کور / خبرتیا او پيغامونه / په سوېډن کي د (مورنۍ ژبي ونډه د ماشوم په شخصيت جوړونه کي) ترنامه لاندي علمي کنفرانس جوړ سو

په سوېډن کي د (مورنۍ ژبي ونډه د ماشوم په شخصيت جوړونه کي) ترنامه لاندي علمي کنفرانس جوړ سو

دسويډن دمالمو په ښارکي ددوستی فرهنگی اونوروفرهنگي ټولنو او NBV ادارې په مرسته دروان ز کال دجون دمياشتي پر۲۳ مه ((دمورنی ژبې ونډه دماشوم په شخصيت جوړونه کښي )) ترنامه لاندی علمی کنفرانس جوړسو.

کنفرانس دافغان ماشوم ميوند يوسفزی لخوا دقرانکريم دڅومبارکواياتونوپه تلاوت اوديوه شپږ کلن ماشوم حکمت الله لخوا دملي سرود په اورېدلو پيل سو.

دملي سرودتراورېدو وروسته ښاغلی اکادميسين گلدادخان ،محترم حکيم منگل ،اغلې نجيبه ليمې،ښاغلی احمد ولی اڅکزی ،په ډنمار کي دکلتوري ټولني مشرکريم اڅکزی ،دسويډن دپارلمان استازي ښاغلی جمال ايلحاج ته بلنه ورکړل شوه ترڅوټاکل سوی ځاي ته تشريف راوړي.

ترهغه وروسته ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرحبيب الله غمخورته بلنه ورکړل سول ترڅوغونډه په خپله پرانيستونکې وينا په رسمی توگه پرانيزي.

ترپرانستونکې ويناوروسته د ښاغلي انجينرعبدالباقي لعلی لخوادافغانستان دولسمشر رالېږل سوی پيغام ولوستل سو اودکنفرانس دگډونوالو لخوا په چکچکو بدرگه سو.

دولسمشرترپيغام لوستلووروسته دافغانستان دښوونې اوروزنې دسرپرست وزيرډاکتر محمدابراهیم شینواری،دافغانستان دعلومواکاډمی سرپرستی رئېسې اغلي سرمحقق ثریا پوپل ،په افغانستان کي دماشومانود ادبیاتود کوردرئیس ښاغلي اجمل تورمان ،په سويډن کي دافغانا نودکلتوری مرکز دمشرتابه پيغام د ښاغلی انجنير عبدالاحد عزيزي ،په مسکوکي دافغانستان دسفارت دکلتوری آتيشه څيړنوال شاه سلطان عاکفی اويوشمېر نوروليکوالواوفرهنگی ټولنو رالېږل سوی ليکنې اوپېغامونه ولوستل سول.

دکنفرانس په بله برخه کي اکاډيمېسين گلداد خان،اغلي نجبې ليمې،ښاغلی احمدولی اڅکزي ،زمری محقق ،دسويډن دپارلمان وکيل خپلي ويناوي دکنفرانس دموضوع په اړوند وارولې. له بده مرغه ښاغلی علم گل سحر اوښاغلی تنها صاحب دترانسپورټي ستونزوله امله پرخپل وخت کنفرانس ته راونه رسېدل.

 

مخکي له دې چې تفريح اعلام شي داغلی مديني اميري ،دمشهورسندرغاړي اوفعال فرهنگی ځوان کبيراميرلورلخوا څلورهغه شعرونه چې ددې لخوا له سويډني نه پښتوته ژباړل سوه وه دسندري په توگه ډالی کړه .

دکنفرانس په ورستيوکي يوشمېږ ميندواوخوندو او کورنيوته ددوستی فرهنگی ټولنې اودافغانانو دکلتوری مرکز دمشرتابه لخوا دگلانوگېډی ډالی سولې.

تردې برخې وروسته ديوه ماشوم ساحل يوسفزی لخوا دکنفرانس گډونوالوته پښتو شعر په ترنوم کي واورول سو.

