کور / راپور / اشرف غني: د وردګو په جګړه کي به پر دښمن رحم ونه کړي

اشرف غني: د وردګو په جګړه کي به پر دښمن رحم ونه کړي

د ميدان وردګو ولايت په جلريز ولسوالۍ کي د تېري جمعې راهيسته د افغان دولت او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

افغان دولت وايي، وړاندي يې اوربند ته د درناوي په خاطر پر طالبانو بريدونه نه کول، خو د ميدان وردګو په جګړه کي به د طالبانو پر مورچو بريدونه کوي او پر هغوی به هيڅ ډول رحم ونه کړي.

د  جلریز ولسوال نقیب الله حیدري وايي، چي په شروع کي د افغانستان قواوو د طالبانو سره د لس ورځنې اوربند احترام کاوه مگر اوس د افغانستان د مسلح قواوو جنگي الوتکو د طالبانو په مورچو بمبارۍ شروع کړي دي او ولسمشر هم هدایت ورکړی  د ی چي پر دښمن دې رحم و نه سي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چي په دې جګړه کي تردامهاله د لوړ پوړو طالب مشرانو ترڅنګ ۲۵ تنه وسلوال وژل سوي دي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي. خو د افغان سرتېرو د مرګژوبلي په هکله تراوسه څه نه دي ويل سوي.

دا جګړې وروسته ترهغه شدت اخيستی چي د افغان دولت له لوري د اختر تر پنځمي اوربند د لسو ورځو لپاره نور هم تمديد سو خو د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند چي د کمکي اختر له لومړی تر دريمي ورځي پوري وو پای ته ورسېدی او د اوربند د نور تمديد خبره طالبانو رد کړه.

د افغان دولت او طالبانو لنډمهاله اوربند په افغانانو کي د سولي هيلي راوټوکولې او تمه يې پيدا سوې چي د دواړو لوريو لخوا به يو دائمي اوربند او ورپسې سولي ته لاره هواره سي.