کور / راپور / د غازي امان الله خان لیسټ A سیالیو دویم پړاو د جولای میاشتې په لسمه پیلیږي

د غازي امان الله خان لیسټ A سیالیو دویم پړاو د جولای میاشتې په لسمه پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د هیواد د شپږو زونونو کرکټ لوبډلو ترمنځ د غازي امان الله خان لیسټ A پنځوس اوریزې لوبې د دویم ځل لپاره پيليږي .

دغه لوبې ، چې په خوست او کابل کې به پيل شي ، د جولای میاشتې له ۱۰ نيټې به تر ۲۲ نيټې پورې دوام وکړي .

د يادو سياليو د دوهم پړاو ځینې لوبې به په تلويزيون په ژوندۍ بڼه وښودل شي او د ملي لوبډلې لوبغاړي به هم په کې ولوبيږي .

تیر کال د افغانستان کورني کرکټ پنځوس اوریزو لوبو ته د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د لیست A دریځ ورکړل شو، ددغه دریځ تر ورکولو وروسته د افغانستان پنځوس اوریزو لوبو په نړیواله کچه رسمیت ترلاسه کړ، چی د هرې لوبې او پدې لوبو کې د لوبېدونکو لوبغاړو کړنې ( ریکارډونه ) په نړیواله کچه ثبتیږي.

 تیر کال په دغو سیالیو کې سپین غر زون لوبډلې اتلولي ترلاسه کړې وه او دا ځل به له خپلې اتلولۍ دفاع کوي.