دکنفرانس کار چې دورځي پردو بجوپيل سوی وودماښام پراوو بجو پداسي حال کي پايته ورسېد چې يوشمېر ليکوالو،يوه تکړه اوفعال دپښتوژبې معلم ،په سويډن کي دفرهنگی ټولنوسره دمالی اومعنوی مرستودمالموښارادارې NBV ته ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه ستاينليکونه داکاډميسين گلدادخان اويوشمېرفرهنگی فعالانو لخواډالی سول.

هغه ليکوال چې په ستاينليک نازول سوی :

۱/ محترم اکاډميسين گلدادخان

۲/ اغلی نجيبه ليمه

۳/ ښاغلی احمدولی اڅکزی

۴/ ښاغلی علم گل سحر

۵/ ښاغلی عبدالواحد نظري

۶/ ښاغلی مطيع الله روفی

۷/ ښاغلی زمری محقق

۸/ ښاغلی رحمت الله سروري

دکنفرانس چاري دځوانو شاعرانوښاغلي ولايت خان ځدراڼ، نيازمحمد پياوړي اوهيواد شېرزاد لخواسمبالی اوپرمخ بېول کېدې دشپې پراووبجوغمخوردکنفرانس دگډون والو، ويناوالو اوټولوهغودوستانونه چي په خپلوهراړخيزه مرستواوملاتړئې دکنفرانس دجوړ ېدوزمينه برابره کړې وه،په ځانگړې توگه له ټولوهغونه چې دکنفرانس دکاردسمبالښت ،عکاسی اوفلمبرداری، هغوځوانانونه چي دکنفرانس دگډون والونه دتفريح پر وخت مېلمه پالنه کړې اودسالون د پاک ساتلو په برخه کښي نه ستړي کېدونکي زيار ايستلي دمننې څرگندولوسره په هيوادکي دتل پاتي سولي اوثبات راستنېدواوملي يووالي دټينگېدوپه دعاپاي ته ورسېده.

دکنفرانس ترپاي ته رسېدووروسته له بهرنه راغلومېلمنو،دهغوي کوربانه اويوشمېر فعالوځوانانوته چې دکنفرانس پکارکي یې فعاله ونډه اخيستې وه دفرهنگنپال اوخپل ولس ته ژمن شخصيت ښاغلی عمرتوخی صاحب لخوا پخپل مېلمستون ته دشپې ډوډۍ خوړلو لپاره عوت سول. زه دکنفرانس دجوړونکو فرهنگی ټولنو دمشرپه استازيتوب له خپل دې فرهنگپال دوست ښاغلی عمرتوخی صاحب نه دده ددې بې ساري ملاتړنه زړه له کومې مننه کوم.دتوخی صاحب ددرنې کورنۍ دا ډول خدمت به زموږ هڅکله هېره نسي.

ترډوډی خوړلوو ړاندي دپېژندل سوی ځوان سندرغاړی کبيراميرلخوا په زړه راکښو نکوسندرودشپې ناوخته دکنفرانس دکارپېڅول راټول کړ.

هيردي نه وي چې دښاغلی عمرتوخی لخوا له بهرنه راغلوڅومېلمنو ته دهيواد دوتلی اوپېژنل سوي ليکوال دپښتوژبې ستوري علامه اکاډيميسن پوهاند عبدالشکور رشاد صاحب پنڅه ټوکه کتابونه هم ډالی سول .

……………………….

دمالموکنفرانس ته دافغانستان دولسمشر ،دپوهنې دسرپرست وزير اودعلومو اکاډمي دسرپرست رئېس پيغامونه :

بسم الله الرحمن الرحیم

په سویډن کې (د ماشوم په شخصيت جوړونه کې د مورنۍ ژبې ونډې) کنفرانس په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس پیغام

خوشحاله یم چې په سویډن کې د دوستي فرهنګي ټولنې په نوښت او د نورو ټولنو په مرسته او همکاري((د ماشوم په شخصيت جوړونه کې د مورنۍ ژبې ونډې)) علمي کنفرانس جوړیږي. زه په داسې حال کې چې په بهر کې د افغان لیکوالو او فرهنګیانو دغه نوښت ستایم د کنفرانس ګډونوالو او جوړونکو ته د دې کنفرانس د بریالي جوړیدا په مناسبت مبارکي وایم.

