کور / راپور / په ارجنټينا کې د افغانستان نا استوګن سفير خپل باور ليک د هغه هېواد ولسمشر ته وړاندې کړ

په ارجنټينا کې د افغانستان نا استوګن سفير خپل باور ليک د هغه هېواد ولسمشر ته وړاندې کړ

د د جون پر ۲۵مه، د امریکا د متحده ایالتونو لپاره د افغانستان لوی سفیر او ځانګړي استازي ډاکټر حمدالله محب، د ارجنټینا جمهوري دولت په پلازمینه بوینس آیرس کې، ددغه هیواد ولسمشرماوریسیو ماکريMauricio Macri ته د افغانستان د نااستوګن (غیرمقیم) سفیر په توګه خپل باورلیک، د کوربه هیواد د تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، وړاندې کړ.

د ارجنټینا ولسمشر د ښاغلي محب څخه د باورلیک په منلو، د خپل هیواد لپاره د افغانستان د رسمي سفیر په توګه مبارکي ورکړه. د افغانستان سره اړیکې یې د خپل هیواد لپاره ارزښتمنې وبللې او د پیاوړتیا لیوالتیا یې څرګنده کړه.

د باورلیک وړاندې کولو تر مراسمو وروسته افغان سفیرښاغلي محب د ولسمشر  ماکري سره په لیدنه کې، د نوموړي څخه د مننې او په بیلابیلو برخو کې د ارجنټینا د تمعیري رول د ستاینې تر څنګ؛ د افغانستان د روانو حالاتو، لاسته راوړنو، سولې او ثبات پر لور د مهمو ګامونو په هکله معلومات ورکړل.

د افغانستان او ارجنټینا ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیلولو په موخه د ګډو زمینو په بحث کې افغان سفیر په کرنیزو چارو، اقتصادي ودې او ورزش، (په ځانګړي ډول فوټبال په برخه کې) د ارجنټینا د نړیوال شهرت په یادولو، د حکومتونو او دغه راز افغان او ارجنټینايي ولسونو ترمنځ د همکاریو رامنځ ته کولو وړاندیز وکړ. ولسمشر ماکري په کرنیزو چارو کې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو ترڅنګ د تخنیکي او مسلکي مرستو کولو، په اقتصادي وده کې د افغانستان د ملاتړ، (په ځانګړي ډول د South-South Cooperation د ۲۰۱۹ کال په غونډه کې چې په بوینس آیرس کې جوړیږي)، په ارجنټینا او افغانستان کې د افغان فوټبال لوبغاړو او روزونکو، روزلو او دغه راز ټیکنالوجۍ په برخه کې د افغانستان سره د همکارۍ چمتوالی ژمنه وکړه.

ښآغلي محب، د ولسمشر ماکري سره تر لیدنې وروسته، د ارجنټینا د بهرنیو چارو د وزیر جورج فاوري Jorge Faurie، د آسیا او اوقیانوسیې لپاره د بهرنیو چارو وزارت د رئیس ښاغلي ایډوارډ اسیویډو ډیاز Eduard Acevedo Diaz، د بهرنیو همکاریو د رئیسې مېرمن لوسیلا آګسټینو روسو Licila Agustio Rosso ، د اسیا او اوقیانوسیې د اقتصادي چارو د رئیسې مېرمن ماریا ایزابیل رینډنMaria Isabel Rendon او آسیا سره د همغږۍ د رئیس ښاغلي لوویس ایډوارډو سوسمن Luis Eduardo Susman سره وکتل.

په دغه کتنه کې د ولسمشر ماکري سره د ښاغلي محب د خبرو په دوام، د همکاریو پر عملي کولو او ولسمشر له لوري د ژمنو پر پلي کولو مفصل بحث وشو. د افغانستان او ارجنټینا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو ددغه پیل په هکله دواړو لورو، په نږدې راتلونکي وخت کې د همکاریو د تړونونو او یو شمېر هوکړه لیکونو د چمتو کولو ژمنه وکړه.

په پام کې ده چې په دې موخه په واشنګټن کې د افغانستان او ارجنټینا د سفارتونو او دغه راز د لوړپوړو دولتي پلاوو ترمنځ تعقیبي ناستې ترسره شي.