کور / د ډيورنډ کرښه / پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تېرونکي ټيم باندي بريد سوی دی

پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار تېرونکي ټيم باندي بريد سوی دی

پاکستانی پوځ وايي د يکشنبې په ورځ د ډېورنډ کرښي ته څېرمه د پاکستان پر هغه ټيم بريد سوی دی چي د پولي په اوږدو کي اغزن تار اچوي او يو عسکر يې پکي وژل سوی او يو بل ژوبل دی.

د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور وايي، ترهګرو ددوی پر پرسونل بريد کړی دی چي يو سرتېری يې وژل سوی او بل افسر يې ژوبل دی.

خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش، وايي چې  ياده پیښه، د پاکستان د پوځ او د ځایي خلکو ترمنځ سوې ده.

پاکستاني پوځ يو کال وړاندي د ډېورنډ پر کرښه د اغزن تار اچول پيل کړي دي چي د افغان دولت او افغانانو لخوا د سختو غبرګونونو سره مخ سوی دی.

د پاکستان په دې کار سره د افغانانو حساسيتونه اغېزمن سوي دي چي په دې لړ کي په ځينو سيمو کي ځايي اولسي وګړو د پاکستاني پوځ سره په جګړه کښېوتي دي او ګڼ پاکستاني پوځيان يې وژلي هم دي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند، جنرال محمد رادمنش،وايي : «موږ تل نړیوالو مراجعو او پخپله پاکستان ته ویلي چي په ټولي نړۍ کي انسانان د وروڼو په شان ژوند سره کوي. د قبایلو جلا کول او داسې په ډراماتیک ډول د داسې تارونو او کانالونو ایستل هیڅ گټه نه کوي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه هغه وخت ګټه کوي چي پاکستان په عمل کي د ترهگرۍ پرخلاف مبارزه کي خپلي ټولني او ټولي سیمې سره همکاري وکړي».

جنرال رادمنش، د پولې په اوږدو کې د بریدونو په هکله د پاکستان دعوې، “ډراماتیکې لوبې” بولي.

دا چي د افغانستان له نظره، د اغزن تار له غځولو پرته به څنگه د ترهگرو مخه ونیول سي، رادمنش وویل: «ښه او غوره لاره دا ده چي په پاکستان کي دننه د ترهگرو ځالې له منځه پووړل سي، او هلته چي د طالبانو کومې شورا گانې دي، هغه دې وتړل سي، او په پاکستان کي دي هغه مدرسې وتړل سي چي د افغانستان د جگړې لپاره طالبان روزي.»