له نېکه مرغه د افغانستان اساسي قانون ماشومانو ته په خپله مورنۍ ژبه د زده کړې حق ورکړی او درې څلویښتمې مادې دولت مکلف ګرځولی دی چې د مورنیو ژبو د تدریس لپاره په هغو سیمو کې چې خبرې پرې کیږي، لاره اواره کړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت خپله دنده ګڼي چې د اساسي قانون د دې مادې تطبیق ته جدي توجه وکړي او ټولو افغانانو ته د زده کړې د مساوي امکاناتو د برابرولو لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

په مورنۍ ژبه زده کړه نه یوازې ماشومانو ته زده کړه اسانوي، بلکې د ماشومانو د شخصیت له ودې سره مرسته کوي، دوی ته د خپلو احساساتو او مکنوناتو بیان اسانوي او پر ځان باور ورزیاتوي. په مورنۍ ژبه زده کړه د دې سبب کیږي چې ماشوم د ښوونځي د چاپیریال او د کورني چاپیریال تر منځ ډیر واټن احساس نه کړي او په دې ډول د ښوونځي فضا ورته لا مانوسه شي او لا خپله ورښکاره شي.

خوشحاله یم چې په بهر کې میشت افغانان دې چارې ته متوجه دي او په دې علمي کنفرانس کې د مورنۍ ژبې د زده کړو په لارو چارو بحث کوي. زه د دوستي فرهنګي ټولنې له مشر محترم حبیب الله غمخور او ټولو هغو کسانو څخه مننه کوم چې د دې کنفرانس په جوړولو کې یې هڅې کړې دي، هیله لرم د دې کنفرانس پریکړې په عمل کې پلې شي.

په درنښت

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس محمد اشرف غني

…………………………….

په سویډن کې د دوستۍ فرهنګي ټولنې له خوا (د ماشوم په شخصیت جوړولو کې د مورنۍ ژبې د زده کړې ونډه) ترعنوان لاندې جوړیدونکي غونډې ته پیغام

محترمو دوستانو!

ترهر څه د مخه ستاسو د دې نوښت په خاطر زما د زړه له کومې مبارکۍ ومنئ. د خپلې علمي او فرهنګي غونډې لپاره مو ډیره مهمه موضوع ټاکلې ده.

ملګري ملتونه هر کال د فبروري ۲۱ د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ لمانځې. څیړنو ثبوت کړې ده چې د مورنۍ ژبې پر بنسټ څو ژبې ښوونه او روزنه د با کیفیته زده کړي اساس دی او له ښوونځي څخه د ماشوم د مورنۍ ژبې ايستل له ښونځی څخه د ماشوم ايستلو په شان خطرناک دي.

ژبې پر هویت، پوهاوي، ټولنیز یووالي اوانکشاف باندې د ژورو اغیزو له امله د انسانانو او نړۍ لپاره د ستراتیژیک ارزښت لرونکي دي. ژبې په انکشاف، کلتوري رنګارنګۍ، د کلتورونو تر منځ د پوهاوي او همدا راز د باکیفیته پوهنې لپاره حیاتي رول لري.

ژبنۍ رنګارنګي د ټولې نړۍ خلکو ته د ګډ ژوند، یووالي او ټولنیزې برابرۍ بلنه ورکوي. د مورني ژبې اهمیت دا هم دی چې چې ژبني او کلتوري رنګارنګۍ او څو ژبې زده کړې او پوهنه ترویج کړي، چې باید د پوهاوي، زغم او خبرو اترو پر بنسټ وي. څو ژبې زده کړه د باکیفیته پوهنې، په پوهنه کې د ټولو د شمول اودتبعیض په مخنیوي کې زموږ ملګرې ده. ژبنۍ رنګارنګي زموږ ګډ تاریخي میراث دی چې له خطره باید وساتل شي. څو ژبې پوهنه زموږ ګډه ژوندۍ علمي زیرمه ده چې په ګډه یې باید وساتو.

