کور / سياسي / افغانستان اوس له تجزیې سره مخامخ شو

افغانستان اوس له تجزیې سره مخامخ شو

ليکنه: حفیظ الله تسل

د افغانستان سوله چې له کلونو کلونو هڅو او لالهاندیو سره سره بیا هم د حکومت او خلکو لپاره یو چالش کرځېدلی دی؛ یو څه مثبت بدلونونه پکې راغلي دي؛ خو باید هغه اندېښنې له منځه ولاړې شي چې موږ ووایو سوله به وشي؛ خو د استخباراتي شبکو فعالیتونه به یې په یوه معما راته وګرځوي چې حل به یې نه وي.
نو څنګه کولای شو دغه سوله تامین، ښه مدیریت، ترې ستانه وکړو؟
د کوچني اختر د سولې اوربند چې سوله غوښتونکي طالبان په ښارونو او ولسوالیو کې له خلکو سره یو ځای شول، پر دواړو خواوو یې عمیق تاثیرات پرېباستلي دي او دغه ډول اوربند د تاریخ په اوږدو کې کمساری دی.
د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر وخت هم اوربند یا ډز بند شوی و، خو توپیر یې دا دی چې هلته حکومتي وو او د عام ولس شعور دا د اوس په څېر پياوړی نه و، اوس دغه چاره ولسي او د ولسونو لخوا تر سره کېږي او د واک زیاته برخه یې د همدې ولس په لاس کې ده.
او پایله یې ځکه ښه ده چې ملي، سیمیزې، نړیوالې او اسلامي اجماعګانې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسولو لپاره تر لاسه شوې دي چې په تېرو اوولسو کالو کې بې سابقه هغه دي.
د سولې په اړه له هلمند، پېښور، کونړ، پکتیا او پکتیا څخه د سولې د کاروانونو حرکتونه، په کابل کې تر بلې هرې موضوع زیات په سوله باندې فوکس هغه څه دي چې د ولسونو د سوله د بېصبرانه غوښتنې بیان کوي.
د سولې د پلي کولو لپاره د افغانستان د ولایتونو او ولسوالیو مامورین د زړه سوي او مسؤلیت له مخې کار نه کوي. خلکو ته داسې فکر پیدا کېده چې حکومت سوله نه غواړي او د اوربندونو په دوام سره دغه دی دا مفکوره تر یوه حده له منځه تللې او د لا نورې مقابلې لپاره یې باید د سولې حرکتونه له ښارونو او ولسوالیو څخه کلیو ته پیل شي؛ څو ولس ته ثابته شي چې سوله د حکومت په لومړتوبونو کې ده. ځکه سوله د اوبو او هوا په شان د ژوند یوه مهمه برخه ده.
په ولایاتو کې په عمومي صورت، دولتي مقامونه یا د څو احزابو او یا هم د موجوده فاسدو وکیلانو تر تر انحصار لاندې دي او زیار وېستل کېږي چې د خپل قوم او د خپلې ژبې او مذهب کسان له ولسوال څخه نیولې تر د ټيټې ربتې ملکي او نظامي مامورین مقرر کړي. په ډېرو ولسوالیو کې خلک پوښتنه کوي چې موږ په دې حکومت کې ځان نه وینو، له بلې خوا دوی په یو ډول باور کوي چې طالب زموږ قضايي ستوزنې حل کوي او د راتلونکي لپاره د همدې زورمندانو او فاسدو په مقابل کې د کمپاین او مجادلې ژمنې را سره کوي.

په افغانستان کې له مطلق اکثریت خلکو سره همداسې نظر دی؛ ځکه چې د مفسدینو، غاصبینو، او د پردیو ملکونو جاسوسانو په مقابل کې له مجازاتو نه کار نه اخیستل کېږي. په ټوله دنیا کې له مجازتو نه د امن او قانون ته د غاړې اښودلو لپاره استفاده کېږي. تر څو چې موږ هم له دې اصل څخه استفاده ونه کړو، عدالت نه شي راتلای، چېرته چې عدالت نه وي، هلته د نظر وحدت وجود نه لري او د وحدت نظر په نشتوالي کې، سوله به نه وي او ناامني به دوام کوي.

د سولې شورا چې یوه حکومتي دستګاه ده، د سولې لپاره هیڅ موثر کار نه دی کړی، د دې شورا غړي باید منسجم شي او له هغې وروسته دې خپلو ولسوالیو او ولایتونو ته واستول شي؛ ځکه چې هلته طالبان عملاً د جنګ په میدان کې دي او دوی باید ورسره وپېژني چې د هغوی اختیار د پردیو ملکونو په لاس کې دی او که د خپلو رهبرانو؟
په دې ترتیب به موږ ته مالومه شي چې د حکومت متواترې هلې ځلې چې په پاکستان باندې فشار راوړل او د سولې لپاره ملي، سیمه ییز او اسلامي اجماعګانې جوړول وو او بس، د کوم میکانیزم په اساس د هغوی مدیریت وکړو شو چې دا جنګ پای ته ورسوو.
له طالبانو سره زموږ اړیکې په ولسوالیو او شاوخوا کلیو او بانډو کې، د سولې د شورا د غړو له خوا ونیول شي، څو معلومه شي چې د جنګ او سولې پرېکړه له طالبانو له مشرانو سره ده او که د دوی له تمویل او تجهیز کوونکو له مشرانو سره.
طالب ته باید هیڅ کله هم د امن ځایونه ورنه کړل شي. ځکه داسې موقع به د هغوی د اربابانو په خوښې سره وي، هغوی به په داسې د (امن ځایونو) کې خورا مجهز او منسجم کړل شي فکر وکړه چې افغانستان اوس له تجزیې سره مخامخ شو؛ خو د حکومت له ارادې ښکاري چې هیچا ته به وخت ور نه کړي چې هېواد د تجزیې له ګواښ سره مخ کړي، که چېرته دې ته پام وکړي او ورسره د حکومت په اړه په ولسونو کې داسې لارې چارې په کار واچوي چې عامه اذهان په دې قایل شي چې حکومت او ښار میشتي رښتینې مسلمانان دي او وژل یې حرام دي؛ کوم چې ګاونډیو او نورو دښمنو استغباراتي کړیو د پوخ تبلیغ په پایله کې دغه خلک یو ډول بد پېژندلي دي.

.