کور / راپور / د اماراتو کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د اې پي ایل ترسره کیدل منظور کړل

د اماراتو کرکټ بورډ په متحده عربي اماراتو کې د اې پي ایل ترسره کیدل منظور کړل

اماراتو کرکټ بورډ د کرکټ نړيوالې شورا ته په يوه استول شوي لیک کې ويلي، چې دوی په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان غوره ليګ (APL ) سیالیو د ترسره کیدو سره هوکړه کړې.

اماراتو کرکټ بورډ ویلي چې د کرکټ له نړيوالې شورا تر منظورۍ وروسته به د ۲۰۱۸ میلادي کال د اکتوبر په میاشت کې دغه سيالۍ په اماراتو کې پيل شي.

افغان پريميرلیګ ( APL ) د افغانستان کرکټ بورډ سوداګريزې شل اوریزه سيالۍ دي چې تړون یې د روان ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې لاسلیک شو.

د ليګ په لومړي پړاو کې پينځه لوبډلې دي ، چې د دواطلبۍ پر اساس به ګټونکو کمپنیو ته ورکړل شي او د اکتوبر میاشتې له ۵ نيټې به تر ۲۳ نيټې پورې دوام وکړي ، چې د افغان لوبغاړو ترڅنګ به نړيوال لوبغاړي هم په کې ولوبول شي.

افغانستان کرکټ بورډ او ټي سي ایم تر منځ د ۲۰۱۸م کال په اپریل میاشت کې یو تړون لاسلیک شو، چې له مخې به یې ټي سي ایم له افغانستان کرکټ بورډ سره د اې پي ایل لپاره د تطبیقوونکې کمپنۍ په توګه کار کوي