 

په مورنۍ ژبه زده کړه د ماشوم د شخصیت په وده کې اساسي رول لري. ماشوم ته د مورنۍ ژبې په بستر کې د یو لوی او پراخ لید امکان په لاس ورکوي، ماشوم ته خودي، شناخت او باور ورکوي او د دې وړ کوي یې چې د مورنۍ ژبې د مفاهیمو او لغتونو د ذخیرې په قوت نور علوم، ژبې او معلومات تر لاسه کړي. د مورنۍ ژبې زده کړه ماشوم پر ځان باوري کوي، جرآت یې زیاتوي او د کمترۍ، پردیوالي او وروسته پاتې والي له عقدو څخه یې خلاصوي.

په افغانستان کې د قوانینو له مخې په مورنیو ژبو او د مورنیو ژبو د زده کړو اهمیت تسجیل شوی او حکومت مکلف دی چې پدې برخه کې د قانون احکام پلي کړي؛ د پوهنې وزارت هم یو څو ګامونه اخیستي دي، خو د مسئلې دایمي، پوخ او متداوم حل تر دې زیاتو هڅو او ټینګې ژمنتیا ته اړتیا لري.

موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت د پوهنې په وزارت کې د مورنیو ژیو او په مورنیو ژبو د زده کړو جامع پالیسي جوړه کړې ده، او دا مو د هر افغان ماشوم حق ګڼلی دی چې په خپله مورنۍ ژبه زده کړه وکړي. دا کار له یوې خواشاګردانو ته با کیفیته زده کړه برابروي، له بلې خوا د ښوونځیو او پوهنځیو فارغانو ته د هیواد په هرګوټ کې د کار کولو قابلیت ورکوي. همدارنګه شاګردانو ته د مورنیو ژبو په بستر کې د نورو ژبو او علومو زده کړه اسانوي.

موږ توقع لرو چې ستاسو په غونډه کې علمي بحثونه به د مورنیو ژبو او په مورنيو ژبو د زده کړو په برخه کې د نوو علمي پرمختګونو او د عملي کیدو د اسانو او اغیزناکو لارو چارو په باب زموږ سره پوره مرسته وکړي.

تاسو ته بریالۍ علمي غونډه او د ژوند په هر ډګر کې بریاوې غواړم .

ډاکتر محمدابراهیم شینواری د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معین

…………………….

پیام اکادمی علوم افغانستان به کنفرانس علمی

نقش آموزش زبان مادری در ساختار شخصیت اطفال

بسم الله الرحمن الرحیم

استادان، دانشمندان و مهمانان فرهیخته وعالیقدر!

زبان به حیث مهم ترین وسیله ای پیام رسانی و برقراری ارتباط در جوامع بشری تاریخ کهن دارد که صورت ثابتی نداشته و همواره در حال تحول ودگرگونی بوده است. یکی از ابتدائی ترین حقوق انسان این است که به زبان خودش صحبت کند، بنویسد و بخواند. اما هرگاه از این حقوق محروم شود، بزرگترین ضربه ای است که به روان و شخصیت او وارد می شود.

