي؛ خو له پاکستان سره د باور او نه باور خبره او د دغو جنګ غوښتونکو ډلو پروپاګندې دومره مهمه نه ده؛ ځکه چې حکومت او مخالفه ډله طالب یې د اوربندونو له امله د سولې په اړه خورا متأثره کړي دي او په دې کې شک نشته چې له اوربند سره سره، په دغو اوربندونو کې ټیټ پوړو طالبانو او افغان ځواکونو د ورورګلوۍ شېبو، له هلمند څخه د سولې کاروان، د سفارتونو مخ ته د پرلتونو جوړېدل، د علماوو د بې سارې غونډې او فتوا، د ولسمشر زړه سواندۍ، د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د وسله والو طالبانو پر وړاندې د ملي پاڅونونو زیاتېدل، بین الافغاني خبرې او په ټوله کې د سیمې د هېوادونو هڅې د روان کال له لومړیو میاشتو د کال تر پایه د سولې په راوستلو کې خپل اغېز ونه ښیندي.
نو د سولې دښمنان دې په دې پوه شي چې نه خو د پاکستان ډان ورځپاڼې په رښتیا هم دا خبر نشر کړی او نه هم دغه هېواد دومره ستر حماقت تر سره کولای شي چې له اوسني حکومت سره د ډیورنډ په اړه حتی یوه کلمه هم وکاروي. ځکه چې په وروستیو کې د همدې افغان حکومت له سیاستونو څخه پاکستان په داسې یو حالت کې قرار لري چې کلونه وروسته به یې هم له یاده ونه وځي؛ بیا داسې لویې خبرې خو به په هیڅ صورت له داسې حکومت سره مطرح نه کړي.
پر فسبوک دا هم توده آوازه ده چې ښاغلی اتمر په شمالي ټلوالې پسې د تړلي او په روانو حالاتو کې د حکومت، ملي هویټ پاڼې او په یو شمېر ملي مسایلو خلاف کړنو کې تر نورو هغو مخکې شخص او د پارلمان غړی لطیف پدرام ترور او ووژني.
خو پدارم چې د ملي یوالي پر وړاندې د ملي یوالي د حکومت پر وړاندې او نورو ملي مسایلو په منفي ګرایۍ کې چیغې ووهلې، ښایي د دوی د لا بدنامۍ سبب به وګرځي، اوس چې د دغې ټلوالې مشران او نور غړي، په پټه د هغه د وژلو، ترور کولو او یا له صحنې د وېستلو کومه پرېکړه کوي، سر له اوسه د خپل بام واورې پر بل ور اچوي؛ په داسې حال کې چې له یوې خوا به یې دغه ډول ناکام شخص له منځه وړی وي او له بلې خوا به یې د سولې پر وړاندې د خپل بادار امر هم پر ځای کړی وي، پر فسبوکونو او سوشل ميډیا کې د دا ډول بې بنستو خبرو په کولو خوله خلاصوي؛ خو د سولې پر وړاندې یې هر ډول شومې هڅې بې ځایه او بې کاره تمامېږي. ځکه چې نه خو پدرام، نه د هغه پلار- نیکه او د افغانستان د تېرو درې سوه کالو د آزادۍ په کوم جنګ کې برخه اخیستې ده. پدرام دې اوس هم خوشحاله وي چې د (افغان) نوم ورکړل شوی دی.