کور / راپور / ولسمشر اشرف غني: د سولي په هکله بايد فرضيې بدلي سي

ولسمشر اشرف غني: د سولي په هکله بايد فرضيې بدلي سي

نيويارک ټايمز ورځپاڼي د چهار شنبې په ګڼه کي د ولسمشر اشرف غني مقاله خپره کړې ده چي پکي ولسمشر پر طالبانو د سولي ږغ کوي.

اشرف غني ليکلي دي چي دی به د طالبانو سره په هر هغه ځای کي وګوري چي د هغوی غوښتنه وي، نوموړی ليکي: ” زه به د طالبانو له مشر، ملا هبت الله اخندزاده سره په هر ځای کي چي هغه وغواړي، خبرو ته کښینم.”

ده طالبانو ته په خطالب کي ويلي چي “د خبرو اترو لپاره د یو ځای پر ټاکلو راضي سئ او په ښه نیت سره د مذاکراتو په یو رسمي بهیر کي برخه واخلئ”.

د ښاغلي غني په خبره،  داخلي او بهرنيو څېړونکو او شنونکو به ويل چي په افغانستان کي د څلوېښتو کالو جګړې دا هيواد داسي ټوټه ټوټه کړی دی چي د جګړې درول او د خلګو يو د بل منل به پکي ډېر وخت وغواړي او دا کار به ډېر ستونزمن وي. خو د اختر دريو ورځو اوربند دا فرضيې باطلي کړې او دا جوته سوه چي افغانان په هروخت کي کولای سي جګړه ودروي او د سولي او وروولۍ په فضا کي يو بل وزغمي.

نوموړي په خپله مقاله کي ليکلي، “ترټولوسخت تصميم چي ما د افغانستان د ولسمشر په توګه نیولی دی،  دا وو چي له خپلو خلکو وغواړم چي د تحلیل ګرانو او څېړونکو فرضیو په ردولو کي زما سره ودریږي. اوربند دا ثابته کړل چي د افغانانو پوهه، د نورو ټولو کسانو پر اټکلونو غوره وه.”

ولسمشر اشرف غني وايي، د اختر  په ورځو کي چي اوربند لنډمهاله خوښي راوتل ترڅنګ يې په افغانانو کي دا هيلي هم راوټوکولې چي د سولي په هکله د خلګو فرضيې بدلي کړو.

اشرف غني په خپله مقاله کي زياتوي چي د جګړو، وژنو او تاوترېخوالي ورځي افغانانو ته د سولي د خطرونو په پرتله ګراني تمامېږي، نو افغان حکومت، زموږ نړیوال ملگري، او افغان طالبان باید د سولې د دغو ورځو څخه سبق واخلي.

اشرف غني په خپله مقاله کي د سولي ولسي حرکتونو ته هم اشاره کړې ده او ليکلي يې دي چي  له هلمند څخه کابل ته د سولې راغلي کاروان سره یې په لیدلو کي د هغوی غوښتني منلي او همدا وو چي حکومت اوربند‎ لس ورځې نور هم وغځوی.

نوموړي د طالبانو له مشرتابه غو‍ښتنه کړې ده چي هغوی دي هم د سولې ولسي حرکت له غړو سره په درناوي چلند وکړي او د هغوی غوښتنې دي ومني.

https://www.nytimes.com/2018/06/27/opinion/ashraf-ghani-afghanistan-president-peace-talks-taliban-.html