کور / راپور / ولسمشر اشرف غني په ختيځ ولايت ننګرهار کي د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کښېښوده

ولسمشر اشرف غني په ختيځ ولايت ننګرهار کي د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کښېښوده

ولسمشر اشرف غني نن سهار جلال اباد ښار ته ولاړی او هلته يې د يو روغتون د ودانۍ د ډبري ايښودلو ترڅنګ پر ګڼو موضوعاتو د ننګرهار ولايت د چارواکو او مشرانو سره ليده کاته وکړه.

اشرف غني چي  ختيځ ولايت ننګرهار په سفر تللی په ياد ولايت کي يې د زر بستريز روغتون د بنسټ ډبره کښېښودل چي ياد روغتون به د ختيځ زون په کچه مجهز او پرمختللی روغتون وي.

د چارواکو په وينا ياد روغتون به د لاندينيو ځانګړتياوو لرونکی وي:

ختيځ روغتيايي کمپلکس (Khatiz Medical Complex) چې په ۱۳۹۳ کال کې د عامې روغتيا ریاست د پلان مخې ۲۰۰جريبه ځمکه انتخاب او په ۱۳۹۴ کال کې په ملي بوديجه کې ونيول شوه، چې په همدې کال يې د چهارديوالۍ چارې  تر سره شوې او ياد کمپلکس به د ۱۰۰۰ بسترونو په ظرفيت لاندې برخې ولري:

  1. د بي بي فاطمة الزهرا د ولادي نسايي ۲۰۰ بستريز روغتون او د روغتيايي علومو انيستيتوت تعمير چارې د سعودي عربسستان حکومت په پنځه ميليونه ډالر مالي مرسته پيل شوي، چې د تعميراتي کارونو ترڅنګ د طبي وسايلو د تکميل وروسته به رسماً ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
  2. د دې ترڅنګ د ۱۵۰ بسترو په ظرفيت د معلولينو بيا رغونې مرکز لپاره تعمير د سويډن موسسې په شپږ پنځوس ميليونه ډالره مرسته شروع شوی، په دې تعمير کې د سويډن حکومت په مالي مرسته د معلولينو لپاره ټول روغتيايي خدمات به عرضه شي، چې د تعميراتي چارو تکميل وروسته به ډېر ژر پر فعاليت پيل وکړي.
  3. د توبرکلوز د مقاومو ناروغانو ۴۰ بستريز روغتون چارې، چې د USAID په لس ميلوينه ډالره مالي مرسته د UNDP لخوا شروع او چارې يې تکميل شوي، چې د ناروغانو د بستر لپاره اماده او ډېر ژر به په کې د روغتيايي خدماتو عرضه پيل شي.
  4. په دې کمپلکس د پلان مطابق د يونیسف او نړيوال روغتيايي سازمان په مالي مرسته دوه ډيپو ګانې، چې يوه يې د دوا او بله هم د غذا د ساتلو لپاره دي شروع او تکميل شول.
  5. د ننګرهار سيمه ييز روغتون نوی تعمير د ۶۰۰ بسترو په ظرفيت چې د ودانۍ قرارداد يې تکميل شوی او د تهداب ډبره يې ايښودل کيږي، چې له اعمار وروسته به يې د ننګرهار او په مجموع کې د ختیځې سيمې د ناروغانو ستونزې حل شي.

د سيمه ييز روغتون د تعمير د جوړيدو سره به د ختیځ روغتيايي کمپلکس ۱۰۰۰ بسترونو په ظرفيت د هېوادوالو لپاره روغتيايي با کيفيته خدمات به په کې عرضه کيږي.