کور / راپور / د فاع وزارت :په افغانستان کي د داعش وسلوالو د شمېر په هکله د روسيې څرګندوني بې اساسه دي

د فاع وزارت :په افغانستان کي د داعش وسلوالو د شمېر په هکله د روسيې څرګندوني بې اساسه دي

دفاع وزارت د روسيې هغه څرګندوني بې اساسه بللي دي چي ګڼي په افغانستان کي د داعس لس زره وسلوال شتون لري.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د روسيې دا څرګندوني اساس نه لري چي وايي د افغانستان په ټولو ولايتونو کي د داعش سختدريځي وسلوالي ډلي لس زره جنګيالي په جګړه بوخت دي.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کي د روسيې استازي واسیلي نبننزیا وویل چي داعش په افغانستان کي لس زره جنګیالي لري، چي په نهو ولایتونو کي  فعال دي.

خو د د دفاع وزارت سرپرست ویاند جنرال محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ( چنګاښ ۶مه ) خبریالانو ته وویل، چي په افغانستان کي د داعش وسله وال د افغانستان په څلورو ولایتونو کې تر دوو زروپورې وسله وال سړي لري.

د نوموړي په خبره دا وسلوال د ننګرهار، کنړ، نورستان او جوزجان  ولايتونو کي فعاليت لري.

جنرال رادمنش دا هم وویل چي ددغه دوه زره جنګیالیو پنځلس سوه یې د حقاني او نورو ترورستي ډلو څخه د داعش سره یوځای سوي دي.

روسي استازي له افغان دولت څخه دا غوښتنه هم کړې ده چي بايد د هيواد په شمال کي د داعش ډلي پرضد جدي ګامونه پورته کړي.