کور / اقتصادي / د هوانوردی ریاست عمومی رئیس احمدشاه حبیبی کندهار ولایت ته راغلی

د هوانوردی ریاست عمومی رئیس احمدشاه حبیبی کندهار ولایت ته راغلی

د پنجشنبی په ورځ د هوانوردی ریاست عمومی رئیس د څو کسیزه پلاوي سره کندهار ولایت راغلی او دلته یې په ټولنیزو چارو کي د ولایت مقام د مرستیال اغالالی دستګیړی سره ولېدل.
په یاده لېدنه کي ښاغلي دستګیری د مرکزي ادارې څخه وغوښتل ترڅو د کندهار هوایې میدان د پرمختګ لپاره خاصه توجه وکړي او خلکو ته د دتګ او راتګ او نورو برخو کي اسانتیاوي ایجاد کړي. همداراز نوموړی وویل، نړیوالو مارکیټونو ته د افغاني میوه جاتو د انتقال په برخه کی دي نور هم لا زیاتي هڅې وسي ترڅو زموږ تجاران دي ته تشویق سي چي نړیوالو مارکیټونو ته خپل وطني تولېدات صادر کړي.
د هوانوردی عمومی رئیس احمدشاه حبیبی وویل، د افغانستان دولت غواړی چی د هوایې میدانونو کنټرول په خپل لاس کی واخلی په هم دی موخه غواړي چي هوایې میدانونو څخه د نېږدی لېدنه وکړی ترڅو د موجوده ستونزو د حل لپاره جدي هڅې وکړي. ښاغلی حبیبی وویل، پلان لری چي نړیوال پروازونه نور هم ډیر کړي.
همداراز نوموړی زیاته کړه، افغاني تولېدات په منظم ډول تر نړیوالو مارکیټونو پوری رسول او مسافرینو ته د اسانتېاوو برابرول یې له لومړیتوبونو څخه دی.