ﻣﻨﻈﻮر از زﺑﺎن ﻣـﺎدرﯼ اوﻟﻴﻦ زﺑـﺎﻧﯽ اﺳـﺖ ﮐـﻪ ﮐﻮدﮎ در ﻣﺤﻴﻂ ﻗﺒﻞ از ﺗﻮﻟـﺪ و ﺑﻌـﺪ از ﭼﺸــﻢ ﮔﺸــﻮدن ﺑــﻪ ﺟﻬــﺎن ﺑــﺎ ﺁن زﺑــﺎن دﻧﻴــﺎﯼ اﻃــﺮاف ﺧــﻮد را ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻣﯽ ﮐﻨﺪ، زﺑﺎﻧــﯽ ﮐﻪ زﺑﺎن اﮐﺜﺮﯾﺖ اﻃﺮاﻓﻴﺎن ﮐﻮدﮎ اﺳﺖ . لهذا ﻓﺮاﮔﻴﺮﯼ زﺑـﺎن ﻣــﺎدرﯼ ﯾــﺎ زﺑــﺎن اﺻــﻠﯽ و ﺑــﻪ ﺳــﺨﻦ ﺑﺮﺧــﯽ زﺑــﺎن ﺷﻨﺎﺳـــﺎن اﺟﺘﻤـــﺎﻋﯽ زبان اول ﺑـــﺮاﯼ ﮐﻮدﮐـــﺎن از اهمیت ﺣﻴــﺎﺗﯽ در زﻧــﺪهﮔﯽ، رﺷــﺪ رواﻧــﯽ و ﺳــﻼﻣﺖ روﺣﯽ ﺑﺮﺧﻮردار اﺳﺖ . ﭼﺮا ﮐﻪ زﺑـﺎن ﻣـﺎدرﯼ ﯾــﺎ زﺑــﺎن اﺻﻠﯽ ﺳﺮﻣﺎﯾﻪ اﯾﺴﺖ ﮐﻪ ﮐﻮدﮎ هنگام ﺗﻮﻟـﺪ ﺑـﺎ ﺧـﻮد اﺟــﺰا ﺁن زﺑــﺎن را ﺑــﻪ همراه دارد.

اهمیــت زبان مادری برکســی پوشــیده نیســت. زبان بــه تنهایی معــادل هویت و فرهنگ هر ملت قلمداد می شود؛ اهمیت آموزش زبان مادری در دوران قبل از مکتب مهم است روی این ملحوظ کنوانسیون ها و کنفرانس های بین المللی متعددی در اين زمینه برگزار شده و بر اهمیت آموزش زبان مادری قبل از مکتب تآکید صورت گرفته ا ست.

فراگیری زبان مادری توسط کودک همان مسیر و فرایند را طی نمی کند که بعد ها جوان میل به یادگیری زبان دوم می کند، بلکه مفهوم هویت و پیوند آن با زبان مادری از همین نکته آغاز می گردد که کودک در بستر زبان مادری تمام صدا ها، گریه ها و اشارت خود را سازمان می دهد؛ زبانی که از درون به کودک الهام می گردد، زبانی که درونی است.

زبان مادری مهارتی مثل یادگیری درعرصه علوم نیست، زیرا در سنین کودکی نمی توان این مهارت ها را به کودکان آموزش داد. زبان مادری همچون دایه ای است که کودک را لحظه به لحظه نوازش می دهد و کودک با موسیقی صدا ها و الحان زبان مادری تنفس کرده رشد می کند. بنابراین هرگونه محدودیت در پروسه یادگیری زبان مادری پروسه رشد و نمو کودک را مختل می کند و ضربات کاری را به قوه و ادراک و روان او وارد می سازد.

امیدوارم استادان، دانشمندان، محققان و صاحبنظرانیکه بیانیه ها و مقاله های شانرا پیرامون موضوع آماده نموده اند توانسته باشند ابعاد گوناگون و پیامد های اجتماعی و فردی آنرا به بررسی گرفته و راهکار مناسب را ارائه بدارند.

دراخیراز دست اندرکاران و برگزارکننده گان این کنفرانس با شکوه به خصوص از مجتمع دوستی – فرهنگی سویدن اظهار امتنان می نمایم که روی همچو موضوع مهم و خاص این محفل علمی با اهمیت را سازماندهی نموده اند همچنان موفقیت های مزید را در باقی عرصه های کاری شان از بارگاه ایزد لایزال تمنا دارم.

سرمحقق ثریا پوپل سرپرست ریاست اکادمی علوم افغانستان

31 ثور 1397 خورشیدی

—————