کور / راپور / دولتي چارواکي: په لوګر کي د مخدره توکو د قاچاق پر سر طالبانو خپلمنځي جګړه کړې ده

دولتي چارواکي: په لوګر کي د مخدره توکو د قاچاق پر سر طالبانو خپلمنځي جګړه کړې ده

د لوګر ولايت امنيه قومندان وايي، نن د ياد ولايت په څرخ ولسوالۍ کي د مخدره توکو د قاچاق پر سر د دوو طالب قومندانانو ترمنځ نښته سوې ده چي دواړو لوريو ته يې مرګژوبله اړولې ده .

د لوګر د امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزی وايي، دا پېښه نن د پنجشنبې په ورځ د څرخ ولسوالۍ د مدير برکت په کلي کي رامنځ ته سوې ده چي ۱۲ تنه وژل سوي او څلور نور ټپيان دي.

وړاندي راپورونه ورکړل سوي وه چي په ياده سيمه کي د سولي پر ولسي حرکت چاودنه سوې ده او د حرکت ګڼ غړي يې وژلي او ژوبل کړي دي، خو وروسته دا راپورونه د لوګر د امنيه قومندانۍ لخوا رد سول.

د احمدزي په وينا، ‎په څرخ ولسوالۍ کې د سولې پر ولسي حرکت ماين چاودنه نه ده سوې بلکې د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته را منځ ته سوې ده.

د نوموړي په خبره ، پېښه د دواړو ډلو تر منځ هغه وخت را منځ ته  کيږي، چي دوه هايلکس موټرو کي يې قاچاق بار کړی وو او بل ځای ته يې لېږدول، چې د نه جوړ جاړي له امله د دوی تر منځ جګړه را منځ ته سوې.او په پايله کي يې دوولس  تنه د ملا نعيم د ډلې غړي وژل سوي او همدا رنګه څلور د ملا فريد د ډلې غړي ټپيان دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي داډول پېښه ددوی په منځ کي نه ده رامنځ ته سوې او دا يې د افغان دولت تبليغات بللي دي.