کور / اقتصادي / قزاقستان د افغانستان سره د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې همکاري زیاتوي

قزاقستان د افغانستان سره د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې همکاري زیاتوي

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد اریوبي نن په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان جمهوري دولت د نوي لوی سفير ښاغلي علیم خان یسین گلدییف سره د تعارفي لیدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د قزاقستان نوي سفير ته د هر کلي تر څنګ محترم اريوبي وویل چې افغانستان د خپلو اړکيو د پراختيا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خلکو ته د با کیفيته خدماتو د وړاندې کولو لپاره غواړي د قزاقستان سره اړيکې لا پراخه شي.
په دغه لیدنه کې ددې تر څنګ، د دغه هېواد د پخواني سفير د ژمنو د تداوم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د دوه اړخيزه همکاريو، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ددغه هېواد د تجربو څخه ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د ساتلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.
د قزاقستان سفير ژمنه وکړه چې په خپله کاري موده کې به پوره هڅه وکړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره له نږدې کار وکړي او د معلوماتي ټکنالوجۍ، انټرنیټ او مخابراتو په برخه کې د وزارت سره په مشترکو برنامو باندې کار وکړي.